یکشنبه, جولای 7, 2024
Home+دوحې٣ ته د ا.ا.ا د پلاوي تګ یوه جالبه را په زړه...

دوحې٣ ته د ا.ا.ا د پلاوي تګ یوه جالبه را په زړه کړه

عبدالجمیل ممتاز

عجیبه ده، د دوحې٣ غونډې ته د ا.ا.ا د ټاکل شوي پلاوي د ترکیب او تشکیل په اړه د هیواد او دولت دننه، نه چا نیوکه او غبرګون وښود، نه چا کومه پټکه وکړه او نه د دغه انتخاب له امله څوک مرور شو. یو لوی تصمیم نیونکي او برخلیک ټاکونکي فارمټ ته د یو مختصر پلاوي استول او په رأس کې یې د داسې یو چا ټاکل چې لا هم د ډېرو لپاره عجیبه بریښي، له هغو نادراتو څخه یوه نادره پرېکړه ده چې حتی یو ځل مو هم د جمهوریت په دوران کې ونه لیدله.

وايي کنه چې مار خوړلی له پړي ډاریږي، د جمهوریت په دوره کې به د هر څه پر سر ناندرۍ او کشمکشونه ول، یوه ناندریزه او جنجالي کیسه یې هم همدغه د پلاوي د تشکیل او ترکیب موضوع وه چې د ډیر تکرار او شاربلو له امله یې بیخي تر پوزې را رسیدلي وو.

هغه وخت به د بهرنیو هیوادونو غونډې او رسمي سفرونه، له یوې خوا د چکر او عیش لپاره رسمي پلمې وې او له بلې خوا به د پلاوي په تشکیل کې د یو دیپلوماتیک منطقي ترکیب پرځای داسې انډوخر جوړ و، چې په یوه – دوه میاشتو کې به یې د جوړېدو پر سر ناندرۍ نه تمامېدلې، هله د پلانکۍ ډلې استازی پکې نشته! د هغه او دغه قوم استازي د چا په خوښه نیول شوي؟ جندر ته پکې توجه نه ده شوې، د لږکیو حق نه دی ورکړ شوی، ما ته دومره پیسې راکړه، چې هغه په سفر کې نه وي زه هم نه ځم، ولا زه نشم تلای زوی به مې لاړ شي او … اخر به د دې ټولو فرمایشونو او غوښتنو له منلو وروسته یوه چارتر الوتکه ډکه او د سفر خبر به یې سمدلاسه په رسنیو کې په پرلپسې ډول خپور شو.

هلته په غونډه کې د یوې ګلې ګډون یو شرم او بیا د غونډې په څنډو کې د متفاوتو شخصي، ګوندي، قومي او سمتي اهدافو لپاره کمپاین کول خو بیخي مه یادوه، سړی دا اوس هم ورباندې وشرمیږي. خو چې کله ملي روحیه او انګیزه شتون ونلري، د دا ډول شرمونو تمه خو باید خامخا وشي او حتا تر دې هم لا زیاته.

بالاخره د غونډې له تمامېدو یوه یا دوه ورځې وروسته به د پلاوي د راستنېدو تش نوم او خبر په رسنیو کې خپور شو، نور به نو د پلاوي لومړنی جمع او جوش نه ترسترګو کېده، تللي به ١٥٠ تنه ول او راستانه شوي به یوازې ١٥ کسان؛ کله کله به داسې هم پیښ شول چې د پلاوي رییس به لا تر نورو په اخره کې هیواد ته راستون شو. دا چې پر دغو سفرونو څومره پیسې لګېدې او نتیجه به ورباندې مرتبه وه که نه؟ بېله خبره ده، خو انډوخر یې د دې ښکارندوی و، چې نه یې ملي اهداف او اجنډا تمثیلوله او نه یې د واحد حکومت په استازیتوب خپله ونډه داسې ښودله چې ګواکې ټول په ګډه مشترکې ګټې او ارزښتونه پالي.

په هر حال، د دوحې٣ غونډې ته د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د یو مختصر پلاوي تګ، هلته یې د افغانستان په استازیتوب خپل ټینګ دریز روښانول او په خورا مسلکي توګه د څرګندونو، معلوماتو او پریزنټیشنونو وړاندې کول او د م.م په شمول د غونډې د ګډون کوونکو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کول، واقعاً دا ټولې سترې لاسته راوړنې دي. دا چې مقابل اړخونه به له دې وروسته د رسمیاتو لپاره څه ډول دیپلوماسي او سیاست کاروي او څومره به په دې برخه کې اخلاصمن پاتې کیږي، دا په هغوی پورې اړه لري، اما که چېرې پرتو قضایاوو ته وکتل شي او د هغو په رڼا کې له باریکیو او نازکو پلمو څخه ډک شرایط تحلیل شي، نو رښتیانی هم د بل بحران او جګړې مخه نیول پکار دي، دا چې په هیواد کې دننه د روانې قضیې ظاهري اړخ ځوروونکی دی او زغمل یې خورا سخت دي، نو په دې کې نه دولت ملامت دی او نه ملت؛ همدا د حقیقت اصل دی او پکار هم ده چې د روانو شرایطو حساسیت په پام کې ونیول شي. ځکه، دښمن سره له دې چې ډېر راته نږدې دی، خورا حکاک او مکار هم دی، د هغه لپاره مازې باریکي هم د یوې لویې پلمې د جوړېدو غټ چانس جوړېدلای او کولای شي افغانستان یو ځل بیا هغې کندې ته وغورځوي چې تېره نیمه پېړۍ یې له سختو لوړو او ژورو سره پکې تېره کړه.

نو الله تعالی دې نور د دغه کړیدلي او ځورېدلي ملت پر حال ورحمیږي او په کمین کې د ناستو دښمنانو له ټولو دسیسو او شومو پلانونو څخه دې د نجات موندنې ترڅنګ د بریا او بسیاینې پر ډګر پیاوړی او ځلاند ولري.

1 COMMENT

  1. ممتاز صاحب د ښکلي پکول پواسطه د خپل قوم نورستانیو ډېره ښه استازولي کوي او په روانه پښتو یې خپل مطلب لیکلی دی . یواځې د حکاک کلمه په عربي کې د نقش او نګار د کیندلو لپاره استعمالیږي لکه یو مهر چې حک شوی وي .
    عکاک هم په عربي کې هغه کوچو ته وایی چې د ځګ له مښولو نه وروسته لاس ته راځي .
    فکر کوم « اکاک » به پښتو کلمه وي . چې د زیرک ، هوښیار ، تېزلیدونکي او حساس په معنی استعمالیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب