شنبه, جولای 6, 2024
Home+د غضنفر د ” ژبي ښکلا ”خپره سوه / غني حسن

د غضنفر د ” ژبي ښکلا ”خپره سوه / غني حسن

د وتلي لیکوال، نقاد او ژباړونکي استاد غضنفر له یو څو لپو فکرونو سره – سره د ژبې ښکلا هم پر افغان انسان ولورول-کتاب په کندهار کي صداقت خپرندويي ټولني په ۳۲۷ مخونو کي په ښکلي صحافت او بڼي سره خپور کړی دئ. د ژبې ښکلا په کتاب کي د استاد غضنفر د سریزي سره ۲۰ عنوانه مقالې د پښتو ژبې، ګرامر او ادبیاتو په اړوند نوي خبري ملغلري دي.

د غضنفر روان، خوږ او ساده نثر نه دا چي هر څوک ئې په مینه لوستلای سي، بلکي د مالوماتو پیمانې ورڅخه ډ‌کوي، هره جمله او پراګراف یې بلا ډیري خبري لري، امید لرم، تازه کتاب د ژبې ښکلا  به ئې هم له پخو، معیاري او زړه ته تېر او منلي مثالونو څخه مالامال وي. کله کله مي قصد وسي، چي ګاونډی پاکستان مبارک علي او جلالپوري لري، خو د غضنفر، لېوال او جهاني اثار چي ولولم، زړه مي پر کراره سي او خوشاله سم. تازه کتاب ته یې سخت خوشاله یم، د ادب او ژبي مینه‌والو ته دا خورا ښه زیری دئ. غواړم د استاد غضنفر د نثر او موضوع اړوند فقط څو ټکي بیان کړم:

  • د موضوعاتو د پیل خورا ماهر لیکوال دئ؛ هره موضوع په داسي یو حکایت، مثال، یا خاطرې او خبر پيلوي، چي لوستونکی همدغه ګړی له ځان سره واخلي او د موضوع په پای کي یې لمن له فکرونو ور ډکه کړي.
  • د موضوعاتو په توضیحاتو کي ئې فصاحت او بلاغت خورا نامي دئ؛ موضوع هیڅ ګونګه نه پرېږدي، لنډي جملې او پراګرافونه یې سړی هدف ته رسوي. که موضوع اوږده هم وي، خو نتیجه کي یې وضاحت داسي بیانوي، چي لوستونکي ته ټول پیچلي مسایل او دلایل واضیح کړي.
  • قناعت ورکوونکی جادوګر دی؛ که وغواړې او ونه غواړې د موضوع په پای کي به اخر پخله قانع کېږي، ځکه قناعت ورکوونکي دلایل پر مغز لا ښه لګېږي او په زړه کي ځای نیسي، په یو څو لپي فکرونو کي ئې تاسو ګمان د ایمان زیان دی، لټي او لټان او …. ولولئ.
  • د انسان، ټولني او راتلونکي خیرغوښتونکی استاد دئ؛ په هره لیکنه کي ئې د ټولني او کلتور، انسان او راتلونکي لپاره یوازي او یوازي د خیر غوښتونکی دی، د بدو او ناوړه دودونو د له مینځه وړلو اوپر ځای ئې د دنوو فرهنګونو غوښتنه کوي.
  • اخلاصوالی او مهرباني ئې پر ټولو ده، د هر قشر لپاره خبري لري، حتی ملا او تا لب ته هم د ټولني د سمون په خاطر، د وطن د ترقۍ په خاطر او د نوي نسل ته د نوي او ماډرن ژوند په خاطر توصیې او سپارښتني لري.
  • د هېواد د ناروغۍ لپاره د یوې بهتریني نسخې ډاکټر دئ؛ تاسو په څو لپو فکرونو کي وروستۍ اوږده او خورا غوښنه برخه (د ملي یووالی د لارې خنډونه او فرصتونه) یو واري وګورئ، چي په څوندي صداقت، او امانت د ملک د ترقۍ او خوشالۍ لپاره د انسانانو د جوړجاړي او همکاري په اړه د تعلیم او تحصیل په اړه د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه نسخه وړاندي کوي.

په ټوله کي د استاد غضنفر هر کتاب په وار وار لوستلو ارزي تازه دوه کتابونه یې( یو څو لپي فکرونه) او ( د ژبي ښکلا)  وطنوالو ته خورا ښې خبري او سپارښتني لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب