سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد طالبانو رژیم سره د تعامل پر دوام د پاکستان ټینګار

د طالبانو رژیم سره د تعامل پر دوام د پاکستان ټینګار

تاند (پنحشنبه، د جدي ۱۴ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په افغانستان کې د طالبانو رژیم سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي له سفر وروسته ویلي چې په دې سفر کې یې د دوه اړخیزو اړیکو، سولې او ولسي اړیکو د پياوړتیا په تړاو خبرې کړي.

پاکستاني وزیردغه راز ویلي چې د دغې لیدنې پر مهال په لوړه کچه د مذاکراتو د دوام ټینګار کړی.

پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر مشري د دوی د دفاع وزارت د ستراتېژیکو اړیکو مرستیال او د کندهار والي ملا شیرین اخوند کوله.

هغه په دې سفر کې د پاکستان له چارواکو سره د خپل رژیم پر اړیکو خبرې کړي.

په وروستیو کې د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل بېلابېل تورونه لګوي.

2 COMMENTS

  1. ستا په څادر او لوڅو پښو لکه دروېزګر زه شرمیږم ! داسې ناست یې لکه غلام د باذار په وړاندې !

  2. ​اصلی او صادقانه درد د مادر وطن سره په حقیقت کښی شهید ملی شخصیت عبدالمالک عبدالرحیمزی درلود او د مالیی وزیر په حیث د پر مخ تګ زیاتی پروژی دده له خوا پلان او عملی شوی وی او حتی د بودجی زیاتوالی لپاره ئی د ټولی شاهی کورنی اضافه خرچی بندی کړی او دا اقدام دده زندان ځای کړ او زندان کښی ئی ظالمانه او وحشیانه عمل ورسره کیده او هغه ملی شخصیت همیش د شهید ( د خپلو کمونیستی کودتا ملګرو له خوا وروسته له هدف رسیدو څخه ووژل شو ) محمد داؤد خان د قضا بیولو چیغی وهلی او ویل ئی چی هغه باید د ما سره قضا ته وړاندی شی اما ددرواغو مادر وطن درد لرونکۍ شهید محمد داؤد خان زیاتره اعتبار پر کمونیستانو درلود او د کمونیستانو واقعی رهبر حسن شرق ( د کی جی بی تهدابی جاسوس ) د درواغو مادر وطن دردناکه له په کالونو د خپل څنګ سره وساته او همدی کمونیست حسن شرق د خپلو کمونیستانو په کومک همدا مادر وطن محمد داؤد دردناکه ئی د خونخوار شوروی په ګټه استعمال کړ او دده کم عقلی ، ناپوهی او حریصی له کبله افغان ملت تر اوسه د تباهی سره مخامخ دی او دده له برکته اوس پنجابی پاکستان په افغانستان باندی د خپلو قادیانیو غلامانو په واسطه حاکمیت لری بلی وطنی ولسونه د غیرت خاوندان دی او اجنبی یرغلګر ئی همیش د خپلی خاوری څخه شړلۍ دی اما غلیسه امریکا او شیطان انګلیس ته ثابته وه چی افغان ملت د خپل مذهب او د خپلی خاوری ساتلو لپاره هر ډول قربانی ته حاضر دی او د فریبی لپاره ئی د خپل چوچه پنجابی پاکستان په کومک د افغان غیرتی ملت غولولو لپاره قادیانی چړیان ئی تربیه او دوهم ځل لپاره ئی په افغانستان حکمرانان کړل او نورو تربیه شوو غلامانو په اتفاق سره د غلیسی امریکا په امر د افغانستان څخه په تیښته شول او اوس دا تښتیدلی یکه یکه د امریکا په هدایت د قادینیو سره یو ځای کیږی بلی د همدی درواغو مادر وطن غمخوار محمد داؤد کمونیستی کودتا له کبله افغان ملت اوس دوزخی اور کښی سوزی ، چیری دی دا تخریبکاره درواغجن تاریخ لیکوونکی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب