پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو سره تر نښتې وروسته د طالبانو سیاسي کمیسیون ناسته کړې

پاکستاني پوځیانو سره تر نښتې وروسته د طالبانو سیاسي کمیسیون ناسته کړې

تاند ( شنبه د مرغومي – جدي ۸مه) د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د طالبانو سیاسي کمېسیون پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، ځینو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د طالبانو د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د هېوادوالو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

د دې کمېسیون غړو ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او هېوادونو دې د هر هغې کړنې چې ثبات د له منځه وړلو او د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي ډډه وکړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې نن سهار طالب ځواکونو په انتقامي بریدونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ـ پاکستاني لور ته هغه مرکزونه په نښه کړل، کوم چې د طالب چارواکو په وینا افغانستان کې ترې بریدونه پلانېدل.

بل لورته پاکستان هم په خپلو ځواکونو د طالبانو بریدونه منلي دي.
https://taand.net/?p=249712

1 COMMENT

  1. د نعلتی زامنو چېرې دی ستا سو غیرت او میړانه ؟ د پاکستان په لاس جوړشوی حمارت چې یواځې په ښځو یې زور رسیږي ! تف لانت ستا په کمیسون او هیبتو خنځیر تاسو خوشې جاهل د پاکستان پټ لښکر یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...