شنبه, دسمبر 28, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

ناول

۲۸

د کابل پرېولې هوا نن ډېره ګردجنه وه، ساه پکې نه اخيستل کېده، هره خوا د آسونو نااشنا شور تر غوږ کېده، شاه محمود د شاه زمان له سترګو را واېستې رڼا نشوه ساتلی، د پاینده خان زوی وزیر فتح خان سره هم د خپل پلار د غچ اخيستو فکر پیدا شوی و، د دغه فکر لپاره یې شاه محمود په شا وټپاوه او د شاه زمان سترګې یې پرې واېستې.

په هر ځای کې دا خبره ډونډوره وه چې عاشق ملا د شاه محمود لپاره شاه زمان په ټپو کېناوه.

شاه محمود ددې نه و چې تخت و بخت برقرار وساتي، نو فتح خان یې خپل وزیر وټاکه، دا وخت د شاه محمود د بې علمۍ له لاسه هر څه په ټپه ولاړ وو. سور پېری مستې او غوړې څڼې ګرځېده، لکه د پلار او نیکه وطن یې چې وي.

د محمد خان پاڼه هم دغو حالاتو زېړه او د مني په ګوتو ورژوله، مخلوق را ټول شو او د ده زوی محمد امین ته یې د مشرۍ پګړۍ وتړله، جاګیرداري ورته په میراث پاتې شوه، محمد امین د پلار پر پل، پل کېښود، دربار یې په دې خبر کړ چې خپل ولس او خلکو دی د جاګیردار په توکه منلی دی. دا وخت شاه محمود پښې سپکې کړې وې، په دربار کې د تېمور شاه بل زوی شاه شجاع د واک پر ګدۍ ناست و، شاه شجاع تر خپل پلار او وروره هم د ډېر لوړ ذوق خاوند و.

محمد امین له خپلو سړو او واړه زوی محمد شاه خان سره د شاه شجاع دربار ته لاړ، د لوړې سړې کلا په انګړ کې خلکو بوټي کېنول، هوا فضا یې بدله شوې وه، د دربار رنګ تر پخوا نور هم غوړېدلی و، د لوړې کلا د وره څوکیداران یوه بڼه پګړۍ پر سر په ښکلو درېشیو کې ولاړ وو، د محمد امین کسان یې تم کړل، دربار ته یې خبر ورکړ چې د لغمان جاګیردار محمد امین له خپلو کسانو سره راغلی دی.

پر څوکیدارانو د انتظار غږ وشو، شاه شجاع د لوړې کلا په انګړ کې د کلا د چارو له سمبالګرو سره پر دې بوخت و چې په دربار کې څنګه ناسته ولاړه وکړي، له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره څه ډول چلن وکړي؟ ولسي خلک څنګه وپالي؟ دا لومړی ځل و چې په لوړه کلا کې د چارو سمبالګرو ته له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره د چلن او ناستې ولاړې زده کړه ورکول کېږي.

شاه شجاع اوږده چپنه اغوستې وه، د چپنې څنډې  په جواهري زېړو او سپینو  چرمو پړکېدې، له تیږې او لرګي نه پر جوړ تخت ناست و، خپلو کسانو ته یې مخ واړاوه:

ـ له دې وروسته به تاسې په دربار کې رسمي چلن کوئ، خپل ځان او جامې به پاکې ساتئ.

ده هم د خپل دربار چارې قزلباشانو ته سپارلې وې، دی چې له خپلو کسانو سره تر خبرو وروسته وزګار شو؛ نو نږدې کس یې خوا ته ورغی او په ډېر ادب یې مخې ته یوه پاڼه کېښوده چې پکې یې لیکلي وو:

ـ حضور! دربار ته د لغمان جاګیردار محمد امین له خپلو کسانو سره راغلی دی.

شاه شجاع د لغمان له جاګیردارنو سره له پخوا بلد و؛ نو یې امر وکړ:

ـ کسانو سره یې را پرېږدئ.

محمد امین له خپلو کسانو سره د دربار هغه ځای او تخت  ته وبلل شو چې شاه شجاع له خلکو سره د کتنو لپاره ټاکلی و، محمد آمین چې پخوا هم دربار ته راغلی و، په دربار کې یې نوي ـ نوي شیان او ځایونه وکتل، خپلو کسانو ته یې مخ واړاوه:

ـ د لویې کورنۍ خلک لوی فکر کوي، خپل اصلیت اوشخصیت ساتي. د شاه زمان دربار تر تېمور شاه وغوړېد، دا دی تر شاه زمان وروسته د شاه شجاع په دربار کې هم نوي ـ نوي شیان او ځایونه ګورو.

شاه شجاع ته دغه سلیقه له خپل پلاره پاتې وه، ده هم پر خپل ځان قزلباش د دې لپاره را ټول کړل چې هغوی د دربار پر ډول پوهېدل.

محمد امین، زوی یې محمد شاه خان او کسان یې په خپلو کې په خبرو بوخت وو چې د دربار یو سمبالګری راغی او تورم یې وغږاوه، د تورم په غږولو یې دغه ځای ته د شاه د راتګ خبر ورکړ، ټول غلي شول، شېبه وروسته شاه شجاع د ګڼو پتلون کړیو پاکو او خریليو مخونو په منځ کې د خلکو منځ ته راننوت، خلک ورته پاڅېدل، شاه ټولو ته د لاس په پورته کولو هرکلی ووایه او بیا د یوه سمبالګري له خوا خپل ناستځای ته بوتلل شو.

د دربار یوه کار کوونکي غوږ کې ګوته کېښوده او په خپل کړنګېدلي غږ یې د کلا دېوالونه وښورول. بیا محمد امین ته د خبرو بلنه ورکړل شوه، محمد امین ودرېد:

لومړی یې خپل ځان په زور وزېر وپېژانده، بیا یې شاه ته پر تخت د ناستي مبارکي ورکړه، شاه ته یې وویل چې دی د لغمان جاګیردار دی، څرنګه چې د دوی اړیکې له دربار سره پخوانۍ دي، د ده پلار محمد خان له تېمور شاه او شاه زمان سره پاتې شوی دی؛ نو دی غواړي چې له دربار سره یې اړیکې وي، د دربار ملاتړ هم غواړي.

شاه شجاع له ځایه پاڅېد او محمد امین ته یې د دوستۍ او ملاتړ غېږ ورکړه، ورته یې وویل:

ـ زه تاسې له سټې او رېښې پېژنم، تاسې حکومت پلوي او ملاتړي خلک یاستئ، حکومت د خلکو په ملاتړ پر خلکو کېږي. زموږ هڅه دا ده چې ځان په هره بڼه  له دنیا سره سیال کړو، له دنیا سره سیالي نوی فکر غواړي. د خپل حکومت بڼه به هم له دنیا سره په سیالۍ نوې کوو او پالو به یې. ستاسې جاګیرداري په خپل ځای ده، د سیمې خلکو ته داسې ځایونه جوړ کړئ چې خوند ترې واخلي.

بیا یې د الینګار سین مستو څڼو ته ګوته ونیوه:

ـ  تاسې بختور خلک یاستئ، د سین د څپو په شور ویده کېږئ او په موسکا یې را پورته کېږئ، د سین څپې د زړه رګونه ترنګوي، زه ستاسې په نغري کې د یوې داسې سپرغۍ شور ګورم چې فانوس به یې لرې ـ لرې سیمې او خلک یو ځای کوي او د دې سین دا  څپې به ډیوې بلوي.

د شاه شجاع دې خبرو محمد امین ته د تېرو شاهانو خبرې په زړه کړې چې د ده پلار ته یې کړې وې. له ده سره راغلیو کسانو چې د شاه شجاع خبرې واورېدې؛ نو سرونه یې وښورول او یو بل ته یې وویل:

ـ که خیر وي، لغمان به شاهان زېږوي.

بیا د دربار دسترخان ته وبلل شول، د دربار پر دسترخان کباب، پولا، فیرني، غوزان، بادام، هراتۍ پیسته او ډول ډول لمدې مېوې ایښې وې.

خلکو چې دستر خان ته وکتل نو یو بل یې په سترګو کې پوه کړ چې:

ـ په سړي کې د شاهۍ نېش ژوندی دی. 

۲۹

نیمه شپه وه، د لوړې سړې کلا پر انګړ د باد خوني څپه تېره شوه، انګړ تک سپین شو، باد هر څه له ځانه سره وتروړل، یوازې په توره شړۍ کې تاو د یو وېرونکي سیوري ښکالو د برج پر دېوالونو پرېوته، د برج دېوالونه یې ویښ کړل، دغه سیوري ورو ـ ورو د لوړې کلا دېوالونو ته سره پیریان راوستل، سرو پیریانو لوړه کلا تر خپل سیورې لاندې راوسته، په توره شړۍ کې پټ سیوري به د کلا ټول دېوالونه اورېدل او بیا به یې پیریانو ته خبر ورکاوه.

د لوړې سړې کلا خوب د سیوري د ښکالو په لاس کې پرېوت، سیوری چارچاپېره ګرځېد، دروازې یې پر مخ خپله خلاصېدې، سره پیریان به د سیوري د ښکالو پسپسي ته غوږ وو.

په تورې شړۍ کې د پټ سیوري ښکالو له تورو دېوالونو دا خبرې را ټولولې، چې:

ـ  د سین په تل کې مرغلره ده، دا مرغلره به یوه ورځ په خپلو وړانګو تور غرونه او تور دېوالونه رڼوي.

د سیوري ښکالو به پر دې خبره مسته خندا وکړه:

ـ چې دېوالونه راڼه شي؛ خو د سیوریو څېره بربنډېږي او ورکېږي، نو دا به څنګه راڼه شي؟

بیا به یې وموسل او په تورو دېوالونو کې به یې ځان پو پناه کړ.

شاه شجاع  د لوړې کلا په دویم پوړ کې واړول او د خپلې واکمنۍ لپاره یې د ځمکې رسۍ راښکله، دی د سرو پیریانو په ژبه پوهېده، له هغوی سره یې یې پټ ـ پټ سر ښوراوه، دېوالونه ویښ او ور ته غوږ غوږ وو.

سرو پیریانو لاندې باندې سر وښوراوه:

ـ دده له سره هم د قرمې بوي ځي!! 

۳۰

شاه شجاع د خپل تخیل په ټال زنګل او له ځانه یې سرې سپینې لېچې را تاوې کړې وې، د دغو لېچو شور یې پر سپین مخ د تورو زلفو په لیکو کې انځورولې، د دنیا پر زړه دغه ښکلي انځورونه نه ځایېدل، هماغه وو چې د ده د تخیل رنګین قلم یې مات کړ او شاوخوا ته یې د بدرنګۍ او کرکې دېوالونه هسک کړل.

محمد امین خپل زوی محمد شاه ته چې شونډه یې تازه توره شوې وه، نري ـ نري برېت یې د مخ په پلنه ځمکه راټوکېدلي وو، مخ واړاوه:

ـ سرو پیریانو د شاه کورنۍ پسې راواخيسته، اوس به یې په خپلو منځو کې غوښه چاړه کړي.

سرو پیریانو د شاهانو شاهانه فکر او رنګیني د خپلو سترګو ړندېده وبلل. شاه شجاع یې پسې واخيست.

محمد امین لګیاه و، له خپلې جاګیردارۍ یې غېږه را چاپېره کړې وه، په چا کې چرت هم نه واهه، ده د خپلې جاګیردارۍ لمنه هېڅ پرېنښوده، د منجمې او سهاکو کلا برجونه یې تازه کړل، په جوماتونو کې یې د بروزو خوږه وږمه وغوړله، د دې لپاره چې سور پېری د ده له مرګه وروسته یې زامن پر جاګیردارۍ چاړه او غوښه نه کړي؛ نو را پاڅېد او محمد شاه خان ته یې د مشرۍ پګړۍ پر سر وتړله. محمد شاه خان له شاهانه دربار سره د خپل نیکه او پلار د اړیکو کیسې اورېدلې او څه یې لیدلې وې، پر لوی نغري را لوی شوی و، د قزلباشانو هنرمن ذهن او د دراني شاهانو ذوق یې لیدلی و، د خپل نغري په باب یې د شاهانو دا خبره هم اورېدلې وه چې یوه ورځ به د الینګاري سین له مسته شوره، یوه مرغلره راوځي، د دغې کلا په منځ کې به یې شور رڼېږي او سپینې وړانګې به یې د شاهانه دربار پر وره ننوځي، تور غرونه به رڼوي. دې خبرو به یې د سوچ سترګې په تورو دېوالونو پورې وګنډلې چې ویښ دي او که نه؟

محمد شاه خان د همدې فکر او له شاهانو سره له ناستي دا زده کړل چې د خپل نیکه پر پل، پل کېږدي او د الینګاري د مستو څپو په زور په بدیع آباد کې یوه کلا آباد کړي. کلا به یو وخت د امیرانو دېره ځای او سرو پیریانو ته زندان وي. 

۳۱

بختور خلک هغه وو چې د اوړي ګرمي د کابل پر مستې هوا سړه کړي او د ژمي کنګل وهلي هډونه د لغمان د تورې هوا په شور تاوده کړي.

پر لویو چرګیو او دسترخانونو را تاوو کورنیو به اوړی پر کابل او ژمی له سروبي لاندې تېراوه.

محمد شاه خان ته هم له پلار ونیکه دا په میراث پاتې وو چې اوړی به د کابل په سهاکو او ژمی به د لغمان په منجمه کې تېروي.

