شنبه, جولای 20, 2024
Homeادبکره کتنهاناکارنينا بې‌خونده دی او که پښتو ژباړه يې؟ | ليکوال: ضمير څار

اناکارنينا بې‌خونده دی او که پښتو ژباړه يې؟ | ليکوال: ضمير څار

پښتو، چې لا هم يې د ادبياتو پنځوونکي اکثراً اماتور دي، د نورو ژبو د ادبي اثارو په ځانګړي ډول شهکارونو ژباړې ته اشد ضرورت لري. يو پلو به زمونږ ليکوالان د يوې ادبي پنځونې له ماهیت او اړوندو ظرافتونو سره اشنا شي. بل پلو به زمونږ کره‌کتونکو ته د کره‌کتنې او ارزونې مقیاسونه برابر کړي. درېيمه، خو وروستۍ خبره نه، لوستونکي به د عالي ادب له لوستنې خوند واخلي او پر ادب به يې باور لا زيات شي. له نېکه مرغه، پښتو ته د نړيوالو اثارو د ژباړې لړۍ روانه ده – د ګاونډيو ژبو سربېره د انګرېزي، روسي، هندي او نورو ژبو مشهور اثار پښتو ته ترجمه شوي او لا ترجمه کېږي. خو، د دې اثارو د ژباړې د کيفيت په تړاو اندېښنې موجودې دي. 

په همدې ترڅ کې، زمونږ د ژبې يو خدمتګار، ښاغلی لطيف بهاند، د يادولو دی. نوموړي، د ستيفن خفيک، نااشنا ليک، د فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي، قمارباز، د لیو تولستوی، جګړه او سوله او د همدې ليکوال بل اثر، اناکارنينا، له روسي څخه پښتو ته ژباړلي دي. د بهاند اخلاص، اراده، زغم او زيار د ستاينې دی خو ژباړه يې د تأمل وړ ده. 

د کار د اسانتيا لپاره، د ښاغلي بهاند پر وروستی ژباړل شوی اثر، اناکارنينا، مې کره‌کتنه کړې. دا اثر د ليو تولستوی (۱۸۲۸-۱۹۱۰ز) دی چې له ‘جګړې او سولې’ اثر وروسته د هغه دويم نړيوال شهرت-لرونکی ناول دی. بهاند دا په دوو ټوکونو کې ژباړلی دی. د کره‌کتنې مېتود  پرتليز دی – ما له روسي څخه پښتو ته د بهاند ژباړه او له روسي څخه انګرېزي ته د ريچارډ پريور او لاريسا ولوخونسکي ژباړه مقايسه کړې ده. د دې کار لپاره مې د اناکارنينا انګريزي ويرژن د څه باندې ۵۵۰ مخونو څخه د هرو سلو مخونو په فاصله کې پنځه برخې انتخاب کړي او هغه مې له پښتو ويرژن سره تطابق کړي. 

ناول د يوې ميړوښې اشرافي ښځې، اناکارنينا، او د هغې او ورونسکي، يو بل اشرافي ځوان، د مينې  دردوونکې کيسه ده. د کيسې په پيل کې انا کارنينا د خپل ورور نږدې پاشل-شوې کورنۍ ته راځي؛ د هغې ورېندار د خپل خاوند او يوې خدمتګارې له اړيکې خبرېږي او له خاوند څخه مروره ده – هغه سرنوشت چې اناکارنينا وروسته خپله پرې اوړي؛ مګر د ټولنې له خوا، د ورور په نسبت يې، لږه تحمل کېږي. 

مجرد ځوان، ورونسکي، علاقه‌مند دی چې له هغې سره واده وکړي خو، په دې شرط، چې له خپل خاوند کارنين څخه طلاق واخلي – هغه يو چارواکی دی. له طلاق وروسته، اناکارنينا د ټولنې د حاکمو نورمونو، د کليسا د اخلاقي اصولو، خپل ډار او د خاوند د شک او ترديد په وړاندې ناتوانه کېږي؛ که څه هم دواړه، دا او ورونسکي، ايټاليا ته ځي خو هلته هم نوي ملګري نه‌شي موندی او بېرته راستنېږي. دلته، ‎په روسيه کې، هغه يوازې کېږي – د نورو له ليدلو پرهېز کېږي او له دې سره نوره هم منزوي او خواشينې کېږي – خو  ورونسکي د تېر په څېر خپل ټولنيز ژوند ته دوام ورکوي. د ورونسکي د ډاډګېرنې باوجود د هغې بخيلي او بدګماني ډېرېږي او ان تر دې چې نور کنترول له لاسه ورکوي. 

په ناول کې يوه  بله کيسه  موازي جريان لري – يو کليوال ځمکوال، ليوين، غواړي چې د پرينسس ډالي خور او د اناکارنينا د ورور، پرينس اوبلونسکي، خواښينې، پرينسس کيتي، سره واده وکړي. ناول د ليوين د ژوند ستونزې – د ځمکې، واده، د عيسوي عقيدې د منلو کشمکش– ټولې را اخلي. 

د لطيف بهاند ژباړه، په خپل ځای، ارزښت لري – يو شهکار په پښتو شوی – خو کار يې خورا زياتې ستونزې لري. دا ستونزې د کلمو په انتخاب، ګرامر او آن د ليک‌نښو په استعمال کې ليدل کېږي. همدارنګه، په ځينو ځايونو کې يې خپل‌سری نيولوګيزم کړی او ژباړې يې کاملاً د يو هنري نثر ښکلا او ظرافتونه له لاسه ورکړي دي. په بله وينا، ژباړه يې کاملاً د لوستلو نه ده. لاندې، په ترتيب، د هرې نيمګړتيا توضېح او بېلګې راوړل شوي دي. 

۱. نامناسبو کلمو انتخاب

د اناکارنينا لومړۍ جمله ډېره مشهوره او ډېره ستايل شوې ده – د انګلستان مشهورې ورځپاڼې، ټلګراف، دا د نړۍ د ادبي کتابونو د دېرشو غوره کرښو په کتار کې دويم مقام ورکړی دی. زمونږ ژباړن، لطيف بهاند، دا جمله داسې پښتو کړې ده: 

“ټولې نېکمرغه کورنۍ يو بل ته ورته دي؛ هره بد مرغه کورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده.”

خو د دې جملې انګرېزي هغه داسې ده: 

“All happy families are alike; each unhappy family is unhappy in its own way.”

دا انګرېزي ژباړه ډېره ستايل شوې. زمونږ بحث په روسي لغت، счастли́вые، دی چې په انګرېزي کې يې انډول Happy/خوشحاله راوړل شوی دی خو نه‌پوهېږم چې زمونږ ژباړن ولې نېکمرغه ورته انتخاب کړی دی؟ 

په ګوګل ژباړن او نورو  قاموسونو کې د دې کلمې مخې ته د نېکمرغه ټکی هم ښکاره کېږي؛ خو نېکمرغه له خوشحاله سره توپير لري – نېک‌مرغي اوږدمهاله او خوشحالي زودګذره وي. 

له بل پلوه، د несчастли́вая کلمه په انګرېزي کې Unhappy/ غمجن راغلې ده خو زمونږ ژباړن بدمرغه کښلې ده. بدمرغه به هم د هغې مترادف وي خو بدمرغه له غمجن سره د نېکمرغه او خوشحال په اندازه توپير لري. 

په همدې جملې پسې چې د کومې کورنۍ حال بيانېږي، هغه په خپلو کې د يو سوء تفاهم له وجې خفګان لري او وروسته، د ناول په جريان کې، سره پخلا کېږي او زړه‌بدوالی يې له منځه ځي. که دا کورنۍ بدمرغه وای، فکر نه‌کوم چې په اسانه دې خوشحالۍ ته رسېدلې وای. 

په يوې بلې انتخاب شوې برخې کې، چې د دويم ټوک په دويم مخ کې راغلې، بهاند نېکمرغي ټکی راوړی چې په انګرېزي کې يې ‎معادل Happiness/خوشحالي انتخاب شوی دی. په همدې مخ کې، څو لاندې کرښې، دا جمله راغلې ده:  زه نيکمرغه يم او زما نيکمرغي له دې چې تاسو څه کوي، نه زياتېږي او نه کمېږي. د همدې جملې انګرېزي ژباړه داسې شوې ده: 

“I’m happy, and my happiness can be no greater or smaller whatever you do.”

نېک‌مرغي، نه‌پوهېږم، څومره نېک‌مرغه ده چې زمونږ د ژباړن دومره جوړه ورسره ده. داسې بېلګې نورې هم شته چې ښيي لطيف بهاند د  پښتو ښه معادل په انتخاب کې پاته راغلی دی. 

۲. ټکي په ټکي ژباړه

په همدې ترڅ کې يوې بلې مسئلې ته مې هم پام واوښت: بهاند تحت‌الفظ ژباړه کړې ده. داسې ژباړه په ځينو مواردو کې لازمه وي؛ لکه د تذکرې، قبالې او ورته اسنادو . اکثراً دينې مسائل هم تحت الفظ ترجمه شوي دي. خو د هنري اثارو په برخه کې دا ډول  ژباړه نه يوازې هنر ته زيان رسوي، بلکې محتوا هم نيمګړې انتقالېږي. لاندې بېلګو ته تم شئ. 

د لومړي ټوک په ۵۵۰ مخ کې يوې جملې سره مخ شوم: “پر همدې پرېکړې ولاړ و”.  دا جمله په لومړی نظر ناسمه نه‌ښکاري خو خوند نه کوي. پوهېږئ ولې؟ مونږ په خپله ژبه کې داسې ترکيب نه کاروو – يالږ تر لږه ډېره مروجه خبره نه ده. پر ځای يې وايو چې ‘پر خپلې خبرې ولاړ و’ يا ‘له خپلې خبرې نه‌تېرېده’. 

د دويم ټوک، ۲۹۹ مخ په دويمه کرښه کې دي: “په ګېډه پروت…” د دې انګرېزي lying on his stomach ده. اوس دا جمله هم ناسمه نه ده خو معموله نه‌ده او د اصل ژبې رنګ په کې ليدل کېږي. مونږ وايو چې ‘پړمخې پروت و’. 

په يو بل ځای، د لومړي ټوک ۵۵۰ مخ، کې يې ‘admit no one’ په ‘زه څوک نه منم’ ژباړلی. تاسې دواړه، انګرېزي او  د  بهاند پښتو، جملې وګورئ: 

“‘Unharness and admit no one,’ he said to the porter’s question, emphasizing the words ‘admit no one’ with a certain pleasure, which in him was a sign of good spirits.”

“هغه چوپړ ته و ويل: آسونه دې بوزي او زه هم څوک نه منم. د زه څوک نه منم، د خبرې له ښې ادا نه داسې برېښېده، چې طبعه يې، ښه ده.”

‘زه څوک نه منم’ ما ته تحت الفظ ژباړه ښکاري او همدا ده چې مانا يې ګنګه ده. ته څنګه څوک نه منې؟ دومره سرتنبه يې؟ په هر صورت، کومه مانا چې ما ځنې واخيسته، هغه دا ده چې دی نه غواړي له چا سره وګوري؛ نو بهتره به وه چې ژباړه يې داسې شوې وای: ما ته څوک مه‌راپرېږده. 

په دې برخه کې وروستی مثال د دويم ټوک له لومړي مخ څخه راوړم او قضاوت تاسې ته پرېږدم: 

“Princess Shcherbatsky thought that to have the wedding before Lent, which was only five weeks away, was impossible, because half of the trousseau would not be ready by then; but she could not help agreeing with Levin that after Lent would be too late…”

“شهزادګۍ شیرباڅکي د روژې تر رارسېدو پورې، چې يوازې پنځه اونۍ ورته پاتې وې، د واده کېدل ځکه ناشوني ګڼل چې تر هغه پورې دوی کولای نه شول، ان نيمايي جوړه برابره کړي، خو دا يې هم کولای نه شول، د ليوين دا خبره ونه مني چې له روژې وروسته به د واده له پاره ډېره ناوخته وي.” 

۳. د جملو نحوي جوړښت ته نه‌توجه

د ژباړې د يو بل اصل په توګه، د دويمې ژبې د جملو نحوي جوړښت ته توجه اړينه ده. داسې ښکاري چې بهاند صيب د ليکوال په پل پسې په تګ کې پر خپلې ژبې ختلی دی. لاندې بېلګې ته پام وکړئ: 

“This disposition was the more convenient as immediately after the wedding the young people were going to the country, where the things in the larger trousseau would not be needed.”

“د شهزادګۍ دا خيال هم د ټولو په خوښه و، چې ځوانان به تر واده سمدلاسه ووروسته، کلي ته ځي او هلته به هغو ته جوړې په کار نه وي.”

په دې بېلګه کې، چې د همدې ناول د دويم ټوک په لومړي او دويم مخ کې راغلې، د پښتو نحوې قاعده، چې قيد د فعل د څرنګوالي تعينوونکی دی او بايد فعل ته نږدې راشي، تر پښو لاندې شوې ده – د سمدلاسه ټکی بې ځایه شوی دی. که داسې راغلې وای چې …ځوانان به له واده وروسته سمدلاسه کلي ته ځي… ډېره به ښه وه. 

همدا دليل دی چې په همدې ليکنه کې  څو پراګرافه پورته جمله داسې راغلې ده: … د واده کېدل ځکه ناشوني ګڼل چې تر هغه پورې دوی کولای نه شول، ان نيمايي جوړه برابره کړي، خو دا يې هم کولای نه شول، د ليوين دا خبره ونه مني… 

کولای نه‌شول ترکيبی فعل دوه واره او دواړه ځل د جملې په منځ کې راغلی دی چې د پښتو  د قاعدې مخالف دی – فعل د جملې په پای کې راځي. 

۴. د ليک‌نښو بې‌ځايه کارونه

ليک‌نښې د متن نه‌بېلېدونکي اجزاوې دي او  مناسب استعمال يې له لوستونکي سره مرسته کوي خو بې‌ځایه او ارزانه کارونه يې بيا نه‌يوازې مزاحمت جوړوي. لاندې، د اناکارنينا پښتو متن پسې د همدې برخې انګرېزي متن راوړم او په دواړو کې د ليک‌نښو په تقريبي کارونه دقت کوو.

“زمونږ په وروستيو خبرو کې مې، د هغه ځانګړې موضوع په اړه، خپل تکل تاسو ته څرګند کړ. د موضوع، د ټولو برخو تر غوره څېړنې وروسته، اوس دا دی، د خپل تکل د عملي کېدو په هکله، دا ليک ليکمه. زما پرېکړه، په لاندې ډول ده: ستاسو کړه وړه، چې هر څنګه و، زه ځانته دا حق نه ورکوم، هغه اړيکې پريکړم، چې يو لوړ واک، زمونږ تر منځ ټينګې کړي دي.” 

“In our last conversation I expressed my intention to inform you of my decision with regard to the subject of that conversation. Having thought it all over attentively, I am now writing with the purpose of fulfilling that promise. My decision is the following: whatever your actions may have been, I do not consider myself justified in breaking the bonds by which a higher power has united us.”

په پورته وړوکي متن کې ‍۱۲ ځايه کامه (،) کارول شوې ده خو د هغې په انګريزي معادل کې يوازې ۲ ځايه راغلې ده. دا سمه ده چې هره ژبه د  خپلو ځانګړو ګرامري قواعدو له مخې ليک‌نښې پر خپله لمن ږدي خو دومره هم نه چې نور سپين ځای په کې پاته نه‌شي – له پورتني متنه ډېرې کامې لرې کېدای شي. 

۵. د ضميرونو او کلمو بې‌حده ډېر تکرار 

ضميرونه د دې لپاره دي چې د نوم له تکرار څخه مخنيوی وکړي او په دې ډول د نثر سلاست ډېر شي خو وای له هغې ورځې چې مالګه په‌خپله ګنده شي. لومړۍ بېلګه د لومړي ټوک د ۵۵۰ مخ وروستۍ او د ۵۵۱ مخ لومړۍ کرښه ده: 

“هغه، پرته له هغه، چې د هغه نوم ياد کړي، د هغې په نامه يې ليک، په فرانسوي ليکه او د جمع، ضمير – تاسو – يې، کاراوه.”

په دې کې وګورئ چې (هغه) څلور ځايه پرله‌پسې کارول شوی دی چې د ګنګ‌تيا تر څنګ د چا په ذهن بوج شي. دويمه بېلګه د دويم ټوک له دويم مخ څخه را اخلم: 

“خو ليوين، لا په هماغه خپل لېوني وزمه خيال کې و او تر ټولو غوره هغه ته، دی او د ده نيکمرغي، د ده د ټول ژوند اصلي موخه وه. نو ځکه د ده له پاره، د هېڅ بل څه په اړه فکر کول په کار نه دي او هر څه به د ده له پاره تر سره کېږي او هغه به هم د نورو له خوا ده ته ترسره کېږي.”

په دويمه بېلګه کې، چې ټوله دوه کرښې ده، ۱۳ ځله ضمير په کې کارول شوی دی او همدا ده چې نثر يې نور له لوستلو وېستلی دی.

سر بېره پر دې، هنري نثر نه يوازې د ضميرونو  د ډېر تکرار بار په خپلو اوږو نه‌شي وړای، عادي الفاظ هم بايد بار بار رانه‌وړل شي. دا کار د دې لپاره کېږي چې لوستونکی ستړی نه‌شی او بل هنر دی د تنوع او نوي‌والي خبره. 

اناکارنينا چې هنري ليکنه ده، په پښتو ژباړه کې يې دا اصل هم نه‌دی مراعات شوی او همدا ده چې خوند يې په اصطلاح باران وړی دی. د دې خبرې د اثبات په خاطر د دويم ټوک دويم مخ دا پراګراف ولولئ:

“د هغه ورور، سرګي ايوانوويچ، ستيپان ارکادييچ او شهزادګۍ د هغه د ټولو چارو لارښوونه کوله او دا يې ورښودل، چې څه وکړي. هغه هم دا شېبه له ټولو هغو وړانديزونو سره هوکړه کوله، چې ده ته يې يادونه کېده. ورور يې پيسې ورته پور کړې او شهزادګۍ مشوره ورکوله، چې له مسکوه، کلي ته لاړ شي. ستيپان ارکادييچ خو دا مشوره ورکوله چې له هېواده بهر ته لاړ شي. هغه دا ټولې خبرې منلې او له ځان سره يې ويل: هر هغه څه مو چې زړه غواړي او ستاسو خوښېږي، هغه وکړئ. زه نيکمرغه يم او زما نيکمرغي له دې چې تاسو څه کوي، نه زياتېږي او نه کمېږي. خو کله چې ليوين، کيتي ته، بهر ته د تګ په اړه د ستيپان ارکادييچ مشوره ور ورسوله، هغه ځکه ډېر حيران شو، چې هغې دا مشوره و نه منله او هغې د ژوند په اړه خپل تکلونه او ځانګړې غوښتنې او ارمانونه لرل. هغه په دې پوهېده چې ليوين په کلي کې خپل کارونه لري، هغه کارونه، چې د هغه د خوښې دي. خو هغه داسې ګڼله چې ښځه يې نه يوازې په دې نه پوهېږي، بلکې نه غواړي پوه شي. دې کار هغه ته کوم مزاحمت نه کاوه او بيا يې هم هغه کارونه خورا مهم ګڼل. هغه په دې هم پوهېده، چې د هغو ژوند او کور به په کلي کې وي، نو ځکه يې د دې هيله نه لرله، چې بهر ته لاړه شي. هلته ژوند وکړي او هلته کور ولري.”

دا ټوټه، چې ټوله ۲۴۵ کلمې ده، د ګوتو په شمېر داسې کلمې لري چې لږ تر لږه دوه ځله نه‌وي تکرار شوي. بهاند په همدې لنډ تنګ ځای کې د (هغه) ضمير ۱۸، د (ده/دا/دې) ضمير ۱۱، د (کول/کړل/کېدل) فعل ۱۱،، د دال اضافت توری ۹،( ته) ۹،( نه) ۸،  (مشوره) ۴،  (پوهېدل) ۴، (کار) ۴، (کلی) ۳ او نورې ډېرې کلمې له دوو يا ډېرو ځلو کارولي دي.

۶. د مترادفاتو راوړل

د خدای بښلي استاد سعدالدين شپون يوه خبره مې نيم و نيم‌ګړې ياده ده چې ويل يې په نثر کې کلمې داسې کاروئ لکه پیسې مو چې پرې ځي. دا خبره ډېره ژوره ده. يوه خبره چې په دويم ځل کېږي، پر لوستونکي/اورېدونکي درندېږي. د شپون صاحب د خبرې په اساس، زمونږ ژباړن، نه‌پوهېږم کلمې په لاره موندلي او که کوم ډېر تخفيف-لرونکي دوکان سره مخامخ شوی دی. لاندې بېلګې په ترتيب د لومړي ټوک لومړي مخ، د همدې ټوک ۵۵۰ مخ او د دويم ټوک په لومړي مخ کې دي: ‎ 

“هغې خپل ميړه ته خبر ورکړی و، چې نور له دې سره په يوه کور کې يو ځای ژوند نه شي کولی.”

“…او بالاخره د ليکلو د ستر او پراخ ميز تر څنګ….”

“… چې دغه پريکړه، په همدې ډول مني او که نه يې مني.”

په دوو لومړيو جملو کې (يوځای) او (په يوه کور کې) او (ستر) او (پراخ) د مترادفاتو په شکل راغلي دي – که له دواړو څخه يې يوه کلمه يا ترکيب انتخاب شوی وای، کار کېده او  وروستۍ جمله که ‘مني او که نه’ راغلی وای، خوند به يې کړی وای. 

۷. ګنګ‌تيا

يوه بله نيمګړتيا چې د بهاند نثر يې له لوستلو محروم کړی او يو شهکار يې ټپي کړی، هغه ګنګ‌تيا ده. نه‌پوهېږم ولې جملې اوږدې شوي او  غځېدلي چې کله ناکله يې د مفهوم اخيستنه ګرانه کړې ده. د لومړي ټوک په لومړي مخ کې راځي:  

“ټولو دا احساسوله، چې د دوی ګډ ژوند کومه مانا نه لري. په هر انګړ او کوڅه کې، که هره ډله خلک، آن په تصادفي ډول هم سره يوځای اوسېدلي وای، تر دوی نه؛ د اوبلونسکي د کورني تر غړو او د هغو د چوپړانو تر اړيکو به، د هغو خلکو اړيکې ريات (زيات) وي. ښځه له خپلې کوټې، نه راوتله او د ميړه دا درېيمه ورځ وه، چې په کور کې نه و.”

يا دا بله بېلګه، چې د همدې ټوک په ۵۵۰ مخ کې راغلې، وګورئ: 

“الکسي السکاندروويچ، دوه واره په کوټه کې لاړ او راغی او بالاخره د ليکلو د ستر او پراخ ميز تر څنګ، چې لا د مخه، چوپړ ته ننوتل او شپږ شمعې یې پرې درولې او لګلوې، ودرېد.”

۸. خپل‌سری نيولوګيزم

د بهاند په ژباړه کې ځای ځای د نيولوګيزم څرکونه ښکاري چې دا بيا يوه بله ژبپوهنيزه ستونزه رازېږوي. نيولوګيزم نوی لغت رامنځ‌ته کول او يا هم يوه پخواني لغت ته نوې مانا ورکول دي. د نويو لغتونو جوړونه او يا ټاکنه د يوې رسمي مرجع کار دی او که داسې ونه‌شي او هر څوک په هر ځای کې نوي الفاظ ايجاد کړي، ژبه به له کاره وباسي. 

زمونږ ژباړن د پورټر Porter چې مانا يې لېږدونکی/حامل دی، په چوپړ کې ځای کړی دی—کېدای شوای (خدمتګار) يې ورته ویلی وای. د لومړي ټوک په ۵۵۰ مخ کې وګورئ: 

“‘Unharness and admit no one,’ he said to the porter’s question…”

“هغه چوپړ ته وويل: آسونه دې بوزي او زه هم څوک نه منم…” 

د دويم ټوک د درې سوم مخ په څلورم پراګراف کې د مټې کلمه نه‌پوهېږم څنګه راغلې ده. دا ټکی په همدې مخ کې بيا تکرار شوی. زه يې په مانا نه‌پوهېږم او ګوندې سهوه شوای نه‌يم چې دا هم د نيولوګيزم يوه بېلګه ګڼم. دا جمله داسې راغلې ده: 

“کله چې ليوين پاڅېد، سپوږمۍ لا ځلېدله، خو اوس مټې تته وه.”

د دې انګرېزي ژباړه بيا داسې شوې ده: 

“The moon, which was still shining when he set out, now merely gleamed…”

۹. له ځانه د جملو زياتونه/کمونه

انګرېزي اناکارنينا سره د بهاند د پښتو اناکارنينا ټاکليو برخو په پرتلنه کې دا هم جوته شوه چې يو نيم کلمات او  جملې ورزياتې شوي او يا ترې کمې شوي دي. د لومړي ټوک په ۵۵۱ مخ کې راځي: 

“کورنۍ، څوک په فرمان ړنګولی نه شي، يا د کورنۍ د يوه غړي، مېړه يا ښځې په ځانګړې اراده او غوښتنې او ان د يوه په کړې ګناهه او جرم.”

د دې انګرېزي ده: 

“A family may not be destroyed by the caprice, arbitrariness or even crime of one of the spouses, and our life must go on as before.”

په پښتو کې د فرمان کلمه ذکر شوې خو ما په انګرېزۍ کې ونه‌مونده. نه‌پوهېږم چې له انګرېز ژباړن نه پاته شوې او که بهاند له ځانه ورزياته کړې ده. په انګريزي جمله کې ‘يا دکورنۍ د يوه غړي’ هم نه‌ترسترګو کېږي. په هر صورت، د همدې ټوک په ۵۵۰ مخ کې وګورئ: 

“الکسي الکساندروويچ، چې پترزبورګ ته په رسېدو و، نه يوازې پر همدې پرېکړې ولاړ و، بلکې په ذهن کې يې، آن هغه ليک هم چمتو کړی و، چې خپلې ښځې ته به يې ليکي. الکسي السکاندروويچ، چې د چوپړانو کوټې ته ننوت، هغه ليکونه او کاغذونه يې وليدل، چې له وزارته يې، د ده له دفتره راوړي دي. ده سپارښتنه وکړه، چې ده ته يې، کوټې ته راوړي.”

د دغې برخې په انګرېزي ژباړه کې د ده له دفتر راوړي دي جمله مې ونه‌ليده. 

“Approaching Petersburg, Alexei Alexandrovich was not only fully set on this decision, but had also composed in his head the letter he would write to his wife. Going into the hall porter’s lodge, he glanced at the letters and papers sent from the ministry and ordered them to be brought to him in the study.”

د دويم ټوک په ۲۹۹ مخ کې، د انګرېزي وېرژن په رڼا کې، را ته ښکاري چې د تولستوی د اناکارنينا يوه نيمه جمله په پښتو کې ترۍ‌تم شوې ده. 

“‘What are you doing up so early, dearie?’ the muzhik’s old woman, stepping out of the cottage, addressed him amicably as a good old acquaintance. ‘Going hunting, auntie. Is this the way to the marsh?’ ‘Straight through the back yards, past our threshing floor, my dear man, and then the hemp field – there’s a footpath.’ Stepping carefully with her tanned bare feet, the old woman showed him to the fence of the threshing floor and opened it for him. ‘Straight on and you’ll hit the marsh. Our boys took the horses there last night.’”

د بهاند په اناکارنينا کې داسې ده: 

“د سرای خاونده، بوډۍ، لکه پخوانۍ مهربانه آشنا په خورا خوږه ژبه ليوين ته وويل: رښتيا ولې دومره وخت راپاڅېدلي ياستئ؟ 

– رور جانې، غواړم ښکار ته لاړ شم. له دې لارې ډنډ ته ورتلای شم؟ 

– مخامخ شا ته، زموږ د درمند ځای خوا ته، مهربان سړيه، 

بوډۍ په بربنډو لمر وهلو پښو، آرام قدمونه اخيستل او ليوين يې د درمندځای خوا ته بدرګه، د لښتو او وښو د کټارې دروازه يې ورته خلاصه کړه. 

– د دې له پاره چې ډنډونو ته ورسې، مخامخ به لاړ شئ. زموږ هلکانو پرون پر آسونو له هماغې لارې بوتلل.”

په دې ځای کې، سره له دې چې مکالمې ډېرې خرابې ترجمه شوي دي، د زړې ښځې دويمه خبره، په پښتو کې، بشپړه نه ده: 

“‘Straight through the back yards, past our threshing floor, my dear man, and then the hemp field – there’s a footpath.’”

“مخامخ شا ته، زموږ د درمند ځای خوا ته، مهربان سړيه،”

۱۰. د ژبې د ښکلا نه‌شتون

ناول، لنډه‌کيسه، ادبي ټوټه او دې ورته هنري نثرونه د ژبې پر ښکلا ډېره تکيه کوي. په بله وينا، دا اثار د معلوماتو نه، بلکې تر ډېره د خوند لپاره لوستل کېږي – عيناً لکه د فلم کتل. د هنري اثارو ژباړه په همدې ګرانه ده چې له ژباړن يې د هنر پنځونې توقع هم کېږي – ويل کېږي چې اکثر ښه ژباړل شوي شعرونه په اصل کې په دويمه ژبه له سره تخليق شوي دي. 

لطيف بهاند، له نېکه مرغه، دا کار څه نا څه کړی دی خو کافي نه دی – يا که ووايم، بېخي په نشت حساب دی. د بېلګې په ډول، د ناول د لومړي ټوک په لومړي مخ کې يو ترکيب د  ګوتې خوږې کړې په شکل کې تر سترګو کېږي. دا يوه ښه هڅه ده خو دا په خپله او دې ته ورته نورې هڅې کله کله پردۍ ښکاري – لکه د جلال‌اباد په ښار کې چې څوک دريشي وکړي. 

د بهاند د اناکارنينا د درې سوم مخ  يو پراګراف مې د انګليسي متن په رڼا کې وژباړه او د هنري نثر د ښکلا او ظرافتونو په ايجاد يا لږ ترلږه خوندي کولو کې خپل بخت وازمايه چې قضاوت پرې لوستونکو ته پرېږدم. لومړی د بهاند، بيا انګرېزي او وروسته خپله متن راوړم.  

“لاسکا په خوښۍ ځان نرۍ لارې ته برابر او په منډ، ه منډه وړاندې لاړ. ليوين هم په چټکو، خو ارامو ګامونو هغه پسې ور روان او دم په دم يې آسمان ته کتل. هغه دا هيله لرله، چې ډنډ ته تر رسېدو مخکې لمر را و نه خېژي، خو داسې برېښېده چې لمر صبر نه درلود. 

کله چې ليوين راپاڅېد، سپوږمۍ لا ځلېدله، خو اوس مټې تته وه. سهارني ستوري چې مخکې ټول له ورايه ښکارېدل، اوس دې بايد لټولي او ليدلي وای. هر هغه څه چې د دښتې په لمنه کې، تت برېښدل، اوس له ورايه ليدل کېدل. 

دا د شوتلو پټي وو. شبنم چې د لمر تر رڼايي مخکې نه معلومېده، د نييونو او شنېليو په جلا، جلا کتارونو کې د ليوين پښې او کميس تر ملا پورې لامده کړي وو. د سهار په رڼې خاموشۍ کې، هسې مټې کوم غږ هم اورېدل کېده. د ليوين د غږ له څنګه غومبسې تېرې او د مرمۍ د غږ په شان شور يې پورته کړ. وې کتل او غومبسه يې وليدله، بيا بله او بيا هم درېيمه. هغه ټولې د غومبسو له ځالې را الوتې او د ډنډ په نييونو کې ورکېدې.”

“Laska gaily ran ahead on the path; Levin followed her with a quick, light step, constantly glancing at the sky. He did not want the sun to come up before he reached the marsh. But the sun did not tarry. The moon, which was still shining when he set out, now merely gleamed like a bit of quicksilver; the morning star, which could not be missed earlier, now had to be looked for; the spots on the distant field, indistinct before, were now clearly visible. They were shocks of rye. Still invisible without the sun’s light, the dew on the tall, fragrant hemp, from which the heads had already been plucked, wetted Levin’s legs and his blouse above the waist. In the transparent stillness of morning the slightest sounds could be heard. A bee whizzed past Levin’s ear like a bullet. He looked closer and saw another, then a third. They all flew out from behind the wattle fence of the apiary and disappeared in the direction of the marsh.”

لاسکا پر نرۍ لارې منډې وهلې؛ ليوين ورپسې و، ګامونه يې چټک و خو منډې ته نه‌پاتې کېدل، هره شېبه به یې اسمان ته کتل؛ زړه يې و چې لمر دې تر ده وړاندې ډنډ ته لاسونه نه را‌غځوي خو لکه چې د لمر صبر نه‌کېده.

سپوږمۍ، چې لا شېبه دمخه رڼا خوروله، اوس رنګ-الوتې وه. د سهار ستوري، چې لږ وړاندې ځان په خپله ښکاروه، اوس به دې سترګې پسې ستړې کولې. ليرې تور ځايونه، چې مخکې نه‌سره بېلېدل، اوس صفا سوتره ښکارېدل. د غنمو درمندونه وو. لا هم د اوږدو او خوشبو بوټو په پاڼو کې پرتې پرخې، چې وړانګو  لا نه وې موندلې، د ليوين پښې او کالي لامده کړل – نم يې تر ملا پورې ورسېد. د سهار په شفافه خاموشۍ کې کوچنی اواز به هم اورېدل کېده. يوه مچۍ ‘ويز’ کړل د ليوين له غوږه لکه مرمۍ داسې تېره شوه. چې ورته ځير شو، بله يې وليدله او پسې يې درېيمه سهي کړه. هغوی د شاتو د مچيو له کندو  څخه، چې لرګينې کټارې ځنې راتاوې وې، راالوتلې او د ډنډ په لور تللې او ورکېدلې. 

زما کره‌کتنه ممکن نيمګړتياوې ولري – زه په روسي ژبه نه‌پوهېږم چې د ښاغلي لطيف بهاند ژباړه مې له اصل سره مقايسه کړې وای. همدارنګه، زما په خپله کوم داستاني اثر لا تراوسه  چاپ شوی نه دی چې ما ته دې يو ډول اعتبار راکړي، که څه هم ليکلي مې دي، خو د هنري نثر د سرسخت مينه‌وال په حيث مې ځان ته دا حق ورکړ چې د اناکارنينا پر ژباړه نقد وکړم او خپل برداشت له نورو سره شريک کړم. 

د دې نقد په ترڅ کې ځينو نتيجو ورسېدم. 

لومړی، د اناکارنينا ژباړه له يو عالم ستونزو ډکه ده. ژباړه ټکي په ټکي شوې ده، مناسبې کلمې انتخاب شوي نه دي، د پښتو جملو نحوي جوړښت تر پښو لاندې شوی دی، ضميرونه او نورې کلمې بې‌حده ډېرې تکرار شوي دي، نامناسبو کلمو انتخاب، مترادفې کلمې او ترکيبونه راوړل شوي، خپل‌سری نيولوګيزم شوی، کلمې/جملې کمې يا زياتې شوي، ګنګ‌تيا لري او د ژبې ښکلا ته توجه نه ده شوې. 

دويم، د هنري ژباړې لپاره يوازې دا کافي نه ده چې په لومړۍ ژبه دې پوه شې. 

درېيم، د هنري نثر د ژباړې لپاره بويه چې ژباړن دې د دويمې يا مورنۍ ژبې ليکوال وي، په ځانګړي ډول د لنډو کيسو، ناول او ورته فورمونو. 

څلورم، په پښتو ژبه کې هر څوک د سمې ژباړې وړتيا نه‌لري؛ نو د نړۍ شهکارونو ته د نوم د ګټلو په خاطر بندونه اچول له ژبې او ولس سره جفا ده. بل پښتون فکر نه کوم چې د اناکارنينا ژباړې ته زړه ښه کړي، ځکه يو ځل ژباړل شوی دی – وار يې تېر شوی دی. 

17 COMMENTS

  1. څار صاحب سلامونه
    نقد موجا مع اوپه زړه پورې و. خوند ېې راکړ.که څه هم پرتله باید پخپله له اصلی ژبې سره شوې وای . که داسې وای ما به
    مو هم له نقده نور ډیر خوند اخیستی وای ځکه ددغې ژبې یو څو ټکي ما ته هم راځي..تاسو پوهیږئ کله چې بهاند دې کار ته نیت وکړ او وروسته ېې دخپلو ژباړو د پای خبر له ځنو دوستانو سره شریک کړ، ډیرو ېې لومړی په نیت او بیا په ترسره شوې ژباړې شک کاوه . او زه ېې دداسې دوستانو او نږدې اشنا یانو د غیبت شاهد پا تې یم . خو کله چې ېې په یوه وار دوه شهکارونه
    او دهغو ژباړل په میدان کیښودل ټولو هغو چې ددې دمخه ېې دداسې ژباړې د چا پ ټټر واهه غیب او ورک شول. او خوار هما غسې ېې چې په ژباړه ګڼې خوارۍ وګاللې ددغو اثارو چاپ نوې سرګردانې ورپیښې کړې . زه مو له ټول نقد سره جوړ یم یوازې هغه د خوشالۍ او نیکمرغۍ په کلمه کې به ما همدا نیکمرغی کارولې وای . ما ددې کلمی معادل په سلواکی کې هم پیدا کړ .سلواکی او چکي ژبې چې زما یادی دی دروسی ژبې سره یوه ریښه لری.
    دا چې وایاست چې دا ژباړه چې وی بلې ژباړې ته به ېې څوک زړه ښه کړي سمه نه ده. ځکه په ایران کې دهمدې ژباړې دوه ویرجنه وجود لری. داسې خوندو اثار په هره ژبه کې ګڼ ژباړن لری. له دې کیسې مې په یوه ژبه کې درې فلمونه لیدلی دی.
    فلم له ژباړې ډ یر دروند او تاوانی کار دی . هغه چې بل فلم پرې جوړوی خامخا پوهیږی چې دده دمخه اقتباس کمزوری دی.
    که داسې نه وی ولې یو پرودیسر په داسې یو فلم په میلیونونو پونډو یا ډالرو او یا…. پانګونه وکړي. نو ته یا بل ستاسو په څیر یو بل بااستعداده ځوان ولې دا کار نه کوئ. بهاند صاحب دا په وس پوره وو تاسو تکړه او خورا د لوړ استعداد لرونکی ځوانان چې زه مو په موجودیت من من غوښې اخلم رامخکې شئ له نورو ژبو نور داسې شهکارونه راوژباړئ . که ددومره لویو شهکارونو دژباړې زغم نه لرئ وړو ته مټې رابډ وهئ.
    بیا هم وایم نقد دې خوند راکړ. کاشکې ستاسو په څیر د تکړه ځوانانو شمیره له دغې واړه ټولی یو لوی لښکر ته لوړه شي.
    خو یو شی خورا خفه کړم خو هیله ده زما د خفګان احساس تا سو له ما خوابدی نه کړي . زه مو له دې وروستۍ جملې سره جوړ نه یم چې دبهاند صاحب ژباړه د دده د شهرت موندلو سره تړی .اوشهرت ته درسیدو لپاره ېې دده نا کا مه هڅه بولئ.
    زه بیا برعکس فکر کوم . څومره چې زه بهاند صا حب پیژنم هغه له دې ژباړو پرته هم زموږ ادبیاتو ته د خپلو تخلیقي،
    تحقیقی ،نقد اد راډیويي تیاتری اثارو په وړاندې کولو ډیر څه ورکړی دی. هغه که دا شهکارونه نه وای ژباړلی ښایی له دی نور ښه تخلیقی او تحقیقی اثارېې وړاندې کړی وای. دا ژباړه ښه ده او که بده . خو په پښتو ژبه کې دداسې لویو څو ټوکه ایزه اثارو ژباړې پیل دده له نا مه سره وتړل شو او زه که ستاسو په ځای وای ما به ددې جملی له لیکلو له ده بخښنه غوښتی وای.
    په دې نقد به مو هغه هم خوشاله شی زه هغه پیژنم خو دده له ژباړې سره دشهرت په انګیزه به ېې زړه پوره ما ت شي
    نوره ستا سو خپله خوښه هیله ده له ما خوابدی نشئ.
    په درناوی
    سوله مل ـلندن

    • عليکم سلام عبدالوکيل سوله مل شينواری صاحب،
      ډېره مننه چې ليکنه دې لوستې او بيا داسې لارښودونکی کمنټ دې کړی. خوشحاله شوم. ډېرو ښو ټکو ته دې اشاره کړې.
      هو، کاشکې زما روسي ژبه زده‌وای–نقد به مې لا دقيق وای.
      په هر صورت، د خوشحالۍ او نيکمرغۍ د ټکي په اړه ما ډېرې پلټنې وکړې، دا جمله ما چې هغه وخت دا ليکنه ليکله، څو ملګرو ته مې ولېږله چې په روسي او انګليسي پوهېدل. نورو هم راته وويل، چې نيکمرغي مانا لري. خو، ما دا ټکی ځکه پرېښود چې ښايي بهاند صيب د خپلې ژبې او د کتاب عمومي روح ته پام کړای وای–لغات ډېرې باريکۍ او ټولنيز بارونه پر غاړه لري. د يو هنري اثر له ژباړونکي او ليکوال څخه دا تمه کېږي چې دې باريکيو ته ډېره توجه وکړي.
      ستا دا نيوکه پر ځای ده: ممکن بل څوک د دې کتاب ژباړې ته زړه ښه کړي–که څه هم ځمکني واقعات څه ناڅه خواشينوونکي دي. په نورو ژبو کې داسې شوي او د هغې ورځې په هيله چې څوک زما دا نظر ناسم ثابت کړي.
      او ښايي د خفګان په ځای درنه مننه وکړم: زما هغه وروستۍ خبره او عموماً د ليکنې ژبه لږه شوخه ده او ممکن تنده ښکاره شي–چې داسې نه‌بايد شوې وای. په هر صورت، زه له بهاند صاحبه د دې خبرې بښنه غواړم–ګوندي رانه خفه نه‌شي. له تاسې مننه چې دې نيمګړتيا ته مو زما پام راواړوه.
      اباد اوسئ.

  2. د هر چا په کار نقد کېدای شي. ستاسو له نقد سره هم اختلاف نه لرم خو ستاسو نقد د ښاغلي بهاند زحمت نه شي نفي کړلی. بهاند صاحب ډېر زیار ګاللی او زه یې د یوه لوستونکي په توګه د زیار احسانمن یم.
    کېدای شي چې دا اثار به تر دې ښه ژباړل کېدای شوای خو کوم دی هغه نر؟
    بهاند صاحب د غوره اثارو د ژباړولو او په ژباړه کې د اوچت کمیت له کبله ځان تلپاتی کړی دی
    ورته اوږد عمر غواړم

    • بالکل ملګريه،
      د بهاند صاحب په کار او زيار کې شک نه‌شته.
      ما هم، د بهاند صاحب د زغم او پراخې سينې په تمه دا جرئت کړی او د ده ژباړه مې نقد کړې.
      ګوندي دا کره‌کتنه د هغه او نورو هنري اثارو ژباړونکو لپاره يوه یاداوري وي چې د دوی ژباړې دقيقې لوستل کېږي او د کلمه کلمه حساب پرې کېږي.
      درنښت

  3. خواوې او زړونه به نه سره بدوو . مونږ باید انتقاد پذیره اوسو . ښاغلي لطیف بهاند صیب زمونږ یو پېژندل شوی شخصیت دی. ټول ورته د زړه له کومې درناوی لرو. غلطي او اشتباه له هغه چا کیږي چې کار کوي. څوک چې هېڅ نه وایي ، هېڅ نه لیکي ، نو غلطي به له کومه شي.
    له بلې خوا روسي او انګلیسي د نړۍ له پرمختللیو ژبو نه دي ، هغوي په زرګونو خپلې کلمې او لغاتونه لري . شاید یوه کلمه څو معني ورکړي . خو مونږ ته د روسي ژبې « شستیې » همه نېکمرغي مانا لري او د خوشحالي لپاره بیا « ویسیولای » استعمالیږي.
    ممکن له روسي ژبې نه انګلیسي ته ژباړل یو څه آسانه وي او بیا له انګلیسي پښتو ته دوباره ژباړل لږ ساده کار وي . خو ماته روسي ژبه ډېره پیچیده ښکاري .
    زمونږ راتلونکي ژباړونکي او احتمالا خپله بهاند صیب که د خپلوپورتنیو آثارو بل ځل خپرولو تکل وکړ ، پورته اونورې اشتباه او غلطیانې به سمې کړي . یو متن که د درې څلورو تکړه لیکوالانو له خوا ولوستل شي ، ټول متن به ښکلي ، خوږ او سم وي. د ښاغلو ضمیر څار صیب او بهاند صیب د لابریاوو او سلامتي په هیله

    • مننه ملګريه،
      بهاند صاحب د پښتو ژبې يو ستر خدمتګار دی.
      د روسي او انګريزي په اړه ستا خبره ممکن سمه وي.
      په هر صورت، ډېره مننه

  4. زه خپله په روسي نه پوهېږم خو انه کرنینه مې په انګریزي لوستی.
    ژباړه اسان کار ندی او دداسې یو شهکار لکه انه کرنینه ژباړه خو بېخي ګران کار دی.
    لطیف بهاند یې شروع وکړه، بل ځل به لدې هم ښه شي.
    نقد ښه کار ده خو داسې نه چې خلک وويرو یا یې زړونه مات کړو.
    نقد هم لکه هنري نثر همدومره ضرافت غواړي.

    • بالکل ملګريه، ظرافت غواړي.
      ما په دې نيت کره‌کتنه نه‌ده کړې چې څوک له ژباړې ووېروم.
      هدف مې دا وو چې دوی پوه شي چې داسې باريکۍ موجودې دي.
      بيا هم مننه

  5. خوشحال = نېکمرغه او که څنګه؟
    منلی ضمیر څار صیب .ستاسې لیکنه مې په ډېره مینه ولوستله او باور وکړۍ، چې دابه یواځنۍ لیکنه وي، چې په پوره مینه مې ولوستله او خوند مې ترې واخست.
    دا چې زه هم له ډېرې مودې را په دېخوا د ژباړې سره سر او کار لرم، غواړم دا لنډې کرښې په دې هکله ولیکم، چې غوره موخه یې د چا سم او ناسمو لیکنوته نه دi او موخه یې یواځې د اند ګډول دي:
    ۱ – لیکونکي او په تیره بیا رومان – فلسفي او د ادب لیکونکي ځان ته یوه پیچلې ژبه لري او غونډالې یې هم خورا اوږدې وي، چې د ژباړي څخه په کې لار ورکیږي.
    ۲ – که څوک غواړي او که نه په ژباړه کې هغه اریز خوند او رنګ هرو مرو بل ډول دۍ.
    ۳ – که څوک غواړي ژباړې وکړي، نو زما په اند هره غوڼداله دې له وتون ژبې څخه پوره د موخه ژبې په یوه غونډاله وژباړل شي، چې پرته له دې منځپانګه ښایي بدله شي او د لوستونکي له پاره خوند باید ساتلی پاتې شی او په همدې ډول دې هم پوره بیرته ورکړ شي، چې د موخه ژبې ټولې ګرامري لارې په کې ساتلې وي، دا په دې مانا چې د موخه ژبې هر څه په کې په پام کې نیولې وي، نو که چېرې د موخه ژبې یوه غونډاله پهدوه یاڅو غونډالو کې وژبړل شي، هغه خپل اصلیت هرومرو له لاسه ورکوي.
    موږ په ټولو پوهنو او نورو لیکنو کې پردیو ژبو ته اړ یو، ځکه چې په خپله ژبه کې لا تراوسه دومره څه نه لرو. دا هم زما په اند یو ستر کار دۍ، چې ډاکتر صیب بهاند د ډېرو کتابونو په ژباړه کې سرته رسولی.
    په ډېره بخښنه باید ووایم، چې ما دا کتاب نه دۍ کتلی، چې خبرې پرې کوو، زه یواځې په هغو غونډالو خپل اند څرګندوم، چې تاسو په خپله لیکنه کې راوړي.
    یوه یادونه دې وي، چې ژباړه هیڅ وخت د اصل سره په خوند کې نه شي برابرېدی، ځکه، چې په ژباړه کې-لکه چې تاسو ورته هم ګوته نیولې- هغه ژباړی د خپلې خوښې ویونه او غونډالې جوړوي.
    ما یو څه وخت د مخه د یوه فلسفي وي پښتو انډول لیکلی وو، باور وکړۍ، چې بیا یې پهمانا زه هم داسې سم نه پوهېدم، چې هغه مې بیا له سره ولیکه او زما په اند سم مې کړ.
    ما چې ستاسو لیکنه ولوستله، نو دې ته وهڅېدم، چې دا لږ څه په الماني ادبیاتو کې هم وګورم، چې زمادویمه ژبه ده.
    غواړم لنډ دوه شیانو ته ګوته نیسم:
    لومړی: د دې له پاره چې د ژباړې ستونځو باندې پوه شو، نو
    دلته به یې هغه له تاسو راوړې انګرېزي، د بهاند صیب لکلي، د دې رومان په الماني د پينځو ژباړو ژباړې ، د همهغه روسي غونډالې الماني ژباړې او له الماني څخه زما ژباړې سره یوځای ګورو.
    دویم: په نیکمرغۍ او خوشحالۍ به څه خبرې وکړو، چې د څار صیب ګوتڅنډنه هم دې ته ډېره ده.
    لومړي ته:
    د ډاکتر بهاند صیب ژباړه:
    ستاسو یعنې څار صیب له لیکنې:
    ،، ۱. نامناسبو کلمو انتخاب
    د اناکارنينا لومړۍ جمله ډېره مشهوره او ډېره ستايل شوې ده – د انګلستان مشهورې ورځپاڼې، ټلګراف، دا د نړۍ د ادبي کتابونو د دېرشو غوره کرښو په کتار کې دويم مقام ورکړی دی. زمونږ ژباړن، لطيف بهاند، دا جمله داسې پښتو کړې ده: 
    “ټولې نېکمرغه کورنۍ يو بل ته ورته دي؛ هره بد مرغه کورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده.”
    خو د دې جملې انګرېزي هغه داسې ده: 
    “All happy families are alike; each unhappy family is unhappy in its own way.”
    دا انګرېزي ژباړه ډېره ستايل شوې. زمونږ بحث په روسي لغت، счастли́вые، دی چې په انګرېزي کې يې انډول Happy/خوشحاله راوړل شوی دی خو نه‌پوهېږم چې زمونږ ژباړن ولې نېکمرغه ورته انتخاب کړی دی؟،،
    له څو الماني ژباړو ، هر یوه څخه همدا غونډاله پهالماني، چې ورلاندې یې زما پښتو ژبړه ده، له الماني څخه]
    دا به ووایم، چې په الماني کې له درې ژباړو د ژباړونکو څخه رانیولې غونډالې، په ن ج کې شته.
    د الماني ژباړه د پښتو مانا سره. لومړۍ:
    Alle glücklichen Familien sind einander ähnlich; aber jede unglückliche Familie ist auf ihre besondere Artunglücklich
    ټولې نیکمرغه (د مخه مې یو ځل لیکلي وو:بختوري) کورنۍ یو بل ته ورته دي، مګر هره بدمرغه کورنۍ په خپل ځانګړي ډول بدمرغه ده.
    د الماني ژباړه د پښتو ژباړې سره. دویمه:
    Alle glücklichen Familien gleichen einander, jede unglückliche Familie ist unglücklich auf ihre Art.
    ټولې نیکمرغه کورنۍ یو بل سره برابريږي یا یو بل سره برابرې دي، هره بدمرغه کورني په خپل ډول بدمرغه ده.
    د بل الماني ژباړي د پښتو ژباړې سره . دریمه:
    Alle glücklichen Familien sind einander ähnlich, jede unglückliche Familie ist unglücklich auf ihre Weise.
    ټولې نیمرغه کورني یو بل ته ورته دي، هره بدمرغه کورنۍ په هغه خپل ځانګړي ډول بدمرغه ده.
    بله الماني ژباړه د پښتو ژباړې سره. څلورمه:
    Alle glücklichen Familien gleichen einander, jede unglückliche Familie ist auf ihre eigene Weise unglücklich.
    ټولې نیکمرغه کورنۍ یو سره برابریږي، هره بدمرغې کورنۍ په خپل ځانیز ډول بدمرغه ده.
    دایې د الماني اخرنۍ ژباړه د پښتو ژباړې سره. پنځمه:
    Alle glücklichen Familien ähneln einander; jede unglückliche aber ist auf ihre eigene Art unglücklich.
    ټولې نیکمرغه کورنۍ یو بل ته ورته کیږي، مګر هره بدمرغې کورنۍ د هغه په خپل ځانیز ډول بدمرغه ده.
    اوس نو د هر چا خوښه، چې کومهیې ښه راځي او کومه نه، خو د څار صیب د اند سره دا زما ژباړې هم سر نه لګوي.
    دا پورته غونډالې خو داسې دي. دا چې په روسي نه پوهېږم، نو نه شم ویلی، چې ما به نو روسي څنګه ژباړلې وی.
    دویم ته:
    خبره په خوشال یا خوشحال او نیکمرغه کې ده.
    ما الماني او انګرېزي انډول سره پرتله کړل او دلته هم پښتو داسې ګورو، خوشال له انګرېزي او نیکمرغه ( د پښتو یې ) له الماني.
    که ګوګل ته الماني ورکړۍ، نو انګرېزې ما یې را وزي او په څټ، خو الماني کې ورسره د پښتو انډول خوښ د نورو څنګ کې هم مل دۍ.
    له دې څخه داسې برېښي، چې نېکمرغه خوشال دۍ او
    خوشال نېکمرغه.
    دا چې خوشحال عربي ده، نو ایا د خوشال انډول به په پښتو نیکرغه نه وي؟
    ما یو ځل بختور لیکلی وو، نو ایا مرغ به بخت ته نه وایي؟
    ترې لاس ته راوړنه: خوشال، نېکمرغه،بختور.
    دا نو تاسو ته نوره پرېږدم، چې حه پهکې وایۍ.
    یوه بله یادونه: سرلیک داسې لږ توند برېښي، چې ایا دا به هم د کره کتنې ( زهکره کتونکی نه یم، ځکه دا پوښتنه) سره مل وي؟
    دا چې بل افغن به دا ونه ژباړي، هم داسې د نورو د مخنیوي په څېر برېښي.
    د نورو خلکو یې له لوستلو څخه مخنیوی.
    بیا هم ځوان یې، سړه سینه به لرې، هیله ده ، چې زړه بدی نه شي.
    ماته ستا د لیکلو توان ډېر خوند راکړ.

    • مېږی ورور، دا د خوشحاله او نېکمرغه ټکي باندې ما ډېر غور وکړ. ګوګل ترانسلېتور او نور قاموسونه د کلمو مترادف راکاږي. اما متردفات بيا هو به هو يو شان نه‌وي. ژبپوهان په دې باور دي چې په ژبه کې دوه ورته کلمې نه‌شته. ښايي ليکوال کوښښ وکړي چې خپله کلمه، چې هماغه ته جوړه ده، پيدا کړي.
      په دې باريکيو شاعران او د هنري نثر ليکوال پوهېږي. ګل پاچا الفت يوه کلمه هم بې ځايه نه‌ده کارولې.
      ستا له خبرو داسې ښکاري چې علاقمند ياست پښتو سوچه شي–دا مسئله بيا هنري نثر نه‌شي زغملی. هلته د کلمو سياق، د هغو شکل، وزن، د غږونو هماهنګي، د واولونو برابروالی او ماناييز او فرهنګي بارونه ډېر مهم دي. مثلاً، شوله يوازې يو خواړ نه‌دي، بلکې د مريضۍ په وخت کې خوړل کېږي. که په کيسه کې راځي چې پلانکي ته يې مور شوله راوړه، لوستونکي همزمانه پوهېږي يا شک کوي چې زوی يې ناروغه دی.
      د همدې باريکولو لپاره ما دا فقره په نقد پرېښوده–سره له دې چې ځينو ملګرو ويل نيمکرغه هم ترجمه کېږي. انګرېزان د نېکمرغه لپاره فورچونېټ/لکي لري اما ولې يې هپي انتخاب کړ؟ هغه هم بار بار. ولې زمونږ ژباړن ونه‌شوای کړای چې دغه باريکۍ ته متوجه شي او په خپله ژبه کې د کلمو مانايي بار ته توجه وکړي.
      دا که يو نوي ژباړن ژباړلی وای، يا يو عادي کتاب ژباړل شوی، داسې نقد ممکن ما نه‌وای کړای، اما دا چون نړيوال شهکار دی او زمونږ د ستر ژباړونکي له خوا ژباړل شوی، ځان ته مې دا حق ورکړ چې لږ جدي ولاړ شم.
      ستا له تبصرې مننه.

  6. څار صيب سلام ! نقد دې په زړه پورې دی . هر ليکوال يا ژباړونکی بايد د کره کتونکو له خوا نيوکو ته پام وکړي .
    داچې تاسې د پښتو ژبې د ښکلا لپاره هلې ځلې کوۍ دستاينې وړ دی ، خو ستاسو په ليکنه کې مې ځيني ټکي خوښ نشول ، خدای مکړه د خصومت له مخې نه وي .
    ۱- ژباړه د شخصي شهرت لپاره ، چې سوله مل صيب هم يادونه کړې ده ، د انديښنې وړ ده . بله دا چې ستاسو په توله ليکنه کې ، بهاند صيب ته د ډاکتر کليمه نده کارول شوې . حال داچې بهاند د پښتو ژبې د ادبياتو دوکتورا لري او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد وو . يو ځل مو بهاند ته د صيب او دوه ځلي مو د ښاغلی ” پساوند او پيشاوند ” کارولي دي . ستاسو عکس نه داسې ښکاري چې تاسې ځوان او د عمر له مخې کشر ياست . په پښتني فرهنګ کې د مشرانو درناوی يو جز دی .
    ۲ – تاسې ليکۍ :” د لطيف بهاند ژباړه ، په خپل ځای ارزښت لري – يو شهکار په پښتو شوی ، خو …..ژباړه يې کاملن د لوستلو نه دی ” . ړڅنګه کيدای شي چې يوه ژباړه هم ارزښت ولري او هم د لوستلو وړنه وي ؟
    ۳ – تاسې ليکلي : ” د هنري نثر د ژباړې لپاره ، بويه چې ژباړن دې د دويمې يا مورنۍ ژبې ليکوال وي “. له دې نه داسې ښکاري ، چې تاسو لا تر اوسه د بهاند صيب پښتو نثري او شعري اثار نه دي ترلاسه کړي ؟
    تاسې بيا ليکۍ : …”لطيف بهاند ، له نيکه مرغه ، دا کار څه نا څه کړی دی ، خو کافي نه دی – يا که ووايم ، بيخي په نشت حساب دی “. زه د يو لوستونکي په توګه ستاسو په دې دريو کميتي مفاهيمو: “څه نا څه ، کافي نه دی ، يا بيخي نشت دی “،
    کوم يو ومنم ؟
    ښاغلی څار صيب ! زه هرې کره کتنې ته په درنښت ګورم او هغه د نيګړتياوو د سمون لار بولم ، خو ستاسو ” ادبي نقد ” ما له دې ډاروي چې زمونږ ( ګران دوستان ) پټه خزانه ، ترې جوړه نه کړي . خوښي او بری مو غواړم .

  7. د ډاکتر صاحب سراچي نظر زما لپاره د تایید وړ دی
    بهاند صاحب ډېر لوی خدمت کړی دی اما فکر کوم چې ستاسو نقد یو شمېر خلک چط د بهاند صاحب زحمت ته یې تراوسه پام نه و کړی، اوس ورپام کړل. د زرګونو پاڼو ژباړه نه شي کېدای چې په څو جملو رد شي
    بهاند صاحب دې ژوندی وی او تمه لرم چې په دې ډول نقدونو یې روحیه مړاوې نه شي بلکې دې ته وګوري چې څومره خلک یې د زیار قدر کوي
    طه د یوه لوستونکي په توګه د بهاند صاحب احسانمن یم
    عبدالعلي توخی

  8. بهاند صاحب ته دې خدای پاک سل کاله نور عمر ورکړي چې داسې نور اثار راته وژباړي
    نقاد صاحب ته پکار وه چې په خپله یې حداقل یوه کیسه ژباړلې وای او خپل وخت یې په داسې مسایلو عبث نه وای ضایع کړی
    له بهاند حخه منندوی یم. ما یې ژباړې په خوند لوستی او که دوی نه وای ژبادلي دا اثار به مې هیځ کله نه وای لوستي
    نثار احمد نثار

  9. ښاغلی بهاند صاحب ډیره مننه، ښه خوندور اثر دي ژباړلی وه، نه پوهیږم ولی ځینی خواږه او ښاغلی ورونه هغه دچا خبره په ع کی غ ګوری.
    زه ستا د ژباړی په هره کرښه په بشپړډول پوه شوم.
    مننه چه پښتنو ورونو ته د پښتو ژبی پوره خدمت کوی.
    مونږ باید ډیر مسبت اوسو تر څو ډیر پرمخ لاړ شو
    په اخر کی که په ځینو ښاغلو اوعزتمندو ورونو ځما تبصره ښه نه بریښی نو بښنه تری غواړم.
    یو ځل بیا د ښاغلی او عزتمند بهاند صاحب د ښه اثراوژباړی څخه د زړه له کومی مننه.
    په درناوی

  10. سلام
    بهاند صاحب زمونږ دټولنې اکادمیک شخصیت دی او به خپلې تولنې دیر زړه سوانده لیکوال دی هدف له تبصری دانه دی چې یوازې په توبیروبحث وکړم او څو مجهوله معادله ور څخه جوړه کم که بحث پر شهکاری ،نقد او دژبې ادبی ښکلا باندی د هنر له ابعادو کتل وی ډیر پېچلی کاردی خو کله چې خبره دژبې ښکلا حخه راځی نو د ریاضی په حساب د نیوکې برخه طرحه کیږی . دلته د نورو ژبو مقایسه کول له پښتو سره داصلی موضوع بل اړخ دی . څارصاحب زه له تا سره د ګرا مر په برخه کی په تیره بیا بې شمیره صفتونو، مترادفاتو ، قیدونو، مستعارو اودجملوله ترکیب سره موافق نه یم سره ددی چې ستا نثر له منځنې کچې لوړبریښی
    وایی سه چیز بی سه چیز نماند: علم بې بحث ، ملک بې سیاست ،ومال بې تجارت
    پنخه ګوتې مساوی نه دی

  11. امید پام
    یوه لنډه یادونه: په روسی ژبه کی Счастливый نیکمرغه ته وایی خو په ځینو حالاتو کی یا په نادرو هیجانی او احساساتی شیبو او څرګندونو کی دقیقاً د خوشحاله یا ښاد معنا ورکوی، نو په همدی کیسه کی د Счастливый صفت ته مناسبه او حتی سُچه معنا هماغه خوشحالی.
    خو دا توپیر د نقد وړ ده خو د ژباړی او ژباړن زیار، ارزښت او احترام نه کموی.
    له دواړو، څار او بهاند صاحب نه په درنښت مننه!

  12. سلاومونه مینه او درنښت
    زه ده بغلان پوهنتون محصل یمه، ګران استاد ګل رحمن رحماني، په نړۍ اد بیاتو کې لیو تولستوی ادبي شخصیت علمي سیمنار راکړ؛ کله چې ما په بېلابيلو ويپاڼو کې د ده په هکله څيړنه پیل کړه. زه د ده− د ژوند، عدم تشدد نظریې، فلسفي ژوند، تیره بیا دلیکوالۍ فن دومره متاثره کړم، چې د لیو تولستوی ټول آثار ولولم؛ څو لنډي کيسې مې هم ورته په انګلیسې ولوستلي خو لو شهکارونه یې په pdf فورم نه لوستل کېږي بیا ځان وویل چې د ده− د ژوند خو ډير وخت کېږي، که پښتو ته چا را ژباړلي وي نو بیا مې تاند ویپاڼه کې د احسان الله ارینزی صاحب لیکنه ولوسته او ورسره اړوند مطالبو کې د دوکتور بهاند صاحب لیکنه ولوسته، وس د کرونا له وجهي خو کابل ته څوک تلی نه شي، ورور جان ته مې ادرس ورکړئ لوی اختر ته به راورسېږی، جګړه او سوله− او اناګارنینا د بهاند صاحب زحمت د ستایلو دی او اوږد عمر ورته غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب