Homeخبرونهیونسکو او یونیسف: په افغانستان کې تر نیمايي ډېر د زده کړو...

یونسکو او یونیسف: په افغانستان کې تر نیمايي ډېر د زده کړو په عمر برابر ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لومړنیو ټولګیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي او د ښوونځیو لپاره د اړتیاوو د زیاتېدو پرتله د زده‌کړو د برابرولو بهیر ورو روان دی.

د دواړو ادارو په ګډ راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په څلورمه خپور شوی، ویل شوي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام، په ښوونه او روزنه کې د پانګونې کموالی او د نفوس زیاتوالی د دې سبب شوي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان له زده‌کړو پاتې شي.

په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو اجازه نه لري.

د راپور له مخې، د دغو نجونو لپاره د زده‌کړو څو محدودې لارې پاتې دي، چې پکې د ټولنې په کچه د زده‌کړو ټولګي، د لیک لوست او مسلکي مهارتونو پروګرامونه، له لرې او انلاین زده‌کړې او خصوصي ښوونې شاملې دي؛ خو دا لارې د نجونو د زده‌کړو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د یونسکو او یونیسف د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې په افغانستان کې د ټولنو په مرسته شاوخوا ۵ زره او ۳۰۰ ښوونیز ټولګي فعال وو، چې نژدې ۱۶۲ زره زده‌کوونکو پکې زده‌کړې کولې. په دغو زده‌کوونکو کې ۶۴ سلنه نجونې وې. خو راپور ټینګار کوي چې دا ډول ټولګي د ښوونځي د حضوري زده‌کړو او د رسمي زده‌کړو د حق ځای نه شي نیولی.

د زده‌کړو لپاره د اړتیاوو زیاتوالی

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښوونځي په عمر د برابرو ماشومانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. د نفوس زیاتوالي د ښوونځیو، ښوونکو او ښوونیزو خدمتونو پر وړاندې فشار زیات کړی دی.

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه، پرله‌پسې بېړني وضعیتونه، د ښوونې او روزنې په برخه کې د پانګونې کموالی او د میلیونونو افغان کډوالو راستنېدا هغه عوامل بلل شوي چې د زده‌کړو د اړتیاوو او د ښوونیز نظام د وړتیا ترمنځ واټن یې لا پراخ کړی دی.

سره له دې ستونزو، کورنیو او سیمه‌ییزو ټولنو د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ ان په هغو سیمو کې چې ښوونځیو ته تګ ستونزمن دی.

د یونسکو او یونیسف د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال په نسبت ۵۶۰ زره زیات و، خو د زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې کچه نور د نفوس له ودې سره برابره نه ده.

د زده‌کړو کیفیت هم د اندېښنې وړ دی

راپور یوازې ښوونځیو ته د ماشومانو د لاسرسي ستونزه نه ده څېړلې، بلکې د زده‌کړو کیفیت یې هم د اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۵۵ زره زده‌کوونکو د ارزونې پایلې ښيي چې د څلورم ټولګي تر نیمايي کم زده‌کوونکي د ژبې په برخه کې د درېیم ټولګي د کچې لازم مهارتونه لري. د ریاضي په برخه کې بیا یوازې له هرو څلورو زده‌کوونکو څخه یو تن دا کچه پوره کړې ده.

د راپور پر اساس، د دې ستونزې د هواري لپاره د ښوونکو په روزنه او ګومارنه، په ټولګیو کې د اغېزمنې ښوونې او د درسي کتابونو او نورو ښوونیزو توکو په برابرولو کې دوامداره پانګونې ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د ښوونځي له عمر مخکې زده‌کړې هم خورا محدودې دي. د درېیو او څلورو کلونو عمر لرونکو ماشومانو له هرو سلو څخه تر یوه کم ماشوم د ماشومتوب د لومړنیو زده‌کړو په پروګرامونو کې ګډون کوي. له همدې امله، ډېری ماشومان ښوونځي ته له تلو مخکې د ابتدايي یا اساسي تعلیمي مهارتونو د ترلاسه کولو فرصت نه لري.

د راستنېدونکو کډوالو ماشومان له اضافي ستونزو سره مخ دي

د یونسکو او یونیسف په راپور کې ویل شوي چې د کډوالو د راستنېدو له امله د ښوونیز نظام پر وړاندې فشار په هغو سیمو کې ډېر شوی چې د راستنېدونکو افغانانو شمېر پکې لوړ دی.

د راپور د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۱.۲۳ میلیونه افغانان په همدې کال کې بېرته هېواد ته ستانه شوي وو او له دغو راستنېدونکو سره تر ۲۴۵ زره ډېر ماشومان هم وو چې زده‌کړو ته د لاسرسي او ښوونیز ملاتړ اړتیا لري.

لوړې زده‌کړې هم د پخوا پرتله محدودې شوې دي

راپور وايي، د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو د بندیز له دوام سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو مخکې کچې ته نه دی رسېدلی.

که څه هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د پوهنتونونو د محصلانو په شمېر کې لږ زیاتوالی راغلی، خو په ۲۰۲۶ کال کې د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره و. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۹ زره محصلانو لوړې زده‌کړې کولې او په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر شاوخوا ۴۳۰ زره و.

یونسکو او یونیسف د نجونو او ښځو د زده‌کړو د حق د بشپړ بېرته اعاده کولو او د هغو خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې چې د زده‌کړو کیفیت زیانمنوي او په تېرو دوو لسیزو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه له خطر سره مخ کوي.

د دغو دوو ادارو په وینا، که بېړني ګامونه پورته نه شي، په افغانستان کې به یو بشپړ نسل له زده‌کړو پاتې شي او دا به د هېواد د راتلونکي بیارغونې او پرمختګ بنسټونه هم کمزوري کړي.

د وټس اپ په چاینل کې راسره ملګري شئ:

https://whatsapp.com/channel/0029VbD5CVxChq6N7sjdsM0n

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...