نو کله به یې چې د کابل د شیوکو د توتانو د زېړې خولې رنګ تر سترګو شو؛ نو پر اوښانو به یې بستره وتړله او آسونه به یې زین کړل.

سهار وختی به یې د مومن خان او شیرینۍ قبرونو ته خپله قافله ودروله، ټولو ته به یې مخ واړاوه او د خپل  نیکه له خولې را پاتې داستان به یې ورته را واخيست:

دا د زمانې له ازمېښته د ژوند هغه راوتلې ډېوې دي چې دې ځمکې ته یې د مینې درس پرېښود، بیا به یې په شنه چای او وچو توتانو ستړیا دمه کړه. د ملا عمر په سمڅو کې به یې یوه سترګه پټه کړه، پاتې لارې ته به یې بیا د خپلې قافلې مهار ونیو. د (لته بند) اوږده لاره به یې ووهله، د خواجه سه بابا مزار ته به ورسېدل، د هغه جنډې به یې ښکل کړې.

د (لته بند) کږلېچونه او موړونه به یې پر خپلو پښو ستړي کړل، د ورېښمو په تنګي کې به یې د پخوانۍ زمانې کیسې وکړې، ویلې به یې، یو وخت پر دې لاره د چین اسونه تېرېدل، د اوښانو قافلې به پر مالونو بار وې، پر دې لاره به هند او له هغه ځایه چین ته تګ راتګ کېده، د ورېښمو نرۍ لاره د سین تر غاړې دووغرونو په منځ کې وتې وه.

د غرونو څوکو او لویو ـ لویو تیږو به د کابلي او چمچه مست د غړمبېدلي او مستانه سین ننداره کوله. پر دې لاره به لمپاکا ته قافلې روانې وې، د اوښانو د ګینګړیو شور او د آسونو د پښو ترپاري به ځمکه ښوروله. ترپاري د خلکو له سترګو خوبونه تښتولي وو. 

۳۲

د محمد شاه خان د اوږدې قافلې نندارې ته به عالمونه ولاړ وو. دده د قافلې جرس به عالمونه نندارې ته رابلل، هر ځای کې دده د ډول او مېړانه ستاینې کېدلې.

 زمانه وه تېره شوه؛ خو د ده د پلونو شور تت نشو. خلک به پر بامونو ولاړ وو او د ده د قافلې ننداره به یې کوله، ویل به یې:

ـ له پلار و نیکه خان دی، خاني ورسره خوند کوي.

محمد شاه خان د خپل پلار و نیکه زاړه پلونه تازه کړل او د خپلې چرګۍ د خانۍ دسترخان یې نور هم وغځاوه، له نیکه را پاتې ناظر ګلشاه چې اوس کاشړوپه خوله دی، محمد شاه خان ته د محمد خان او آمین الله خان د خانۍ کیسه کوله:

ـ محمد خان یو مېړه سړی و، ښه وخت يې تېر کړی دی، د تېمور شاه په دربار کې یې د خپل عظمت او سړیو توره ښودلې وه، له تیزینه یې د خپلې جاګیردارۍ لمنه تر منجمې راوغځوله، دلته یې د دې لپاره کلا آباده کړه چې له دغه ځایه د ختیځ جاګیرداري وپالي، ده د تېمورشاه په دربار کې له قزلباشو سره ناسته ولاړه وکړه، له هغوی نه یې هنر زده کړ، د تېمور شاه هڅه دا وه چې پر قزلباشو د ژوند خښته کېږدي، په نوې بڼه او هنرمنو ګوتو کلاوې جوړې کړي چې خلک یې نندارې ته راشي، په دې کار کې قزلباش ماهره وو، قزلباش هنرمن خلک وو، تېمور شاه د دوی له هنره ګټه واخيسته او یوه ډله یې د خپلې پاچاهۍ پر مهال له ایرانه را ولېږدوله، په کندهار او کابل کې یې مېشت کړل. ده د خپل هنرپال ذوق له مخې له قزلباشو سره خپلوي وکړه او تخت یې له کندهاره کابل ته را ولېږداوه.

ګلشاه به سر ورپاوه، محمد شاه خان باندې یې خبرې ډېرې خوږې او ښې لګېدې، بیا یې ور ته وویل:

ـ کیسه در نه پاتې شوه.

ګلشاه به کنډ ـ کنډ را توی شو، غونج پنج دسمال به یې له جېبه را واېست، سترګې به یې پرې وچې کړې او کیسه به یې را واخيسته:

ـ محمد خان په ختیځ کې یو لوی جاګیردار او خان و، تېمور شاه پوهېده چې له محمد خان سره سړي دي، یوه ورځ دې پکارېږي؛ نو هماغه وو چې ده ته یې د دوستۍ لاس ورکړ.

ګلشاه به ستړی شو؛ خو محمد شاه خان به بیا لږ وسوکنډه:

ـ نو نوره کیسه خو دې و نه کړه.

د ګلشاه زړه ستړی ـ ستړی کېده:

ـ نور مې زړه زور نه اخلي.

محمد شاه خان ګلشاه سپړه، خبرې يې پرې خوږې لګېدې:

ـ ښه بیا دا کلا یې جوړه کړه.

هغه به چې لږ دمه شو، بالښت ته به یې ډډه ووهله:

ـ  دا کلا یې بیا جوړه کړه، ویل به یې داسې کلا جوړوم چې شاه هم ور ته ګوته په غاښ ودرېږي.

زموږ مشرانو به ور ته ویل:

ـ هو نو ستا دربار خو له چا کم نه دی؟

بیا یې  له شاه سره په سیالۍ دا کلا جوړه کړه.

ـ ته دا وخت څومره وې؟

ـ زه څه خبره یم، خو کشر هلک وم.

ـ اوس به د څومره عمر یې؟

ګلشاه خندل:

ـ ما ته څه معلومېږي؟

ـ نور تکړه یې او خپل عمر در ته نه معلومېږي؟!

ـ خانه هغه زمانه کې چا خپل عمر نه حساباوه.

محمد شاه خان ور ته موسک شو:

ـ ته خو مهم سړی وې!

ـ زه خو د خان نوکر وم، خو همدومره مې یاد شي چې مور مې را ته ویل، په هغه کال چې ته پیدا شوې؛ نو سخت سېلاو (سېلاب) راغی.

محمد شاه خان وخندل:

ـ هغه کوم کال و؟

ـ نور نه پوهېږم خو د سېلاو کال یې ورته ویلې.

ـ بله څه نښه یې نه وه؟

ګلشاه په چرت کې لاړ، شېبه ورک و:

ـ مور مې را ته ویلې، ته چې وزېږېدې؛ نو موږ کره لپه اوړه هم نه وو، باغ نه مې شنې مندتې را وشکولې، هغه مې په تا وویشلې.

ـ باغ د چا و؟

ګلشاه نور ستړی شو:

ـ نور مې پرېده؟ زه څه خبر وم چې باغ د چا و؟!

ـ ښه دا وروستۍ خبره را ته وکړه!

ـ همدا وروستۍ وه.

ـ کومه؟

ـ دا چې ومې کړه.

ـ لا خو دې نه ده کړې؟!

ـ نو څه ووایمه؟

ـ دا خبره را ته وکړه چې دا خلک مرغلره یادوي او وايي چې مرغلره به له سین نه راوځي، دا څه خبره ده؟

ـ نور  خو به مې نه کړی(کړوې)!؟

ـ نه.

دې سره د ګلشاه طبع خټه شوه، په ژړغوني غږ یې وویل:

ـ دا خو دې د نیکه او پلار ارمان و، دلته به چې هر څوک راغله همدا خبره به یې کوله!

ـ نو دا څنګه خبره ده؟

ـ هی هی! دا داسې خبره ده چې پر ما و تا به هم خاورې واوړي؛ خو دا خبره به سپینه نشي.

ـ څنګه؟

ـ بس نو

ـ بس نو څنګه؟

ـ څنګه داسې چې دلته څوک راغلي د اوبو صفت یې کړی؛ نو اوبه…

شونډې یې مرۍ مرۍ شوې، سر یې څادر کې تاو  او سترګې یې پټې کړې. 

۳۳

غازي محمد شاه خان د خپل پلار و نیکه پر مساله ناست و، شا وخوا یې سرو پیریانو نیولې وه؛ خو د ده جاګیردارۍ ته یې لاس نه راغځاوه. د ده زړه نه صبرېده، هره ورځ به یې پر ځان بېشماره کسان را ټولول او دې ته یې سازول چې د سرو کاپرو پر ضد  تورې ته لاس کړي.

سره پيریان کرار نه کېناستل، هغوی د ده له قدمه وړاندې ده ته د شخړو او لانجو دروازې بېرته کړې،  محمد شاه خان پر دې پوه و چې دا سره پیریان له خپله خویه نه اوړي؛ نو د دې لپاره چې خپله جاګیرداري او بل پر ځان د پلار و نیکه باور وساتي؛ نو خپل دسترخان یې نور هم وغځاوه او ډېر خلک یې پر ځان را مات کړل. د ده د جاګیردارۍ سیوری ان تر خیبره وغځېد، تر خیبره یې د تګ را تګ لاره تر خپل څار لاندې راوسته.

ورځ په ورځ یې پر دسترخان ګڼه ګوڼه زیاتېده، په دېره او هوجره کې د کټونو او بالښتونو شمار نه کېده، د نیکه خیره یې غوږ کې وه چې جاګیرداري په سړو کېږي چې خان یې په یارانو یې، دسترخان به نه ټولوئ.

د محمد شاه خان د سترخان دومره پراخه شو چې د دربار پام یې ځان ته راواړاوه، سره پیریان د ده له دسترخان او شملې وېرېدل، ده ته هم د سرو پیریانو د دام غوړولو خبر ورسېده، د الینګاري غړمبېدلو څپو یې د زړه ستنې په ځان پسې کږې کړې، د کور سړي یې هم زیات شول؛ نو را ولګېد او د پلار پر پل یې پل کېښود، منجمې ته نږدې یې د یوې لویې کلا د جوړولو دعا وکړه.  

سپینږیرو به ویل:

ـ د دې کلا له نغري به رڼا پورته کېږي او تور دېوالونه به رڼوي، هغه ورځ لرې نه ده چې د دېوالونو مخونه به د مرغلرې رڼا راښيي.

د ګلشاه خان به له دې خبرې سره ستونی را ډک شو.

ـ هی ارمان ارمان نو… اف محمدخانه او امین خانه چې ژوندی خو وای!!

بیا به یې سر وڅانډه:

ـ محمدشاه خان هم چا نه کم نه دی، دا ارمان به پوره شي، خو مونږ به نه یو! 

۳۴

فصلونه پرېمانه وشول، کال آباد و، کندوان وپړسېدل، د الینګاري د څپو شور ته کټونه له کوټو راووتل، د محمد شاه خان پر دېرې د توتانو او چینارانو سیوری ګڼ شوی و، کټونه له خلکو ډک شول، محمد شاه خان لا کابل ته د تګ پر غوټو ګوتې نه وې وهلې، دېرې ته ووت، له ټولو سره یې په غېږه روغبړ وکړ، د سبناري د سوکړک، د غنمو تودې ډوډۍ خوږې وږمې، په سوچه غوړو کې هګۍ، پنیر او شیر چای زړه تخناوه. کلیوالو ورته پلتۍ وهلې وه، بډ وهلي لستوڼي ناست وو، د ګلشاه ناظر زوی ګل محمد چې ایله یې شونډه توره شوې وه، د خپل پلار ځای نیولی و. محمد شاه خان ته بانجاني چاینکه مخ کې کېښوده، ګرده چیني پیاله یې پخپله ډکه کړه، د ډکې پیالې له خړې پردې تپ خوت، لا یې غوړ ستونی پر تپ مینځلی نه و چې چرت واخيست، له دېرې سوڼ هم نه خوت، دی شېبه ورک و، له پاس درې یوه راغلي مسافر خپل ټوخی ستونی کې وچ نه کړی شو، د محمد شاه خان د چرت دنیا یې ونړوله، مخ یې ور واړاوه:

ـ سږکال خو را ته کال آباد ښکاري، ستاسې خوا ته فصلونه څنګه دي؟

مسافر په رپېدلي غږ چې شونډې یې د ژبې پر نڅا لمدولې، ورو خان ته وویل:

ـ خان صاحب! فصلونه ښه دي.

خان یې چې  پر رپېدلي زېړ مخ سترګې ونښتې، په کټ کې را نېغ شو او ور ته یې وویل:

ـ زړور غږېږه، خدای دې خوار کړه. د غره سړی یې، ولې ډارېږې؟

مسافر غاړه تازه کړه:

ـ خانه! ستا نمک مې خوړلی دی.

ـ نو خو نمک دې خوړلی، زه خو دې نه یم خوړلی!

له مسافره بیا وارپار خطا شو:

ـ خانه ستا مخکې…

خان ترې خبره ونیو:

ـ ولې؟ زه څه ښامار یم، که څنګه؟

مسافر سترګې ښکته واچولې، د ښي لاس د شهادت په ګوت یې ځمکه ګروله:

ـ نه، خدای دې نه کړي خان صاحب! خو…

ـ خو څنګه؟

ـ حیا راځي.

ـ حیا ساته خو ډاډه غږېږه.

ـ ښه، خان صاحب!

ـ تاسې باندې اوس توره کوم.

مسافر چرت کې لاړ چې خان به پرې د څه شي توره کوي؟ خان له پیالې ګوټ وکړ، پر ټوخي یې ستونی تازه کړ؛ خو مسافر لا هغسې د تورې په چرت کې و، خان ورته وویل:

ـ ګورئ، ټول یې واورئ، زه غواړم چې په بدیع آباد کې یوه داسې کلا جوړه کړم چې دنیا یې نندارې ته راشي.

مسافر چې د خان د تورې په چرت کې و، سر یې را هسک کړ:

ـ خانه! مونږ ته حکم کوه!

خان ورته وویل:

ـ حکم نه دی، خبره دا ده چې یو خو مې اوس لغمان خپل وطن دی، دلته مې د پلار پلونه ګرځېدلي دي، اوس خو نام خدای له یوې خوا مونږ هم زیات شوي یو، مېلمانه هم ډېر راځي او ټولو نه مهمه خبر دا ده چې سره پیریان نن دی که سبا خوله رااچوي؛ نو په بدیع آباد کې یوه داسې کلا جوړوم چې هم مورچه وي، هم ننداره او هم د سرو پیریانو لپاره زندان.

خان دا خبرې په هوش او جوش وکړې، مسافرو یو بل ته وکتل چې خان به اوس له دوی څه غواړي، خان د دوی د چرت دنیا بدله کړه:

ـ تاسې به داسې کار وکړئ چې کلا ته به سړي راکړئ.

دې خبر سره ټولو سر راپورته کړ او پرته له کوم ځنډه یې ځواب ورکړ:

ـ خانه! مونږ به په سیالۍ خټو ته راځو. یوه اوونۍ به نیازي راځي، یوه اوونۍ به کلماني او یوه اوونۍ به هم د ساو خلک.

خان د پګړۍ ولونه تازه کړل:

ـ ولس دې وي، لکه دا تاسې، اوس نو زه په سرو پیریانو له سره چورت هم نه وهم. لاس یې راخلاص توره یې تېره.

دا وخت ورته نږدې ناست مسافر چې له خانه یې حیا راتله، لاس په نامه ودرېد:

ـ خانه! سر در باندې ږدو.

خان شمله باد ورپوله، سمدستي یې خپل مشر زوی فیض محمد خان را وغوښت چې ورشه له کوره سره راوړه. د فیض محمد خان چې لا شونډه توره شوې نه وه، چرت کې ودرېد، خان بیا ورغږ کړ:

ـ وه هلکه! ورشه!

فیض محمد خان دستي کور ته ننوت، خپلې مور ته یې د پلار خبر ورساوه، مور یې پوه شوه چې خان کلا جوړوي؛ نو د ټټر پر سر جېب نه یې په زنځیر تړلې کیلي را واېسته او د خپل واده د وخت پېټۍ درون کولپ یې پرې پرانيست، د ناوېتوب غوږوالۍ یې زوی ته ورکړه. فیض محمد په منډه ـ منډه غوږوالۍ پلار ته ورسوله.

خان خولۍ پر سر کړه او د پګړۍ ول ـ ول سیوری یې پر تندي را ښکته کړ:

ـ درځئ له خیره!

ټول پورته شول، خان مخکې شو، کلیوال او مسافر ورپسې.

خټګرو په لویو ـ لویو قدمونو ځمکه ګزو ګام کړه، نښې یې ودرولې، کلیوالو بېلچو او ګېنټیو ته لاس کړ، د تاداوونو(تهدابونو) په کېندلو یې دعا وکړه، د سرو غوږوالی یې په یوه بنیاد کې واچولې، خلکو وویل:

د دې کلا شاهانه سیوری به وروسته ـ وروسته وغځېږي، داسې ښکاري چې هغه خانانو خوب رښتیا کېږي چې له سینه به مرغلره راوځي او وړانګې به یې دا غرونه رڼوي. یو د بل سترګو ته ګوري، لکه چې هغه ورځ راغله… 

۳۵

پر کلا ښه په درز کار روان و، د سیمې بېلابېلو قبیلو او خېلونو به په سیالۍ پر کلا کار کاوه، دې کلا ته دولس جریبه ځمکه بېله شوه چې لس جریبه کې یې کلا او دوه جریبه یې شاوخوا کندو ته شوه. د کلا د دېوالونو سور یې دومره وټاکه چې یو کټ پرې ځایېده، د کلا په منځ کې یې د یوه حرام سرای د جوړولو تیږه هم کېښوده، دغه کلا د خلکو په اشر ډېر ژر آباده شوه. تر آبادۍ وروسته چې خلکو ولیده؛ نو هک حیران وو چې دا یې څنګه آباد کړې؟ خلکو ته یوه اسطوره يي او له عقله لرې کلا ښکارېده. د دې کلا په جوړښت ښه په فکر او ذوق کار شوی و چې عقل ورته ګوته په غاښ و، همدا خبره وه چې وروسته ـ وروسته دغه کلا د عقل تمامې په نامه مشهوره شوه.

دا کلا په داسې وخت کې جوړېده چې سره پیریان د کابل د شاهانو تر منځ په بې اتفاقۍ بوخت وو، شاه شجاع یوه خوا ډنګوله او نورو بل خوا.

غازي محمد شاه خان دا وېره لرله چې که سره پیریان پرې برید کوي او یا دی پر هغوی ځان برید ته جوړوي؛ نو دی باید دلته یوه پخه مضبوطه شاهانه کلا ولري. د سرو پیریانو کوښښ دا و چې له خپلې مخې اغزي لري کړي او دغه خاوره د دوی تر واک لاندې وي، د همدې فکر لپاره یې د درانیانو په کورنۍ کې د تفرقۍ او بې باورۍ څراغ ولګاوه، د دویم ځل لپاره یې بیا شاه شجاع پر تخت کېناوه، محمد شاه خان د شاه شجاع څېره او ناسته ولاړه لیدلې وه، ده خپلو خلکو ته ویل چې شاه شجاع اپته بلا ده، ځان یې هغه دی له وروڼو سره په مخالفتونو سره ـ سره تخت ته ورساوه.

محمد شاه خان پر دې کار کاوه چې خپل خلک ځان ته نور هم رانږدې کړي، شاوخوا ته د خپلې جاګیردارۍ لمنه وغځوي، پر دې نه و چې کابل کې څوک ناست دی او څه کوي، ده په ختیځ کې د خپلې جاګیرداۍ او خانۍ څراغ بل غوښت. 

۳۶

د لوړې کلا په توره کوټه کې د شاه محمود د زنځیرونو شور دېوالونه خوړل، شاه شجاع په پوځي درېشۍ او تورو موزو کې د دغو زنځیرونو شور ته ودرېد او ورته يې وویل:

ـ محموده! ډېره ښېګڼه مې درسره کړې، ستا به یاد شي چې ورور دې شاه زمان  پاینده خان وواژه او د هغه ورور همایون باندې یې سترګې واېستې، ته بیا راپاڅېدې او د خپل ورور شاه زمان سترګې دې د هغه ملا په کور کې د خپلې واکمنۍ لپاره واېستې.

شاه شجاع په زنځیرونو کې پروت شاه محمود ته پښه ودربوله، شاه محمود په زنځیرونو کې ستړې ستومانه ساه اخيسته، د شاه شجاع د پښو درباري یې زړه بوټ له سینې واېست، لاسونه ته یې کتل چې اوس به یو ګرم سیخ پر سترګو ورمنډي، شاه شجاع بیا پښه ودربوله:

ـ سر پورته کړه! کومې کانې نه وې چې تاسې د خپل واک او واکمنۍ لپاره په خلکو او خپلو منځو کې و نه کړې، د یو بل سترګې مو اېستې؛ خو…

له خو سره د شاه محمود سپینې وښوېدې:

ـ لکه چې وژني دې؟

شاه شجاع یو څو قدمه واخيستل، د کوټې تورو دېوالونو ته یې وکتل، د کوټې له دېوالونو د محمد امین خان لوګري عمر خوړلي اسویلي راختل، شاه شجاع سترګې پټې کړې، سر یې وښوراوه:

ـ هغه سپینږیری هم د دې کوټې خړو ګردونو او زولنو وخوړ، ګناه یې څه وه؟

بیا یې سر وښوراوه:

ـ اف، ګناه یې همدا وه چې د وطن د آزادۍ لپاره یې په سره پېري ځمکه سره کړې وه. هی هی… افسوس ـ افسوس چې…

شاوخوا یې وکتل بېرته را وګرځېد او د زنځیرونو شور ته ودرېد:

ـ زه نه غواړم چې ستاسې عمل تکرار کړم، ګنې تاسې سره دا جوړېږي چې په تاسې ستاسې عمل تکرار شي؛ خو نه غواړم چې دا عمل دود شي.

شاه محمود ایله ساه واخيسته.

شاه شجاع له تورې کوټې ووت، خپلو کسانو ته یې وویل:

ـ په زنځیرونو پام کوئ!!

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب