وروسته له څوارلس ورځو له کوره ووتم. هرڅه بل رنګ ښکارې، لکه لمر چې ګرځیدلی وي، لکه ونې چې دنګې شوې وي.
د بس په تمځي کې د څکولي سګریټو یوه لپه بیخونه پراته دي لکه په لوی لاس چې دې شیندلي وي. د سګریټو یو چیت ډبي هم پروت دی. شکیدلي پلاستیکي کڅوړې د چوکۍ پر پایې نښتې دي.
نور کله به دا ځای پاک و. سهار وختي به لا خلک په کتار وو، د بس د راتلو لوری به یې څاره. د سړک په منځ کې ودریدم. کلونه کلونه د دې سړک ترڅنګ ګرځیدلی یم. اوس مې پام شو چې دا سړک تر هغه پلن دی چې ما یې تصور کاوه.
پرون مې له ځان سره ګومان کاوه چې د قرنطین وروستۍ ورځ ده سبا له قفسه ازادیږم. ډير به ګرځم، خو دا دی لکه کورنۍ کوتره له دورې وروسته بیرته خپل ځای ته ګرځم.
سیخ د لفت په لور ورغلم. د شهادت ګوته مې پورته کړه چې دکمه ټینګه کړم، بیرته مې ګوته ښکته کړه:
« دا ځای د کورونا په ویروس ککړ نه وي»
د زینو خواته روان شوم. یوځل مې پام نه و د زینو پر کټاره مې نژدې لاس ایښی و:
« کورونا نه شم»
د خپل اپارتمان مخې ته چې ودریدم، ساه نیولی وم. زه په اووم منزل کې اوسم. تر قرنطین مخکې چې به کله مازدیګر له کاره کوټې ته راتلم له کړکۍ سره کښیناستم. دلته به مې شین چای څښه، لاندې به مې غونډۍ ته کتل.
په لومړۍ ورځ چې قرنطین شوم له ځان سره مې ویل، د کړکۍ په دې ژۍ کې به ناست یم سیلونه به ورته کوم. خو داسې ونه شول هره ورځ مې بیا بیا داسې شمیرله لکه په تسبحو چې حساب ورته کوم. اندیښنه رالویدلې وه چې په کورونا ویروس نه یم اخته شوی.
د غونډۍ پر سر د ناجو ونو سرونه د لمر وړانګو ته وبریښیدل، له کړکۍ مې سر پسې وروایست:
د بلاکونو ترمنځ نرۍ کږې وږې لارې خالي دي. پسرلی، غوړیدلي ګلان د لمر وړانګې او داسې تشې لارې؟!
یو وخت به مې له ځان سره ویل چې بیروبار لږ وي ژوند به خوندور وي، حتی کله به مې زړه کیده چې په یوه واړه ښار کې چې دوې لا درې کوڅې لري ژوند وکړم، خو ژوند کله د چا په لاس کې دی. موږ په ژوند کې لکه د کوترې بیله شوې بڼکه چې شمال په کوم لور یووړه وړې به یې وي او چې تر کومې پښې یې لاندې کړه، لاندې کړې به یې وي.
پراګ
01-04-2020