که چیرته مو د تاج او تخت لوبې سریال، چې انګلیسي نوم یې ګیم اوف ترونز (Game Of Thrones) دی، لیدلی وي؛ نو حتمن به یې مینوال شوی یاست. که مو سریال تر څو برخو پورې وکوت دهغه جاذبه او کشش مو بیا دې ته مجبوروی چې په ډیره لیوالتیا یې تر اخره وګورئ. البته بیا هم د خوښیدلو او نه خوښیدلو مسئله د هر شخص په علایقو، ذوق، سلیقه او حتی طرز تفکر پورې اړه لري.
په اوس وخت کې د ګیم اوف ترونز سریال د ای.ام. ډي.بي د څرګندونو په اساس د نړۍ تر ټولو مشهور او زیات خوښېدونکی سریال دی.
د سریال جذابیت او زړه راښکونکې ځانګړنه دا ده چې ډیر تاریخي رنګ او روح لري. یعنې د تاریخ دومره پخوانۍ تخیلي صحنه سازي ده چې د ښامار (dragon) تر وخت رسیږي.
که څه هم په علمې لحاظ ښامار له افسانو سره تړلی دی خو سریال ته د فانتزي- تخیلي رنګ د وربخښلو لپاره یې ښامار هم پکې راوستی دی. ښامار د سریال د داستان محوري او مهم عنصر دی چې سریال د نورو اړینو عناصرو سره یو ځای د سریال په جذابولو کې اساسي رول لري.
شاید ستاسو په ګډون ډیری لوستونکي دا فکر وکړي چې ښه اصلاً د داسې بې ځایه سریالونو کتل، چې د ښامار په شان له تخیلي موجوداتو ډک او بغییر زمونږ د شیبو له ډکولو او ضایع کولو نه بل کوم خاص هدف ونه لري، څه معنا؟
د دوی پوښتنه او نیوکه ډیره پرځای او ښه نیوکه ده، خو که موږ دې سریال ته په همدې سترګه وګورو.
یعنې که سریال ته سرسري وګورو او ټول شخصیتونه د یوه ذهن ساختګي او مجازي شخصیتونه ومنو او د ټول داستان له لیدلو وروسته که څوک پوښتنه رانه وکړي چې ښه پای یې څه شی شو؟
اساسي پوښتنه پای ده. که تاسو سریال یوازې د صحنو مجموعه چې په دروغو ولاړه وي بولئ او د سریال پای هم د همدې څو مجازي شخصیتونو ترمنځ د کشمکش اختتام بولئ نو واضح ده چې ورته وبه وایئ:
په پای کې پلانی ماتیږي او پلانی کامیابیږي او پلانی داسې کیږي او پلانی….
دا هغه څه دي چې تاسې لیدلي دي نه هغه څه چې تاسې درک کړي او یا مو د سریال نه د هغه د درس او پند په توګه اخیستي.
ځینې شاید وخاندې چې سریال او پند؟
هو! بلکل هر لیکوال چې ناول او داستان لیکي یو خاص پیغام پکې انتقالوي او په دې پیغام کې غواړي مخاطبانو ته یو څه ور وښیي.
یعني داستانونه سمبولیک کتابونه دي چیرته چې په غیر مستقیم او کنایي توګه تاسو د یو څه شي در ښودل غواړي.
په داستان کې هر کرکټر او شخصیت د یوه پیغام شخصیت دی، د یوه درس استاد دی او د یوه پند او عبرت راوي.
مثلاً په همدې سریال کې د تخت او تاج یو غوښتونکی کس د تخت دومره وږی او حریص ويی چې حتی خپله لور ژوندی اور ته اچوي او د دې کس ښځه، چې ډیره مذهبي وي او په سریال کې د مذهبي خلکو د سمبول په توګه راغلې، دې جنایت ته غاړه ږدي او د مذهب نه غلط برداشت او یا اساساً ناسم مذهب د دې لامل ګرځي چې خپله لور ژوندی په اور کې وسوځوي.
اوس راځم زه له خپل نظره ستاسو سره هغه څه شریکوم چې ما د ګیم اوف ترونز له سریال نه درک کړي او د دې داستان هغه جوهر او هسته چې په هغه کې د ټول داستان پیغام نغښتی له تاسو ته بیانوم.
دا سریال د تاریخ په جامه کې غواړي موږ ته راوښښي چې په یوې امپراتورۍ کې د امپراتور له مرګ نه وروسته څومره کړکېچ رامنځ ته کیږي او که د نن په ژبه یې ووایو په هیواد کې سیاسي بېثباتي ته د نیابتي او د واک په سر جګړو ته څومره زمینه مساعدیږي. د دې لپاره چې یو څوک تاج او تخت ته ورسیږي څومره وینې بهیږي، ان د دغه تخت د تر لاسه کولو لپاره یو څوک تر کومه حده تللی شي. نو ځکه یې نوم هم د تاج او تخت لوبه ورباندې ایښی.
که وغواړم د ټول داستان اصلي پیغام له خپل نظره په یوه جمله کې درته خلاصه کړم او یا که څوک له مانه وپوښتي چې د دې سریال نه دې څه زده کړل ورته وبه وایم:
دې سریال لکه د نورو ډیرو سریالونو غوندې همدا پیغام درلود چې انسان بریالی شو!
یا که زغرد وویام، نیکي او انسانیت وګټله!
دا په څه معنا؟
په دې سریال کې څو محوري کرکټرونه دي چې د سریال اتلان یې بللی شو، هر شخصیت په سمبولیکه ژبه د یوه قدرت او ځواک استازیتوب کوي مثلاً: هغه شخصیتونه چې د سریال تر وروستیو شبیو پورې پاتې کیږی:
“سرسي” چې زما په نظر د غرور او تکبر سمبول دی، او ورباندې میین ورور یې “جیمي” د ړندې او بې ولې او څنګه مینې سمبول ده.
همدارنګه “جون سنو” د نېکو انساني او ستایل شویو خویونو سمبول دی لکه پاک لمني، زړه سوی، ترحم او دوستي.
“تایرن لینیسټر” د انسان دوستۍ تر څنګ د پوهې، ځیرکۍ سمبول دی.
او د ښامار مور یا کویین د غضب، غرور، غچ اخیستو…. سمبول ده.
لنډه دا چې د سریال کرکټران د مختلفو خویونو د همدې ځانګړنو استازیتوب کوي او د دوی جګړه د تاریخ په اوږدو کې د همدې ځانګړنو، غریزو، خویونو او ارزښتونو جګړه ده.
په دې سریال کې که څه هم د تاریخ یوه برخه تمثیلیږي خو په مجموع کې د تاریخ د اکثره جګړو اصلي جرړه او ماهیت پکې تشریح شوی.
یعنې د تاریخ یوه لویه برخه او تر ډیره حده د ټول جګړه یز تاریخ څیره همداسې ده.
د دې انساني ارزښتونو او قوتونو او غریزو ترمنځ جګړه اخیر انسانیت او انساني اصولو ته ژمن “جون سنو” یې وړي. البته دا وړل مطلق نه دي، بلکې د طبیعت د عمومي قانون په اساس د یوه څه شي د بایللو په بیه دي، د قرباني ورکولو په بیه.
غضب، غرور، تکبر، لویي، شیطانت، دوه مخي، شرارت او دې ته ورته ټول شیطاني ځواکونه ماته خوري او مغلوبیږي.
هغه څه چې تل پاتې شوي او تل پاتې کیږي او تل به پاتې کیږي هغه انسانیت او انساني اصولو ته ژمنتیا ده.
نو د دې سریال پای باید سړی داسې بیان کړي:
انسانیت بری تر لاسه کړ!
نوټ:
دا کره کتنه زما یو شخصي نظر او رایه ده او البته چې د کره کتنې په وخت فرهنګي لید د پام له مداره غورځول شوی، یعنې دا سریال دقیقاً د غرب په ځانګړي توګه د بریتانیا د لرغوني فرهنګ د ارزښتونو په قالب کې نندارې ته وړاندې شوی. نو هغوی ته چې هر څه ته زیات فرهنګي لید لري او فرهنګي تفاوتونو لکه، جنستي آزادي، یا په عامه اصطلاح له لوڅو صحنو سره حساسیت لري، د دې سریال د لیدلو سپارښتنه نه کوم.
او د دې لامل هم شاید دا وي چې هڅه شوې تر څو تاریخي روایت د هغه په هراړخیز ډول (چې له ټولنیز ژونده نیولې بیا تر شخصي او کورني ژوند په رانغاړلو سره) نندارې ته وړاندې کړي. یعنې یوازې د جنګ نه، بلکې حتی د خلکو تر منځ د هغه وخت شخصي او مخفي ژوند تصویر کشي هم وشي.