Homeخبرونهد طالبانو حکومت؛ پاکستاني لوري ته غچ اخیستونکي بریدونه کړي

د طالبانو حکومت؛ پاکستاني لوري ته غچ اخیستونکي بریدونه کړي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړې پاکستاني لوري ته یې غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.

یاد وزارت وایي دوی په دې بریدونو کې د ” شریرو عناصرو او د دوی د ملاتړو” پټنځایونه چې افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل، په نښه کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت لیکلي: « د هیواد د سویل ختيځ له استقامته د فرضي کرښې ها غاړې ته په څو ځایونو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د ملاتړو پټنځايونه او مرکزونه انتقاماً تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې، په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل.”

د یادونې ده چې تېره شپه د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې، چې د پاکستاني پوله ساتو په برید کې د پکتیا پنځه اوسېدونکي وژل شوي دي.

د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته کې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني له لوري هاوان مرمیو کې د دغې ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو دفاع وزارت کې سرچینو رسنیو ته تر دې وړاندې منلې وه، چې دغه جګړه کې یې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت داسې مهال ترینګلې شوي، چې څور ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو پکتیکا کې پر ولسي خلکو هوایي بمباري وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...