Homeخبرونهکابل؛ شیخ ذاهد روغتون ته څېرمه چاودنه شوې

کابل؛ شیخ ذاهد روغتون ته څېرمه چاودنه شوې

تاند (شنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) په ‎کابل کې د ‎شیخ‌ ذاهد روغتون ته څيرمه چاودنه شوې.

کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند ‎خالدځدران ‎رسنیو ته تاییدوي، چې شیخ ذاهد ‎روغتون ته څېرمه چاودنه شوې ده.

نوموړی وایي چاودنه پر سړک شوې چې له امله یې څلور تنه عام خلک ټپیان شوي دي.

ځدراڼ زیاتوي، چې د ټپیانو ټپونه سطحي او د اندېښنې وړ نه دي.

د نوموړي په وینا، طالب ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د پيښې په اړه ی د څیړنې پیل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...