یکشنبه, دسمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه خوست کې د ګاز د ډبې په چاودنه کې ۴ تنه...

په خوست کې د ګاز د ډبې په چاودنه کې ۴ تنه ووژل شول

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۸ مه) په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې د یوې کورنۍ څلور کسان ووژل.

نن (د ډسمبر په ۲۸مه) ماښام د خوست ښار د دوهمې ناحیې د یوې پلازا په اپارتمان کې د ګاز ډبې د چادونې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د دې پيښې په اړه رسنیو ته وویل، چې په وژل شویو کې یوه ښځه، دوه هلکان او یوه ماشومه ده.

د ده په وینا، د ګاز ډبې د چادونې له کبله اور ولګید چې وروسته یې د اطفايې کارکوونکو مخه ونیوله.

په میدان وردک کې په ورته پېښه کې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۵ مه) په میدان وردک ولایت کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۸ تنه مړه او ژوبل شول.

د میدان وردک د امنیه قوماندانۍ ویندوی یوسف اسرار رسنیو ته وویل چې دا پېښه د چک ولسوالي په یوه کور کې د بې احتیاطۍ له کبله وشوه. د میدان وردک ولایت دعامې روغتیا د ریاست چارواکو د ټپیانو حال نازک وباله.

په افغانستان کې د ګازو د ډبو د چاودنو پېښې نسبتاً ډېرې کېږي ځکه چې ډیری خلک د خطر اصول په پام کې نه نیسي او بې پروايي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب