تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۸ مه) وروسته له دې چې د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې پر برمل د پاکستان د هوايي برید د بدل اخیستو لپاره یې د ډیورند کرښې پورې خوا ته پر څو هدفونو غچ اخیستونکي بریدونه کړي، د پاکستان پوځ نن ادعا وکړه چې د دسمبر په ۲۷/۲۸مه شپه د خوارجو شاوخوا ۲۰-۲۵ وسلهوالو د افغان طالبانو له سرحدي پوستې څخه په کار اخیستو هڅه وکړه چې د کورمې او شمالي وزیرستان په دوو بیلابیلو سیمو کې پاکستان ته ننوځي خو د پاکستان امنیتي ځواکونو په وخت په اقدام وکړ او د هغوی مخه یې ونیوله.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن (د دسمبر ۲۸) د سهار وختي، وسلهوالو بیا د افغان طالبانو پوستې وکارولې او پاکستان ته د ننوتلو هڅه یې وکړه، چې امنیتي ځواکونو بیا هم د دې هڅې مخه ونیوله. له دې ناکامې هڅې وروسته، سهار وختي افغان طالبانو او وسلهوالو په ګډه د پاکستان پر پوستو د درنو وسلو ډزې پیل کړې.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغوی د ډزو په وړاندې ځوابي اقدام وکړ.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د افغانستان لوري ته د درنو ځوابي ډزو له امله له ۱۵ ډېر وسلهوال او طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. او همداراز افغان طالبانو د ځوابي برید له امله خپلې شپږ پوستې پرېښي او تښتېدلي دي.
خو دا په داسي حال کې ده بیلابیلو لوېدیځو خبري اژانسونو د افغان طالبانو د غج اخیستونکو بریدونو خبرونه خپاره کړي دي.
فرانس پریس اژانس د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې د افغان طالبانو په بریدونو کې د پاکستان یوه ملېشه وژل شوی او ۷ نور ژوبل دي.
دا اژانس وايي چې له تېرې شپې راهیسي د خیبرپښتونخوا او خوست ولایت ترمنځ پر ډیورند کرښه د درنو او سپکو وسلو نښتې روانې دي.
رویټرز خبري اژانس د طالبانو د دفاع وزارت په حواله ویلي چې افغان ځواکونو د ډیورند کرښې پورې خوا ته څو هدفونه ویشتي دي.
رویټرز اژانس د طالبانو د دفاع وزارت له ویانده پوښتلي چې ایا هدف یې دا دی چې د پاکستان پر خاوره یط بریدونه کړي، هغه ورته ویلي چې هغه سیمې چې د دوی خواکونو پرې بریدونه کړي، د پاکستان خاوره نه ګڼي.
د طالبانو د حکومت سرچینې وايي چې ۱۹ پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځایي سرچینو تاند ته وویل چې ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیا په ډنډپټان او د خوست ولایت په علیشرو والسوالیو کې سهار وختي جګړه پیل شوې چې په وینا یې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.
دا سرچینې همداراز وایي د پاکستاني ځواکونو په ډزو د پکتیا ولایت د ډنډپټان والسوالۍ په شپولې سیمه کې درې ځایي اوسېدونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.
السلام علیکم.
یو ځل پخوا هم دا ډول مصنوعی اوزرګری جنګ وشویو افغان احساساتی طالب ځوان بکې شهید شو، اوس بیا دا لوبه وشوه. دا ددی لپاره چی پنجاب د خپلو خلکو پام په بله کړی او طالب غواړی په دی ډول وښيي چی د پاکستان غلام ندی، دا چی ځو ځوانان او دسیمې خلک د دې لوبې قربانی کیږی دوی ته مهمه نده ده اما دا نه هیروو چې ولسونه واقعاً او په ریشتیا له پنجاب کرکه لری او انتقام ته چمتو دی.
ښه سیاست دی په شریکه او رضا د پنجاب لخوا بمبار او بیا په همدې ترتیب د طالب لخوا د ریا انتقامي حملې. طالبګوټیه د هیلۍ بچو ته غوټې مه ورکوه ته لا اهلي نه وې چې خلک پدې ډرامو پوهیدل.