پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودګرامر یا ژبلار| ډاکتر ماخان میږی شینواری

ګرامر یا ژبلار| ډاکتر ماخان میږی شینواری

دویمه برخه 

پیل یادونه: په یوه څه کې چې هرڅومره ورننوځې، په همهغه کچه دې د پرې پوهیدنې یا د نور څه د پوهنې له پاره ستونځې ورسره زیاتیږي، چې دا هم باید ورسره هممهاله اوبی شي، ځکه چې ماته – دا بیا په خواشینۍ وایم – په خپله ژبه کې نه دي جوتې.

په ژبه کې مو ستونځې ډېرې دي.راځۍ، چې وګورو،ولې، څنګه او اوبی یې کوم دۍ؟

وایي چې: زده کړه تر مړستون پورې کیږي اودارښتیا ده. زه هم همدا اوس په ورب یا کړنوی ښه پوه شوم.

Verb کړنوی، بوختواليوی، کړوی(؟)

فعل ( کړنه، بوختوالی،کړ (؟))

Verb   ورب( لاتین verbum temporale، مهالوی یا وخت اړوند وی یا لنډ: وی) وختوی، بوختوالي وی د یوه ويډول له پاره د ورځنې (traditionellen )  ګرامر یا ژبلار مسلکي ویینه (افاده) ده، چې یو بوختوالی، یوه پيښه یا یو حالتوی په ګوته کوي او ویونه په بر کې نیسي لکه تلل، خوړل، الوتل او نور.

پیژند: کړنویونه په خپله دنده کې د یوې غونډالې یو منځنی پرېدیکات جوړوي، چې په خپل ګردچاپیر نور ټول توکي تنظیم کړي. هغه د موضوع د رول جوړونه ټاکي او هغوي د مهال، مودال ( د کړنې د حالتونوسره سراوکار لري. زما په لیکنوکې ګوته ورته نیولشوې)  اسپکتوی ( ژبلاریز وی دي، چې د یوه حالت وختځای په ګوته کوي) بوختوالی او نورو معلوماتو، … ټاکونکي دي.

په الماني  ژبلار کې کړنوی د بدلیدنوړ وي په توګه پیژند لري، چې یوبوختوالی ( که بوختتیا؟)، یوه کیدنه یا یو حالت په نخښه کوي یا ښایي. په ښوونځي ژبلار کې دا له دې امله بوختواليوی، مهالوی، یا کړنوی هم بلل کیږي او په لاندې برخو وېشل کیږي:

په بوختوالي/کړنه کې(ژړل،ګوتنیول،ورکول).

کیدنویونه ( لوییدل، زورېدل) دا داسې ویونه دي، چې کړوني ته اړتیا نه شته دا کړل کیږي نه، دا کیږي یا کیدل کیږي.

یادونه: کړنه او کیدنه: کړنه یو کړونی لري یعنېیوڅوک څه کوي اوکیدنه کړونینه لري،هغه کیږي.

حالتویونه( درېدل، ژوندکول، پاتې کیدل یا پاتیدل). دا منځپانګې ټاکنې ته ګوتنیونه هم کیدی شي، داسې چې: شيییزې بوختیاوې، کیدنې اوحالتونه په نخښه کولی شي(بیلګې: چمتووالی، پيښه، راتلنه).

د کړنوی توپیر د نورو ویونو سره په دې کې دۍ، چې دا یواځې بڼه- بیدلیدونکی( دا- تړنګرښه ده) ویونه دۍ.

۱ – سپین ځي = تلل ( سپین)= ت (س)

۲ – پیشو موږک ونیوه = نیول ( پیشو، موږک)= ن ( پ،م)

دا سم اندیز جوړښت د  ژبلارې کړن-ارزښتوالي ځانګړی ډول جوړوي.

داسې لږ نوره روښانه – ونه هم، چې زما ورته پام راوګرځید:

کړنوی: تلل: لاړم یا ځم

مهالوی: تلل: ځم، تلم،لاړم، تللی یم، تللی وم 

بوختواليوی: بوختتیا مې: کتابلوستل.

منډې وهل.

او سپورت کول.

څوبیلګې: تلل

موږ کابل ته ځو.

تاسوکابل ته ځۍ.

هغه کابل ته ځي.

لنډ: ځو،ځۍ،ځي، ځې،ځم.

نورې بیلکې که غواړۍتاسوراوړلی شۍ.

موږ په پښتوکتابونو کې تر اوسه زده کړي، چې د عربي فعل یا ورب ته کړ وایي.

یادونه: موږ د فعل سره دوه ستونځې لرو.

۱ – کړ که کړنه یا بوختتیا(بوختوالی)

که رښتیا ووایم په کړنه پوهیږم، چې دا د کړل لاس ته راغلی اوکه بل څه؟

که دا  د ،،کړل،، له پاره کړ وي، نوکړل نوم په کړنه جوړیږي اونه په کړ

۲ –  پوښتنه داده، چې ایا کړنوی په کوم پای توري یا په روښانه توکه یې که ووایوپه کومې یې سره ټاکل یا ښوول کیدی شي؟

ما په پورته ،،ځۍ،،   د ،،ئ ،، سره ونه لیکه، له دې امله، چې د توري له مخې کړنه او نوم نه شي ټاکل کیدی.دا ژبلارنه ده. دا ،، ئ ،، یواځې د دریم ډېرګونو یا ډېر کړو أه پاره زموږ یکوالان کاروي، د دېنور سره څه او همداسې د نوروییګانوسره.

بیا ،، ئ ،، ته

۱ – د غلامۍ  کړۍ ماتې کړۍ

که دلته ک-ړی ماتیږي یعنې … کړئ، نو غلامې ته 

وړې خورې وریژې وړې اوخورې.

و-ړې، خو – رې او وړې، خورې

دلته به د دې سره څه کوو. اویا دا لاندې:

۳ – ولي ولې ولې ولې. 

بیا:ولي (نوم) ولې(؟) ولې(بوټی) ولې(کړنه: وېشتل).

دا د ۳ – درې ویونه په شپږ کډوله ډوله لیکل کیږي او ۱ – په دوه ګډوله ډول.

دلته ګوره درې وې دي اود دوه –وو ویینه هم یو ډول ده، نود دې سره به څه کوو

موږټول باید په ژبلار پاتې شو.

ژبلار ښوونه موږنه جوړوو، ژبلارښوونه  له ژبې څخه راوځي. ژبلار په ژبهکې شته لارې بیرته ورکوي. 

کړنوی موداسې لنډ وڅیړه. داپوره اوږده موضوع یا د خبرو ده، خوموږ به په همدې بسیاوکړو.

دا چې زه بې له شوخۍ په دې اوداسې خبروکې نوی زده -کړی یم، نوستاسومرستوته هیله لرم.

هیله ده له،، ئ ،، تیر شۍ او یا یې په دلایلوودان وښایۍ. دا دلیل نه دۍ، چې ده یا هغه لیکلې اودا هم نه، چې کړۍ اوکړۍ سره توپیر کړۍ.

[email protected] 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب