پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبشعرد وینو جنګ دی، انسانیت په کې دمه نه کوي

د وینو جنګ دی، انسانیت په کې دمه نه کوي

په ننګرهار کې د څو امنیتي پېښو نه په تاثر:

بختیار تلاش

*****
د وینو جنګ دی، انسانیت په کې دمه نه کوي
کفر دی، کفر دی، عذاب دی څوک دې شپه نه کوي
هره خوا نیم وجود، د نیم ماشوم په تور خاوره
ککړ، پکړ، وینو کې پروت دی او زه
چیغې وهمه وایم:
که ملامته یم، چې ځان ونیسم
کنه انسانه، ستا انسان ونیسم
که ځان نه پورته شین اسمان ونیسم
که راټول شوی تور جهان ونیسم
که سپینو لاسو کې هر جبر ته اوس
له لېرې، لېرې نه ایمان ونیسم
+ + +
که ما کافر ګڼې؛ ایمان تفریف کړه
کېنه لږ خپل ځانته خپله ځان تعریف کړه
واړه، واړه ګلان دې ورژول
زما د دین بچیان دې ورژول
دوی خو قران په لاس روان وو کنه
څه د ایبلیس کتاب خو یې نه لېږداوه
چې تا په سپین سهار ور پرې کړه مرۍ
چې تا یې واخیستلو ژوند ظالمه
چې تا پرې تېره کړه فتوه د کفر
+ + +
ای له ظالم بتنه پیدا انسانه!
ځواب دې ستونې کې ګونګې پاتې شه
ښېرا به نه کومه زه درته چې
ړوند دې له تا نه هر بچې پاتې شه
زما ننګرهاره! ګل شې، ګل شې بېرته
د پسرلیو له خوا ښکل شې بېرته

بختیار تلاش/ کابل

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب