تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۲مه یې د افغانستان په اړه غونډه کې ځینې غوښتنې مطرح کړې دي.
د امنیت شورا غړو د طالبانو له حکومته غوښتي چې، ترهګرۍ سره د مبارزې هڅو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.
دوی دغه راز د افغانستان لپاره د سیاسي لارې پر یوې نقشې ټینګار کړی او د طالبانو د حکومت د “امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت” د قانون او طبي انسټیټیوټونو کې یې د نجونو د ښوونیز بهیر ځنډولو په تړاو د وروستۍ پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د بشري، اقتصادي، ټولنیزو، پراختیایي، امنیتي، نشه یي توکو، خبرو او تعامل، حکومتولۍ، د قانون واکمنۍ، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو په ګډون د افغانستان څو اړخیزو ننګونو ته رسېدنه د امنیت شورا نورې غوښتنې دي.