Homeخبرونهپه ۲۰۲۴ کې هسپانیا ته د تګ په لاره کې تر ۱۰...

په ۲۰۲۴ کې هسپانیا ته د تګ په لاره کې تر ۱۰ زره ډېر کډوال په اوبو کې مړه شوي

تاند (شنبه، د جدي/ مرغومي ۸ مه) یوه هسپانوي نادولتي سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۰ زرخ زیات کډوال چې د سمندر له لارې یې هسپانیا ته د رسېدو هڅه کوله، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د “کامیناندو فرونتراس” په نوم د دې نادولتي سازمان راپور چې د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۶مه خپور شو، ښیي چې په ۲۰۲۴ کال کې په منځنۍ توګه هره ورځ ۳۰ کډوال هسپانیا ته د کوچنیو بیړیو په واسطه د رسېدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې سازمان شمېرې چې د کډوالو د کورنیو له معلوماتو او د ژغورل شوو کسانو له رسمي شمېرو راټولې شوې دي، څرګندوي چې د دې لارې په اوږدو کې د کډوالو د مړینې کچه ۵۸ سلنه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لسګونه زره کډوالو له لوېدیځې افریقا څخه د کنري ټاپوګانو په لور حرکت کړی دی. دا ټاپوګان چې په هسپانیا پوري تړاو لري او د افریقا ساحلونو ته نژدې موقعیت لري، اروپا ته د تلو د پولې په توګه ګڼل کېږي او ورځ تر بلې زیات کډوال ورته مخه کوي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۴ د دسمبر تر ۱۵ پورې، له ۵۷ زرو او ۷۰۰ څخه زیات کډوال د سمندر له لارې هسپانیا ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. ډېری دا کډوال د اطلس سمندر له لارې هسپانیا ته رسېدلي دي.

د “کامیناندو فرونتراس” د سازمان شمېرې هم څرګندوي چې له ۱۰ زرو او ۴۵۷ څخه زیاتې مړینې چې د ۲۰۲۴ د دسمبر تر ۱۵ پورې ثبت شوې دي، د ” اطلس سمندر لارې” په اوږدو کې شوې دي. په دې کې ۱۵۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ د اپرېل او مې میاشتې د اطلس سمندر لاره د کډوالو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې وې. دا لاره د نړۍ یوه خطرناکه لار ګڼل کېږي.

همداراز، د “کامیناندو فرونتراس” خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د هغو کوچنیو بیړیو شمېر په پراخه توګه زیات شوی چې له موریتانیا څخه د کنري ټاپوګانو په لور روانېږي.

هسپانیا په ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې ژمنه وکړه چې موریتانیا ته به ۲۱۰ میلیونه یورو (شاوخوا ۲۱۸ میلیونه ډالر) مرسته وکړي څو دغه هېواد وکولی شي د انساني قاچاقبرو پر وړاندې مبارزه وکړي او د کوچنیو کښتیو حرکت ودروي.

هسپانیا د هغو پناه غوښتونکو یو اصلي هدف ګڼل کېږي چې د ښه ژوند په لټه کې سمندر ته مخه کوي او د اروپا په لور روانېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...