تاند (پنحشنبه، د جدي ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې د ملګرو ملتونو د یوې بلې ځانګړې غونډې خبر ورکړی.
نوموړي ویلي چې د دې غونډې کره نېټه نه ده معلومه او دوی یې د معلومېدو په تمه دي.
روسي استازی دغه راز ویلي چې د روان میلادي کال په مني کې به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه هم جوړه شي.
هغه د دواړو غونډو د اجنډاوو په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وشي.
روسیې او چین د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.
روسیه او چین د افغانستان په مسایلو کې له امریکا سره مخالف برېښي او ویل کیږي له دې امله دغه قضیه تراوسه پایلې ته نه ده رسېدلې.