شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي په باجوړ کې پر پخواني سناتور په برید کې...

ټي ټي پي په باجوړ کې پر پخواني سناتور په برید کې لاس لرل رد کړل

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) ټي ټي پي په یوه بیان کې د کوزې پښتونخوا د باجوړ په چاودنه کې د پاکستان د سناجرګې پرمخکینی غړی هدایت الله برید کې لاس لرل رد کړل. په دې پېښه کې د هدایت الله ترڅنګ ۲ تنه نور ووژل شول.

هدایت الله خان دوه ځله د پاکستان د سنا جرګې غړی پاتې شوی او ورور یې شوکت الله خان د پښتونخوا والي یا ګورنر پاتې شوی و.

عوامي نیشنل ګوند او یو شمېر نورو سیاسي ډلو د نوموړي وژنه غندلې او ویلي، چې د پښتونخوا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني ویلي، چې په باجور کې پر پخواني سناتور هدایت الله خان بمي چاودنه دوی پورې تړاو نه لري.

هغه ویلي، چې قومي مشران، عالمان او نور سیاسي غړي د دوی په هدفونو کې شامل نه دي.

د باجوړ په ګډون د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې له څه مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

پاکستان د دغو بریدونو تر شا د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د لاس لرلو خبره کوي او تور لګوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو یادې ډلې ته د دوی خلاف د افغان خاورې د استفادې زمینه برابره کړې ده.

پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا دا تور تل رد کړی او بې اساسه ګڼلی دی.

پاکستان له څه مودې راهیسې د خپلو اغېز لاندې پښتنو سیاستوالو په خوله د پښتونخوا وضعیت دومره خطرناک ښيي، چې ګواکې ژر به پکې ټي ټي پي خپل اسلامي امارت اعلان کړي.

پاکستاني چارواکو د وضعیت د همداسې خطرناک ښودلو له هڅو سره پښتونخوا کې د ټي ټي پي د ځپلو په نوم د عملیاتو اعلان هم کړی، چې د نورو پښتنو ملتپالو مخالفت سره مخ دی.

دا ملتپال باور لري، چې پاکستان د ترهګرۍ جوړولو او بیرته ځپلو په نوم په پښتنو سیمو کې تجارتي جګړې مخته وړي او دا جګړې د پښتنو د ځپلو تر څنګ  د دوی د بدنامۍ سبب ګرځي.

1 COMMENT

  1. د داسې وژنو ، ترور او ډار اچولو ترشاه یواځې د پنجاب استخبارات ا آی اس آی لاس ده . دوی غواړي په یوه تیر دوه مرغۍ ووژني. له هرې خوا پښتون وژل د دوی اصلي هدف او آرمان دی .
    پښتانه باید بیدار او ويښ شي . هم ځانونه وساتي او هم د آی اس آی ځري وپېژني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب