یکشنبه, دسمبر 29, 2024
Homeخبرونهد دوحې هوکړې په اړه د مولوي کبیر څرګندونو ته د زلمي...

د دوحې هوکړې په اړه د مولوي کبیر څرګندونو ته د زلمي خلیلزاد غبرګون

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) ‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، د طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ به د دوحې په هوکړه کې د افغانستان د سیاسي نظام څرنګوالی نه وي روښانه، خو په خبره یې، په دې هوکړه کې په څرګند ډول راغلي، چې د افغانستان د نوي حکومت څرنګوالی باید د طالبانو او سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې روښانه شي.

خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانانو، طالبانو او ځینو نورو لپاره اوس ننګونه دا ده چې، “اوسنیو واقعیتونو ته په کتو څرنګه د دوحې د هوکړې ژمنې عملي کړي.”

هغه د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دغه خبرې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي و چې د دوحې هوکړه لیک په دې مانا نه ده، چې امریکا د حکومتولۍ په تړاو طالبانو ته فرمایش ورکړي، بلکې دغه هوکړه له هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب