خالد او سپوږمۍ په پوهنتون کي سره ټولګيوال ول او په ټولګي کي هم څنګ پر څنګ سره کښېناستل. سپوږمۍ چي به کله په ټولګي يا پوهنتون په چمن کي له خالد سره يوازي سوه، نو ورته ويل به يې چي ستا شنې سترګي مي ډېري خوښېږي، کاشکي ستا سترګي زما وای. خالد به په ټوکو ورته وويل: دا خو اسانه خبر ه ده، ته ودرېږه همدا اوس يې درکوم. سترګو ته به يې ګوتي ونيولې، ويل ها درواخله زما سترګي يې ستا، خو ګوره بیا به مي ته تر لاس نيولی ګرځوې او پوهنتون ته به مي هم ته راولې. په دې ډول به دواړو وخندل.
کله چي به سپوږمۍ مازي د خالد خوا ته وکتل، نو ده به په خندا ورته وويل: رډ رډ مه راته ګوره، که دي پر ضد کړم، نو همدا اوس سترګي کاږم او تا ته يې درلګوم، خو خدای خبر چي ته به دومره مهربانه سې چي ما به لاس نيولی تر پوهنتون پوري راولې او بيرته به مي کور ته ورسوې که نه، نجوني کله دومره وفا لري، هسي به دي په سترګو ړوند کړی يم او ته به پر خپله لاره راڅخه تللې يې.
يوه ورځ خالد او سپوږمۍ د پوهنتون په چمن کي سره ناست ول، سپوږمۍ بيا د خالد د شنو سترګو يادونه وکړه، خالد سمدلاسه سترګي پټي کړې او سپوږمۍ ته يې لاس ور اوږد کړ، ويل فکر وکړه چي زه ړوند يم، ته مي تر لاس ونیسه، خو سپوږمۍ خپل لاسونه راټول کړل او په ځان پوري يې کلک ونيول. خالد بيا لاس ور اوږد کړ، ويل خير دی يو وار خو مي په لاس کي لاس کي ونیسه، څه اسمان خو نه نړېږي، له دې سره سم یې دا لنډۍ زمزمه کړه:
يو واري لاس په لاس کي راکه
دا لاسنيوی به دي تر مرګه يادومه.
د سپوږمۍ مخ له شرمه تک سور واوښت، په وارخطايي يې شاوخوا وکتله، ويل سندري دي بس که، اوس به يې يو څوک واوري.
يوه ورځ خالد لښته په لاس کي او ټولګي ته د ړندو په شان راغی، ويل ما خو خپلي سترګي يوې نجلۍ ته ورکړې، له دې سره سم ټولو وخندل او د سپوږمۍ خوا ته يې وکتل.
د وخت په تېرېدو سره د خالد او سپوږمۍ تر منځ مينه نوره هم ډېره سوه او اوس نو ټولګيوال هم پوهېدل، بس يوازي يې د دوی د کوزدې انتظار کاوه. يوه ورځ د ټولګي نماينده په ټوکه سپوږمۍ ته وويل: سپوږمۍ جاني تر څو به يو بل ته خواږه خواږه سره ګورئ، ژر کوزده وکړئ چي موږ هم يو نس ډوډۍ پکښي وخورو. سپوږمۍ وشرمېده او سترګي يې کښته واچولې.
په ټولګي کي د زلمي په نوم يو بل هلک هم و چي له خالد سره يې يو خو د اول نمره ګۍ له امله په زړه کي کينه ساتله او بل يې د سپوږمۍ پر سر هم سيالي ورسره درلوده. کله چي د زلمي مرکه د سپوږمۍ د کورنۍ له خوا جواب سوه، نو دا سیالي ښکاره او خورا توده سوه، تر دې وروسته زلمي له سپوږمۍ او خالد سره بيخي سلام عليک بند کړل.
يوه ورځ چي سپوږمۍ ټولګي ته راغله، نو له درده سره او شنه کېده، پر خالد يې خوله راخلاصه کړه، ويل بې شرمه انسانه تا پر ما د څه ډول نجلۍ ګومان کړی و ها؟ څوک چا ته داسي چټي خبري ليکي؟
– کومي چټي خبري؟
– ځان ناګاره مه اچوه، پرون دي زما په دسکول کي خط نه و را ته ايښی؟
– قسم په خدای که ما ستا دسکول ته لاس هم وروړی وي، خط خو لا هلته پرېږده
– بس بس درواغ مه وايه! هيڅ باور مي نه کاوه چي ته دي دومره بې حيا انسان يې.
خالد له شرمه سترګي کښته واچولې او له ټولګي څخه ووت.
څو ورځي وروسته د پوهنتون د اخيري سمسټر امتحانو نه هم راورسېدل. په دې جريان کي خالد هڅه وکړه سپوږمۍ پوه کړي چي ستا په دسکول کي خط ما نه و ايښی، خو هغې نه منله او خالد ته يې اخطار ورکړ، ويل که بيا زما مخ ته راغلې، زما سره دي خبري وکړې او يا دي د پخلا کېدو هڅه وکړه، نو د پوهنتون ادارې او خپلي کورنۍ ته به شکايت وکړم.
د پوهنتون امتحانونه تېر سول، د امتحانونو نتايج هم اعلان سول او د فراغت د جشن وخت راورسېد. د فراغت غونډه ښه په شان او شوکت سره پای ته ورسېده. محصلينو د غونډي په پای کي يو له بل څخه بخښني غوښتې، خدای پامانۍ يې سره کولې او خپلو کورونو ته تلل.
په دې وخت کي د ټولګي نماينده سپوږمۍ ته کرار وويل: سپوږمۍ جاني بايد ته هم له خالد سره پخلا سې، هسي هم نور پوهنتون نسته، ته پر خپله او دی پرخپله لاره ځي. سپوږمۍ د دې خبري په اورېدو له درده تکه سره سوه، ويل د دې بې ادبه انسان نوم بيا مه رايادوه، له دې سره سم په چټکو ګامونو له تالار څخه ووته.
خالد تر فراغت وروسته په يوه نادولتي دفتر کي کار پيدا کړ. تصادفي د سپوږمۍ پلار هم په دې دفتر کي کار وه. که څه هم د سپوږمۍ پلار خالد نه پېژاند، خو خالد له ځينو خبرو څخه پوه سو چي دا د سپوږمۍ پلار دی.
يوه ورځ د سپوږمۍ پلار دفتر ته رانغی، په سبا چي راغی ويل په کور کي مو د ګازو ډبه چاودلې ده، د لور سترګي مي سوځېدلي او اوس په فلاني روغتون کي بستري ده، زه د دې لپاره راغلم چي رئيس ته دا مشکل ووايم، همدا اوس بيرته ځم.
کله چي د سپوږمۍ پلار له دفتر څخه ووت، نو خالد هم پټ پټ ورپسې روان سو، د سپوږمۍ پلار د ډاکټرانو ځانګړي کوټې ته ورغی او خالد يو ځای پټ ورته منتظر سو. کله چي د سپوږمۍ پلار راووت، نو خالد مخ ته ورغی، ويل زه د يوه ناروغ پوښتني ته راغلی وم، تاسي مي وليداست او درته راغلم، ښه اوس دا وواياست چي ستاسي ناروغ څنګه سو؟ د سپوږمۍ پلار سوړ اسوېلی وکيښ، ويل خالد جانه بس پوښتنه مه کوه، د لور ژوند مي تباه سو، ډاکټران وايي چي سترګي يې ړندې سوي دي، که يو څوک خپله يوه سترګه ورکړي، نو د يوې سترګي علاج يې کېدای سي، بيا يې په ناهيلۍ زياته کړه: په نن وخت کي څوک چا ته خپله سترګه ورکوي. ما غوښتل چي خپله يوه سترګه ورکړم، خو ډاکټرانو ويل چي ستا سترګه نه ورسره لګېږي، خويندي او وروڼه يې سترګه نه ورکوي، اوس نه پوهېږم چي څه وکړم. تر دې وروسته د سپوږمۍ پلار له خالد څخه رخصت واخيست او د سپوږمۍ خوني ته ولاړ.
خالد لکه سا چي يې ختلې وي، ځای پر ځای بې حرکته ودرېد او چورتونو يوړ، خو ناببره په چټکو ګامونو د ډاکټرانو ځانګړي کوټې ته ورغی. ډاکټر ته يې وويل چي زه غواړم د سپوږمۍ په نوم ناروغ ته خپلي سترګي ورکړم. ډاکټر ويل سمه ده، خو اول دي بايد سترګي وګورم او بايد ځيني معاينات هم وکړې، تر هغه وروسته يو قرارداد درکوم، بايد هغه لاسليک کړې چي دا کار په خپله خوښه کوې. خالد ويل سمه ده، خو زه هم يو شرط لرم، هغه دا چي ته به هم وعده کوې چي تر عمليات دمخه به نه سپوږمۍ او نه هم د هغې کورنۍ ته وايې چي دا سترګه د چاده. ډاکټر په خندا وويل: سمه ده وعده ده.
د سپوږمۍ د سترګو عمليات تېر سول، څو ورځي وروسته ډاکټر سپوږمۍ ته مبارکي ورکړه، ويل د سترګو عمليات دي بريالي سول، اوس دي سترګه بيخي جوړه ده، چندان څوک نه پوهېږي چي يوه سترګه دي خپله او بله دي د بل چا ده، بيخي يو ډول معلومېږي، سبا به دي سترګي در خلاصوو، اوس استراحت وکړه.
سبا د سپوږمۍ کوټې ته يوه نرسه راغله او هغه يې د ډاکټرانو ځانګړي کوټې ته بوتله. ډاکټر ورته وويل چي د سترګو پټۍ دي درخلاصوو او نن رخصتوو دي، اوس کولای سې چي د پخوا په شان ووينې، بيا يې زياته کړه چي ته ډېره نېکمرغه نجلۍ يې چي دومره ښه دوستان لرې، په دنيا کي داسي لږ دوستان پيدا کېږي چي چا ته دي خپله سترګه ورکړي، له دې سره سم يې د سپوږمۍ له سترګو څخه پټۍ ليري کړه، ويل اوس نو وګوره، خو ګوره لومړی به د هغه چا خط لولې چي تا ته يې خپله سترګه درکړې ده. دا دی وګوره! سپوږمۍ چي سترګي خلاصي کړې، نو ډاکټر يې مخ ته خط نيولی و، په خط کي داسي ليکلي وه.
ګراني سپوږمۍ جاني!
تا به د محصلۍ پرمهال تل راته ويل چي ستا شنې سترګي مي ډېري خوښېږي، کاشکي ستا سترګي زما وای. ما تا ته هغه وخت هم ويلي وه چي زه خپلي سترګي درکوم، خو ستا زړه ته نه لوېده، تا چي ويل دی ټوکي راسره کوي. زه ډېره بخښنه غواړم چي بيا دي هم يوه سترګه پوروړی يم، خو هيله ده ما ملامت و نه ګڼې، ما غوښتل تا ته خپلي دواړي سترګي درکړم، خو ډاکټر اجازه نه را کوله. پام دي وي چي زما سترګه ښه ساتې او هره ورځ يې په رانجو توره کړې، ځکه چي زما په رانجو توري سترګي ډېري خوښېږي.
داسي هڅه مه کوه چي ما پيدا کړې او د سترګي په خاطر کورودانی راته ووايې. ما دا کار يوازي د دې لپاره کړی چي ته ما وبخښې. په دې پسي هم مه ګرځه چي زه اوس چېري اوسېږم. زه له هیواده ډېر ليري ولاړم، نه پوهېږم چي بيا به سره ووينو که نه، خو زه او ته بيا هم سره نژدې يو، د دوو سترګو تر منځ واټن ډېر لنډ وي، يوازي د يوه سلايي په اندازه فاصله ده بس.
په درنښت
ستا خالد
سپوږمۍ سترګي پټي کړې او کاغذ يې په ځيګر پوري کلک ونيو، خو بيرته يې سترګي روڼي کړې، مخامخ هينداري ته يې وکتل، تر ړنده سترګه يې يوه رڼه اوښکه راغله، خو نوې او شنه سترګه يې له خندا ډکه ښکارېده. شنه سترګه وار په وار لويېده او د پوهنتون چمن پکښي راښکاره سو، په چمن کي دا او خالد سره ناست ول، دا خالد ته وايي: ستا شنې سترګي مي ډېري خوښېږي، کاشکي ستا سترګي زما وای. خالد په ټوکو ورته وايي: ته ودرېږه همدا اوس زما سترګي تا ته درکوم. په دې وخت کي سترګو ته ګوتي نيسي، وايي ها درواخله زما سترګي يې ستا، خو ګوره بیا به مي ته تر لاس نيولی ګرځوې او پوهنتون ته به مي هم ته راولې. سپوږمۍ له شرمه تکه سره سي او خپل لاسونه په ځان پوري ټينګ ونيسي.
په دې وخت کي يې ړندې سترګي سخت سوی وکړ او د توري ښيښې غوندي ښکاره سوه، وار په وار پسي غټېده، په ښيښه کي يې خپل بل ټولګيوال زلمي وليد. زلمی لکه بلا تور مخ او بې ډوله شکل يې درلود، په قاه قاه يې وخندل، ويل سپوږمۍ څنګه ودي ليده چي څنګه مي کسات درڅخه واخیست ؟ کله چي ستا کورنۍ زما مرکه جواب کړه، نو ما ويل ولاکه له خالد سره هم واده وکړې، نو هغه و چي د خالد په نوم مي پر کاغذ چټيات وليکل او بیا مي هغه کاغذ پټ ستا په دسکول کي کښېښود، له دې سره سم يې په لوړ اواز وخندل. په دې وخت کي سپوږمۍ په زوره چيغه کړه، ډاکټر يې پر سترګو پټۍ ورکښېښووله، ويل لږ ارام وکړه.