شنبه, مې 4, 2024
Homeټولنیزکویډ-۱۹ نارغی وبا به په افغانستان کی د پولیو له منځه وړنه...

کویډ-۱۹ نارغی وبا به په افغانستان کی د پولیو له منځه وړنه هم ځنډنۍ کړی

ډاکټر وریښمین سباوون، ایم ډی، پی ایچ ډی

ایپیدیمیولوجست، د افغانستان د پولیو د له منځه وړنی نوښت

د کویډ-۱۹ ناروغی په دولتی او ټولنیزو چارو، ژوند، تجارت، نړیوالی او سیمه ایزو برنامو او پروګرامونو باندی بده اغیزه کړی ده او د هغو موخی یی ننګولی دی. د پولیو د وحشی ناروغی ټغر په ټوله نړی کی ټول شوی دی يواځی پیښی یی اوس په افغانستان او پاکستان کی پیدا کیږی. دغه دواړه هیوادونه د پولیو د له منځه وړنی بیړنی پلانونه هرکال نوی کوی، اما د پلان مطابق د پولیو په له منځه وړنه کی نه بریالی کیږی او د پولیو د وحشی وایرس ګردش او سرایت نه شی بندولی.په افغانستان کی د پولیو د له منځه وړنی عمده ستونزی د وسله والو مخالفینو له خوا په ځنی سیمو کی د پولیو پر کمپاینو بندیزونه،ناامنی اوجنګونه، په ځنو سیمو کی د میندو او پلرونو له پولیو واکسین څخه انکار، د پروګرام مدیریتی ستونزی،  اوپه ځنو سیمو کی د پولیو د کمپاینو د کیفیت خرابوالی دی. تردی مهاله د پولیو برنامه په افغاستان کی تر ډیره حده له مالی ستونزو سره مخ نه ده او د نړیوالی ټولنی له خوا تمویلیږی. د کویډ-۱۹ نړیوالی وبابه د پولیو د له منځه وړنی نوښت په افغانستان او نورو ټولو هغو هیوادونو کی چی څوکاله پخوا پکی پولیو له منځه تللی او تراوسه پکی د پولیو کمپاینونه ترسره کیږی، تری ډیر متاثر شی.

د ایی ایم ایف د راپور په اساس۲۰۲۰ عیسوی کال به له مالی ستونزو ډک کال وی، چی پکی بډایه هیوادونه هم له سترو مالی ننګونو سره مخامخ شوی دی. د کویډ-۱۹ د کنترول په مهال او یا د وبا له مهار وروسته به ورته ډیره ګرانه وی چی د پخوا په شان د پولیو له منځه وړنی نوښت په سخاوتمندانه توګه تمویل کړی. د مالی سرچینو کمښت ممکن د پولیو د کمپاینونو په څرنګوالی او د کمپاینونو په شمیر تاثیر وکړی. کویډ-۱۹ ناروغی چی یوه بشری او ټولنیزه ناورین دی، ددی ایجاب کوی چی پولیو پروګرام مالی او بشری سرچینی هم ددغی ناروغی په مهارولو کی وکارول شی. دغه کار هم ممکن د پولیوکمپاینونو په کیفیت منفی اغیزه وکړی. دپولیو په کمپاینو کی د خولی د لارث د پولیوواکسین پوښښ له پنځه کلنی ښکته عمر کوچنیانو کی د کویډ-۱۹ له نړیوالی وبا څخه وړاندی هم په ډیرو ولسوالیو کی ۹۰٪ څخه کم وه، کوم چی په ټولنه کی د پولیو د وحشی وایرس د ګردش او خپریدا مخنیوی کولای شی،ممکن نور هم خراب شی او د وایرس ګردش او خپریدو ته نوره زمینه هم برابره شی. د پولیو د پروګرام لپاره بهلاندی پایلی ولری.

  1. د پولیو کمپاینونو ترسره کونه چی پهافغانستان او نورو هیوادونو کی د سارس کورونا وایرس-۲ دخپراوی اوهم د پولیو د کمپاین پرسونل د کویډ-۱۹ له خطر سره د مواجه کولو له امله بند شوی دی، شونی ده چی د کمپاینونو بندیدنه له قرنطین او ګرزبندیزڅخه وروسته لیری شی. په هرصورت د څو متواترو کمپاینونو نه ترسره کیدنی په ټولنه کی د پولیو په وړاندی یوه معافیتی خلا را منځ ته کړی ده، د کمپاینونو نورځنډ به د غه خلا نوره هم زیاته کړی.
  2. په ۲۰۲۰ کال کی ممکن د پولیو پیښی د ۲۰۱۹ کال په پرتله ډیری زیاتی شی. ممکن هغه سیمی چی له ډیری مودی راهیسی له پولیو پاکی وی هم په پولیو وایرس ککړی شی. دا به د افغانستان د دولت لپاره یو بل سرخوږی اود نړیوالی ټولنی به پری د فشار یوه بله وسیله وګرځی.
  3. ممکن په افغانستان کی د circulating vaccine-derived poliovirus (cVDPV)پیښی رامنځته شی. دغه پیښی هغه وخت رامنځته کیږی چی کوچنیانو ته په ۱۲-۱۸ میاشتو کی د پولیو واکسین وه نه شی. په ذکرشوی موده کی د پولیو د واکسین ژوندی کمزوری شوی وایرسونه په انسانانو کی ګردش کوی او بالاخره ویرولانس یا د ناروغی د تولید قوت پیدا کوی، او دکوچنیانو د فلج کیدو سبب کیږی.
  4. ممکن د شری، شنی ټوخلی، او نورو ساری ناروغیو چی په افغانستان کی یی د موجوده واکسینونو په واسطه مخه نیول کیږی، پیښی یی هم زیاتی شی.

وړاندیزونه

  1. د کویډ-۱۹ د وبا په جریان کی باید د پولیو برنامی پر پلانونو کار وشی. د زمینی له مهیا کیدو وروسته باید با کیفیته کمپاینونه ترسره شی.
  2. د کویډ-۱۹ د وبا او د پولیو د پیښو د ممکنه زیاتوالی د خطر په پام کی نیولو سره باید له موقع نه استفاده وشی او وسله وال دی ته وهڅول شی چی د کور په کور پولیو کمپاین ته اجازه ورکړی.
  3. د کویډ-۱۹ ایپیدیمیولوجی په پام کی نیولو سره باید د پولیو د کمپاینونو لپاره لږ ترلږه په لوړ خطر لرونکو ولسوالیو کی اماده ګی ونیول شی، وسله وال مخالفینو اوهم دولتی چارواکو ته باید قناعت ورکړل شی، چی کمپاین ته اجازه ورکړی.
  4. هغه منیدی او کوچنیان چی روغتیایی مرکزونو ته راځی په هیڅ وجه باید له واکسین څخه محروم نه شی.
  5. واکسیناتورانو او د ساړه ځنځیر کارکوونکو ته باید د کویډ-۱۹ ناروغی څخنه د مخنیوی حفاظتی توکی ورکړل شی چی خدای مه کړه په کویډ-۱۹ ناروغی اخته نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب