ځای: انلاین
وړاندې کوونکې: میمونه کامران
راپور لیکونکې: خدیجه نسا
د ګډون والو شمیر: 20
نیټه: 24.12.2023
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ۳۱مه غونډه میمونې کامران پیل کړه. د غونډې اجنډا چې مخکې ګروپ کې شریکه شوې وه درې برخې یې لرلې؛ لومړی بحث په ګروپي مطالعه باندې وشو. په دوهمه برخه کې د اغلې نعیمې غني پر لنډې کیسې کره کتنه وشوه او په پای کې مشاعره وه.
بهیر په پام کې لري چې د ګروپي مطالعې لړۍ پیل کړي. دې کې به یو PDF کتاب ګروپ کې د لوستلو لپاره شریک کېږي او بیا به د کرکتنې په برخه کې په میاشت کې یا دوه اوونیو کې یوه غونډه به پرې جوړیږي او بحث به په کیږي.
ګلالۍ مومند وویل: ښه به وي چې د کتابونو بحث ته د غونډو په وخت کې کومه ورځ ځانګړې شي، ترڅو ډېرې بهیروالې ګډون پکې وکړی شي. که اضافه کومه ورځ ورکړل شي کیدای سي ډېر ورته وخت پیدا نکړي. باید داسې کتاب انتخاب شي چې ډېرې بهیروالې ورته لاسرسی ولري.
شفیقه خپلواک د دې کلب یا دایرې په اړه نور معلومات شریک کړل. دې وویل ګروپ کې د ټولو نظرونو ته په کتو د مطالعې لپاره یو کتاب انتخاب و او هغه کتاب چې PDF بڼه ولري ترڅو ټولې بهیروالې ورته لاسرسی ولري. بیا به د کرکتنې په برخه کې په میاشت کې یا دوه اوونیو کې یوه غونډه په جوړو او بحث به په کوو داسې به له شعر او کیسو متفاوت بحثونه ولرو. وروسته د مطالعې په اهمیت خبرې وکړې، بخصوص د بهیروالو لپاره چې ډېری یې لیکوالانې، شاعرانې ادبي فعالانې دي نو د ادب او فکر پرمختګ لپاره یې مطالعه څومره اړینه ده.
دې وویل افغانانو کې دا لړۍ ساتل ستونزمنه ده چې په کډه یو کتاب ولولو، خبرې په وکړو، ځکه ډیرې وایې چې کتاب یې په خوښه نه دی، یا وخت ورته نلري یا ورته مسایل خو کله کله باید د مختلف ژانر کتابونه مطالعه کړو، نه یوازې د بهیر لپاره بلکې د خپل ذهن او تخیل پراخولو لپاره، د خیال موندلو لپاره.
نعیمه غنې هم د ګلالۍ مومند په تایید وویل چې باید اونیزو غونډو کې وخت ورکړل ترڅو په کتاب خبرې وشي. نقد او نظریات شریک شي. هغه کتابونه وټاکل شي چې د ډېرو په خوښه ووسي او ګروپ کې د ټولو نظر وپوښتل شي. اغلې غني دا یو ښه فرصت او ګام د لوستلو لپاره وګڼو.
وږمه سبا عامر هم دا وړاندیز خوښ او تایید کړ. بخصوص دا چې کتابونه په PDF بڼه شریک کیږي ترڅو ټول په اسانه لاسرسی ورته ولري. ځکه د افغانستان دننې ځینې نجونې کتابخانو ته لاسرسی نلري یا نورې ورته ستونزې، او بهر کې ډېری پښتو کتابونه پیدا کول سخت دي. دې زیاته کړه مطالعه د هر انسان لپاره ضروري ده نه یوازې لیکوالانو او فرهنګیانو لپاره، ځکه کتابونو کې ډېر شیان دې چې زموږ ژوند اسانوي او بریا ته مو رسوي. څومره چې سوشل میډیا ته وخت ورکو هغومره باید کتاب لوستلو ته هم وخت ورکړو.
د غونډې دویمه برخه د نعیمې غنې په دې لنډه کیسې کرکتنه وه.
د خوبونو ښار
د ژمي اوږدې شپې، لوږه، بې کوري، د خلکو او په تېره بیا ماشومانو لخوا په تیږو ویشتل او نور ټول هغه مصیبتونه چې تاسو یې فکر کولای شی، په موږ، انا او لمسۍ راغلي وو خو د انا تاوده څنګ او له هیلو ډکو کیسو به دا ټول د څو شیبو لپاره راته اسانه کړل او ما به په خیال کې ځان د تودو کورونو په منځ او خوندورو خوړو تر څنګ لیده.
انا مې په کلي کې د کابل په پیشو مشهوره وه، هسې خو به په هغه کلي کې چې موږ په کې اوسېدو هر څوک چې لږ ښه اشتهأ به یې لرله د کابل پیشو بلل کیدل خو زما انا بیا په رښتیا هم د کابل پیشو وه. ببره، ژیړه او خړه پیشو چې ګردې، ګردې ځرځې سترګې یې وې، دا چې عمر یې خوړلی و او غوښې پرې زوروې وې نو په لاره به کراره کراره روانه وه.
هغه که څه هم د عمر تر پایه په همدې کلي کې پاتې شوه خو زړه یې په کابل کې و. کله به چې د ژمي په شپو کې چیرته د ګرم دودکش په خوا کې ورسره پریوتم نو هرو مرو به یې یو ځل د خپلو کیسو په منځ کې د کابل صفت راته کاوه. هغې به ویل:
بچۍ! د ټولې دنیا رش(پیروی ) یې راټول کړی بیا یې کابل ترې جوړ کړی.
له دې سره به ما چې ډير کله به وږې وم او سړو به پسې اخیستې وم، د ګرم والي او په خوله کې د پاسته پیروي د خوند احساس وکړ.
هغې دې مرګ تر ورځې دا سپارښتنه راته کوله چې که وس دې ورسېد نو خامخا به کابل ته ځې.
ما چې له دې کلي ورهخوا مې بله اباده نه وه لیدلې نو وبه مې پوښتل: ولې، انا کابل څه ښه والی لري؟ د دې سترګو به لیرې لارې وکړې او له ساړه اوسیلي سره به یې وویل:
بچۍ ته نه پوهېږې! کابل ښار دی ښار، لوی بازارونه لري، قصابۍ، نانوایۍ، د هګیو، شیدو، مستو او پیروي دوکانونه په کې شته. ان چرګان په کې پریمانه پیدا کېږي. کورنه یې له خوړو ډک دي، لوښي په کې شرنګېږي او د خوندورو خوړو بوی ټول ښار په سر اخیستی وي… خبرو به یې ماته په لوږه کې قوت راوباښه او زړه به مې غوښتل چې بیا بیا یې واورم، خبرې به مې ورسره اوږدې کړې:
–څومره ښه!
–هو، د کابل خلک هم په پيشوګانو مهربانه دي. هر وخت خپل پاتې خواړه پیشوګانو ته وراچوي. هغه یې لا څه کوې چې په کابل کې څوک وږي نه پاتې کېږي.
–رښتیا!
هغې به لنډ ورمېږ راپورې وموښا سترګې به یې سره کش کړې او وبه یې ویل:
– په خپله عاشقانو عارفانو ویلي:((که څوک کابل ښار ته راغلل او له لوږې مړه شول نو خون یې زموږ له غاړې!))
–عاشقان او عارفان څوک دي؟
–زوروراولیأ دي.
–اولیأ څوک دي؟
–انسانان وایي چې اولیا د خدای نازولي دي.
–تا لیدلي.
–نه بچۍ، ټول ما چیرته لیدلي، په کابل کې خو ډېر زورور زیارتونه شته او ټول د کابل برکت دي.
د هغې دې خبرو به مې زړه ته داسې ډاډ راکړ چې نور به د ژمي سړې شپې راته د تندور خانې د تناره د غاړې په څير تودې شوې. هغه کلی چې موږ په کې اوسیدو خلک یې ورځ په ورځ نیستمن کېدل، نه یې ځمکې کرلې نه یې مالونه ساتل. موږ لا څه چې دوی په خپله او ان ماشومان یې هم وږي وو. انا مې هم عمر یې خوړلی و او ځانته یې خواړه نشوی موندلی. د ژوند وروستي کلونه یې ډير په لوږه تیر شول، څيره یې غمجنه، سترګې یې مړاوې او قدمونه یې شمیرلي شمېرلي وو او ډیر کله به په شپو شپو نهره وه. دوه دری کاله وروسته مړه شوه. هماغه وخت ما له ځان سره پریکړه کړې وه چې که خدا بچي راکول نو په کابل ښار کې به یې زېږوم. همدا چې بچیان مې په نس شول، د کابل په لور مې مزل پیل کړ. کلي په کلي، کله په سمه کله په غره، کله په مړه، کله په نیمه ګېډه مې په یوه اونۍ کې ځان کابل ته ورساوه. کابل ښار ته چې ورسیدم نو د ژمي د پیل شپې وې. انا مې راته ویلي وو چې د کابل بل بل څراغونه له لېرې روښانه ښکاري، شپه ورځ په کې یوه ده خو زه چې راغلم نو په ښار کې توره شپه او اسمان یې لوګیو په سر اخیستی و. ستړې وم، د یوې لوې کوڅې لومړني کور ته مې ځان ورساوه. یوې تیارې خونې ته ننوتم چې له سکرو ډکه وه. شپه مې په نهره تیره کړه او سهار وختي راووتم. په ټول ښار کې راوګرځېدم. لکه څنګه مې چې انا راته ویلي وو، هلته مې ډېرې دنګۍ ودانۍ، خلاص دوکانونه، ګړندي موټرونه او ډېر انسانان ولیدل. هر څه له هغې چې دې راته ویلي وو راته ډېر ایښونکي وو خو تر ټول ډېر ایښونکي راته د انسانانو ګرد وهلې څېرې وې چې تا به ویل چا ورباندې خاورې پاشلې دي. ټول داسې ځوړند سرونه روان وو لکه خوبوړي چې وي، یو له بل سره یا نه غږیدل یا هم په قهر او غوصه غږیدل. ماښام بیرته هماغه کوڅې ته راستنه شوم او هماغې تورې د سکرو خونې ته ورغلم. دوې شپې مې په کې په سړو او لوږه تېرې کړې، نه مې یوه ګوله ډوډۍ وخوړه او نه مې هم هډونه په کې تاوده شول. د کوڅې خلک مې وپیژندل او شاوخوا په ټولو کورنو راوګرځېدم، پوه شوم چې تر همدې تورې خونې بل مناسب ځای د اوسیدو لپاره نشم پیدا کولای.
په درییمه ورځ مې بچیان وزېږدل، پوره څلور پاسته پاسته بخملي، چیچیان. د ټولو سترګې مې انا ته ورته وې ځرځې او ګردې ګردې. سترګې مې یې ځکه داسې ژر سهي کړې چې د سکرو په دې توره خونه کې یوازې د دوی سترګې ښکارېدې چې ماته یې نیولې وې او په ځیر ځير یې راته کتل. د هغوی سترګو په یو غږ له مانه خواړه غوښتل او زه په خپله تر دوی ټولو ډېره وږې وم، څک شیدې مې نه لرلې، په ونګیدلو مې پیل وکړ. پوره یوه ورځ مې تر ماښامه تیره کړه چې که څوک راته یوه ګوله ډوډۍ راوړي خو څوک مې په سترګو ونه لیدل. زه هم وږې وم او د بچو نارو مې هم ناطاقته کړم، بچیان مې تر مخ کړل او په اوو کورنو مې راوګرځول چې که یو څه خواړه پیدا کړم. د کوڅې په بل سر کې د کوڅې د مشر کور و، هلته ورغلو، په کور کې ټوله ورځ هیڅوک نه وو، ماښام دوه دری هلکان او یو په عمر پوخ سړی را پیدا شول. په کور کې ښځه نه وه. نه دیګ وکړنګید نه لوښي وشرنګیدل، څو شیبې وروسته چراغونه مړ شول او بیا ټول ویده وو. ماته مې د انا خبره رایاده شوه چې ویل به یې: په هغه کور کې چې ښځه نه وي هلته به خوندورخواړه له کومه شي؟ غلي ترې راوتو او د څنګ کور ته ورغلو. هغه د هټۍ وال کور و ما ویل که نور څه نه وي، یوه هګۍ یا لږ مستې خو به یې په کور کې وي. د کور پخلنځي ته ورغلم، لوښي او دیګونه نسکور وو، د خونې په کنج کې مې دسترخوان وموند خو کپ ډوډۍ په کې نه وه. د څلورم کور په دیوال وروختم او همداسې په منډه تیره شوم. هو، هیڅ ورښکته نه شوم. تاسو به وایئ چې ولې؟
ځکه هغه د کونډې کور و، به کوڅه کې خلکو په همدې نامه یادوله، په هغه اوله ورځ مې ولیده، سپېره ټکرۍ یې تر ځان تاو کړی و، د کوڅې په مخکې ناسته وه او خیر یې ټولوه. پینځم کور ته چې ورسیدم نو پښه مې ونیوه، اهمم! څه خوندور بوی و، بچیانو ته مې وویل: همدلته به تم شو! دلته لکه چې غوښه پخېږي. هو دیګ بخار په نغري باندې و او ماشومان وتل ننوتل. پام مې شو چې رښتیا دا خو د قصاب کور دی، دلته چې غوښه ونه خورم نو چیرته به یې خورم خو لکه چې زما بخت د کار نه و! ټوله ورځ مې تیره شوه اخر هم ښځې هډوکي په دیګ بخار کې اچولي وو او ماشومانو ته یې د هډوکو په ایشولو اوبو کې ډوډۍ لمده کړه.
نن بیا څپک څپک واوره ورېږي، زه د نانوای کور ته ورغلم، هلته هم په دسترخوان کې پرته له څو سویو چکیدو( څڅيدلې ډوډۍ) بل څه نه وو. ما چې د چکیدو په خوړلو پیل وکړ نو ماشومانو یې په تیږو وویشتم او له کوره یې وشړلم. ګرم نه وو ښايي همدا چکېدې به یې خپله خوړې.
په کوڅه کې دوه کوره نور هم پاتې دي خو له هغوی هم د نیستۍ بوی راځي. زه ځم چې که د ښار په بله څنډه کې لږ خواړه ومومم، واوره مې تر زنګنونو رارسېږي او هوا هم سړه ده.
بچي مې هم ډیر وږي دي، بیرته د سکرو تورې خونې ته یوړل، که ژوندي پاتې شول نو په ښار کې به رالوی شي او که له لوږې مړه شول نو خون یې د عاشقانو او عارفانو د غاړې.
پای،
معصومه غرنۍ خپل نظر د کیسې په اړه شریک کړ، دې وویل؛ دا کیسه ډېره انځوریزه وه. ښه داستاني فلم یا هم ښه کارتون تر جوړیدای شي. دې د آنا پیشو کریکټر ستاینه وکړه چې ډېر د مینې وړ ده، ببره، ځرځې سترګې یې، او په کیسه کې د کابل رش تشبیه ډېره خوښه شوه.
دې وویل کیسه دوه پړاو درلودل مخکې له جنګ چې آنا ورته د کابل صفت کوو چې څومره اباد وو، او وروسته له جنګ چې دا خپله کابل ته راځي په اووه کورنو راګرځي او ګوري چې نیستي ده، حالت خراب دی چې دا د جنګ پایله او بده اغیزه ده. دې د ښځې ارزښت او د مور کوښښ چې غواړي د خپل اولادو لپاره خواړه پیدا کړي د کیسې اصلي برخه وګڼله. د عاشقانو او عارفانو یادونه په کیسه کې بل څه وو چې کیسې ډېر خوندوره کړې وه.
وږمه سبا عامر وویل چې کیسه ډېره هنري او په خوږه ژبه لیکل شوې. د کورنو او پیشو معارفي ډېر په هنري انداز شوې. په کیسه کې لیکواله د خلکو ټنبلي هم راښايي، پیشرفت نسته چې لوږه ډېره شوې. د پشو کریکټر په اړه وویل چې الهام بخښونکي دی، دا چې د خپلو هیلو پوره کولو لپاره کوښښ کوي، د خپلې نیا خوبونو ریښتیا کولو لپاره او د ماشومانو ښه راتلونکې لپاره د کابل په طرف راځي او زیار باسي. دې وویل له دې کیسې د ماشومانو لپاره یو ښه فلم جوړیدای شي. په پای کې له اغلې غني پوښتنه وکړه چې ولې کومې پیشوګانې چې ډېر خوراک کوي او چاقې وې کابلي پیشو ورته وایي؟
ګلالۍ مومند د نورو خبرو په تایید وویل چې ښکلې او انځوریزه کیسه وه او دا چې د کیسې راوي پیشو ده ډېر هنري تخیل دی. له اغلې غني یې وپوښتل څه دلیل شو چې کیسه یې د پیشو له نظره ولیکله یا راوي یې پیشو کړې؟
میمونه کامران هم د کیسې ستاینه وکړه او له اغلې غني یې مننه وکړه چې تل یې د ښځو درد په خپلو کیسو کې انځور کړي. دا کیسه د پیشو کیسه ده خو اصل کې زموږ د افغان ښځو بې وسي او بد حالت ځرګندوي.
نعیمه غني له ټولو مننه وکړه چې خپل نظرونه د کیسې په اړه شریک کړل. د اغلې عامر په ځواب کې یې وویل یو څوک چې ښه محیط کې را لوی شوی وي نو تل د ښه ژوند تمه لري. د کیسې پیل کې مې ویلي چې پیشو کابل کې تل په خیټه مړه او ښه خوراکونه به کول. یو چیرې چې آبادي ډېره وي نو ښه خوراکونه هم وي کیداسي همدې لپاره چاقو او ببرو پیشوګانو ته کابلي پیشو وایي.
د اغلې مومند په ځواب کې یې وویل چې دا به لومړۍ څوک نه وي چې داسې کیسه لیکي ځکه ډېرې کیسه شته چې راوي یې پیشو یا کوم بل حیوان وي. دې وویل د افغان ښځو تراژیدي ډېره لویه ده، درد یې په یوه کیسه کې نه خلاصه کیږي نو همدې لپاره مې پیشو سبمولیک وکاروله چې ماشومانو ته د ښه ژوند برابرول لپاره کوښښ کوي.
د غونډې وروستۍ برخه د تل په ځیر مشاعره وه، چې میمونه کامران د یو غزل په لوستلو پیل کړه. وروسته شفیقه فرامرز، معصومې غرنۍ، ملالې کلیوالې، آمنه فنا، وږمه سبا عامر خپل شعرونه او ګلالۍ مومند د نعمې غني يو شعر ولوست.