Home+ ‌د ښاغلي جهاني «کیش شخصیت در تاریخ نګاري و تحلیل نګاري» خپور سو 

 ‌د ښاغلي جهاني «کیش شخصیت در تاریخ نګاري و تحلیل نګاري» خپور سو 

 د نومیالي مورخ ښاغلي عبدالباري جهاني تازه تاریخي څېړنیز اثر، کیش شخصیت در تاریخ نګاري و تحلیل نګاري، د لولو امریکايي خپرندويي ویبپاڼي له لاري خپور او پر لیکه سو چي لوستونکي یې د نړۍ په ډېرو برخو کي ترلاسه کولای سي. په ۴۳۲ پاڼو، نهو فصلونو او ضمیمو کي، په دري ژبه دغه اثر د افغانستان د شلمي پېړۍ پر تاریخ، تاریخي څېرو او پېښو له نویو اړخونو تمرکز کوي.
 ښاغلی جهاني په دغه څېړنیز اثر کي تر ډېره د غازي شاه امان الله خان، اماني دورې، حبیب الله کلکاني او محمد نادر شاه پر تاریخي شالید موجود روایتونه ننګوي او هڅه کوي چي لوستونکو ته د تاریخي پېښو او واقعیتونو پر بنسټ نوي روایتونه وړاندي کړي.
د کتاب ضمیمې په دې اړه د نورو لیکوالو د نظرونو جوابونه په ځان کي نغاړي. درانه لوستونکي کولای سي دغه اثر چي د جهاني بنسټ لخوا خپور سوی دی، په آنلاین ډول وپېري. لینک یې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...