شنبه, جولای 6, 2024
Home+شپون په ګټیالي کې | حفیظ الله بشارت

شپون په ګټیالي کې | حفیظ الله بشارت

داسې کسان ډېر کم پيدا کېږي چې څنګه وایي، هغسې يې لیکي هم.
زما په اند که موږ د خپلو خبرو بیان کټ مټ ليکلو ته هم ورکړو، نو د دې کار یوه ګټه دا ده چې لیکنه به مو یو ډول رواني، سلاست او ساده ګي ولري، بله خوبي به يې دا وي چې د هنر تومنه به پکې نه وي ضایع؛ خو نيمګړتيا يې بيا شاید دا وي چې د معیاري ليک ځينې قیودات به پکې مات وي.
د دې ډول ځانګړنو لرونکي لیکوالان موږ کم لرو چې په سرلارو کې یې استاد سعدالدین شپون راځي. استاد شپون په خپلو لیکنو کې د نثر د ليکلو ځينې قیودات مات کړي دي، دې کار نه یوازې د استاد د نثر هنري تومنه ډېره کړې، بلکې د نوموړي د نثر په روان ویلو کې یې مهم نقش لوبولی دی.
دلته شاید ځینو ته دا سوال پيدا شي چې استاد نو ولې د نثر یا معياري ليک په قیوداتو پښه ور اېښې ده؟ خو زه وایم چې که موږ په هر څه کې شته قوانین په نظر کې ولرو، شاید راتلونکی تخليق او پنځونه مو بې خونده تمامه شي. هغه یو شاعر څه ښه ویلي چې تاسو لومړی د شعر تخنیکونه ښه زده کړئ، بیا یې بېرته هېر کړئ، خو په بیا اېډېټ کې یې سمونه تر خپلې وسې وکړئ.
یوه ورځ اېمل پسرلي صاحب د يو ژانر د قیوداتو په اړه ډېر ښه راته وویل: د يو شي تخنیک زده کړه، خو که پرځای یې ماتولی شې، ماته يې کړه، د قرآن ټکی نه دی.
د استاد شپون بل ښه کمال له زړه لیکل دي. کوم څه چې فطري او له زړه ولیکل شي، هغه لیکنه بیا لوستونکی نه لولي، بلکې لوستونکی لولي.
د استاد شپون د ناول لوستلو لړۍ مې له “ګټیالی” ناول راپیل کړه.
دا ناول نه یوازې د استاد د نثر خوږولت په موږ احساسوي، بلکې د کوچیاني او کلیوالي ژوند خواږه هم راباندې څکي.
ګټیالی ناول ډېر عجيبه پيلامه لري، لکه یو وخت به چې ښه هنرمند سندره له، مه، ګا، سري ګاما، څخه پیلوله، یو ډول زړه تنګون يې راکاوه، خو وروسته وروسته به يې ورسره اخیستلم. دا ناول کټ مټ همداسې يو ډول له تلوسې خالي پیل لري، خو چې څومره پکې مخته ځې، همدومره خوندور کېږي.
د دې ناول د کیسې مرکزي کرکټر ګلاجان نومېږي. ګلاجان اصلن د کندز دی. دی په پېښور کې له خپل بل ملګري انور سره څه ډول ژوند تېروي، بیا څنګه له هغه ځایه امریکا ته ځي او هلته ګلاجان خپل کوم کمالونه امریکایانو ته اظهاروي، وروسته څه ډول په یوې کوچۍ نجلۍ زړه بایلي، له هغه ځایه د خپلې مينې د ترلاسي لپاره څنګه بېرته پېښور او افغانستان ته راځي او په څه ډول خپلې مينې ته رسېږي او…..
په ټوله کې دا ناول د يو پښتون ځوان د خیال او واقعيت له ګډولې رامنځته داستان دی. په دې ناول کې ځينې پېښې زړه خوړونکې دي، په دې اړه مې د اجمل پسرلي صاحب په یوه مقاله کې لوستي وو چې په یو داستان، ناول یا لنډه کیسه کې د تلوسې د ایجاد لپاره د زړه خوړونکو صحنو راوړل د ناول یا لنډې کیسې د مصنوعي والي باعث کېږي او دا کار شاید هغه زیږېدلې کیسه د لوستونکي په ذهن کې سمه کېنه نه وي.
د دې ناول پای هم د اوسني داستان لیکنې خلاف، لکه د بعضو هندي فلمونو غوندې دی. د دې ناول د کیسې پای د لوستونکي د توقع خلاف په دې نه دی چې لوستونکی نه فکر کولو ته اړ باسي او نه يې ټکنی کوي.
دا ناول ټول ټال 120 مخونه لري چې په 1378 کال دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب