یکشنبه, جولای 7, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم سره پر تعامل د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار

د کابل رژیم سره پر تعامل د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علی بخیت ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید پر دغه هېواد د طالبانو له واکمن رژیم سره تعامل وشي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او دا ستونزې د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې له واکمن طالب رژیم سره د تعامل له لارې حلیدای شي.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي هم ورته ټینګار کړی و.

یاد شوي سازمان د دې تر څنګ بیا- بیا د طالبانو له رژیم څخه د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د پای ته رسولو په ګډون ګڼې نورې اصلاحي غوښتنې هم کړي، خو طالب چارواکو ورته غاړه نه ده ایښې.

د طالبانو کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده خو افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره له لیدنې هم ډډه کړې وه.

طالب رژیم تل دوی سره پر نړیوال تعامل ټینګار لري، خو د افغانانو دې نیوکې سره مخ دی چې خپله دغه رژیم افغانانو سره له تعامل او مشروعیت موندلو پرته بهرنیانو سره د تعامل هڅه کوي؛ هغه څه چې د دوی په باور طالبانو ته به یې تر لاسه کول ستونزمن او د ترلاسه کولو په صورت کې هم بې پایښته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب