یکشنبه, جولای 7, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد ناندرۍ؛ فضل الرحمان د کابل خوا ونیوه

د کابل او اسلام اباد ناندرۍ؛ فضل الرحمان د کابل خوا ونیوه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د دغه هېواد له پوځ او استخباراتو څخه ظاهراً د وروستیو نارضایتیو له امله کابل سره د دوی د ترینګلو اړیکو په درشل کې د کابل خوا نیولې ده.

هغه په یوه تازه وینا کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هغه خبرداري ته توند غبرګون ښودلی، چې د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو په پلمه یې د افغانستان پر خاورې د عملیاتو په اړه ورکړی.

فضل الرحمان نوموړي ته په خطاب کې ویلي:  «په پاکستان کې ستاسو له پوځي اډو شل کاله الوتکې پورته کېدې او افغانستان یې بمباراوه. اوس مو په پاکستان کې دننه ترهګري چېرې له منځه وړې چې له پاکستانه بهر په افغانستان کې ترهګري په نښه کوئ. تاسو اصلا خپلې ناکامۍ پټوئ.»

فضل الرحمان تر دې مخکې ادعا کړې وه چې ژر به د پاکستان وسله وال مخالفان په کوزه پښتونخوا کې خپل اسلامي امارت اعلان کړي.

د فضل الرحمان او د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د ژمنو نورو پښتنو او ملایانو سیاستوالو وروستیو دریځونو شنونکي حیران کړي.

د دوی په باور، پاکستاني ملایان او د پښتنو په نوم ځینې سیاستوال له اوږدې مودې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په اشاره لوبیږي.

هغوی د عوامي نیشنل ګوند د مشر ایمل ولي خان هغې ادعا ته هم اشاره لري، چې څه موده مخکې یې له نورستان څخه پر ملاکنډ د زرګونه پاکستان ضدو وسله والو د برید د چمتووالي په اړه کړې وه.

افغان څارونکي او پر افغانستان واکمن طالب رژیم په دغه هېواد کې د ټي ټي پي او نورو پاکستان ضدو ډلو د موجودیت ادعاوې تل ردوي او بې اساسه یې بولي.

3 COMMENTS

  1. دا خنځیر چې خوله وازه کړي نو د منافقت او رزالت سلسله شروع کبږي. دا يدري د انګریز او پوځ غلامان دي، دده پلار هم د انګریز پښې وینځلې او دا خپله د ای اس ای خاص ملا دی. افغانان باید دداسې بلا نه ځان وساتي ددې بلا نزدیکت ځان پلیتول دي.

  2. د ملا فضل الرحمن په تړاو دا پورته لیکنې د پښتو هغه ټپه را په ياد کړه:
    په خبرو او کالیو خطا نسئ
    منځ ته یې ګوره چې، دې ټاک دي که مټاک
    ( د لویې پکتیا خلک ټاک تروه یا تروش ته وایې).

  3. پام کوه چې وار دې خطانشی
    ما منلې غر غر ې دی داسور پګړی خپله لوبه کې ډیر ماهر دی . دی اوس ځان دافغانستان خواخوږی ښیی . وایی عقل یې چې کم ورکړ هغه ته یې تل غم ورکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب