شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادباوه ورځې، اوه فریادونه/ ګل رحمن رحماني

اوه ورځې، اوه فریادونه/ ګل رحمن رحماني

لومړۍ ورځ – لومړی فریاد – پنجشنبه

   لمر راوخوت، زرینې وړانګې یې دګاډي له کړکیو راپرېوتې ، زه په لاره روان یم ، سترګې مې برېښي ، یو خواته مې غر او بل خوا مې مست روان سیند دی، د لمر وړانګې په دواړو لګېږي خو هم دسیند له زرینو څپو او هم دغرونو له ښیښي کمرونو بېرته انعکاس کوي او زما په سترګو لګي، بس شېبه په شېبه همدا راته وايي چې دنړۍ په یوه لرې کونج کې چې اوس یو څوک له خوبه راویښ شي او دلمر وړانګې دا پیغام ورکړي چې ګران یې په ډېر لرې سفر روان دی ؛ نو څه به کوي ؟ ایاددې ټولو سزا ستا په غاړه نه ده ؟ زه هم مخامخ لارې ته وګورم او له ځان سره یوازې هو ووایم.

دویمه ورځ – دویم فریاد – جمعه

   له مودو وروسته د کور دروازې ته لنډ شوی یم ، په ذهن کې مې بېلا بېل سوچونه دماشومانو غوندې په ترپکو زغلي راغلي ، کله وایم مور به څوک خبروي ، څوک به زېری ورباندې کوي ؟ څه به وايي ؟ په کوم ځای به مې ښکل کړي له ډېرې غوسې نه خو به په مخ څپیړه نه راکوي ؟ په شونډو مې موسکا خوره شي ، پښه نیولی شم او زړه نازړه دروازي شرنګولو ته لاس کړم خو ناڅاپه مې یو څوک را یادول شول ، ډېره لرې یوازې ناسته ده ، دماشومې غوندې یې سترګې له اوښکو ډکې او سرې دي ، راپسې خپه ده او له ډېره خپګانه غوسې اخیستې ، په زړه کې پټه پټه راپسې ژاړي ، لاسونه مې مړاوې او پښې مې سستې شي ، ځای په ځای ودرېږم او ددروازې مخکې راته ستا مړاوې څېره وخاندي .

درېیمه ورځ – دریم فریاد – شنبه

    د کور په حجره کې ویده یم ، سهار وختي یو ځل بیا لمر راختلی ، کړکیو ته نږدې په ولاړ و ونو کې مرغان چغېږي ، دکور شاته مو دښوونځي دماشومانو شور ماشور دی او په شور زوږ سره  په مستۍ مستۍ دښوونځي په لور روان دی ، راته یاد شي چې زه هم  یو وخت همداسې څوک وم  او په دې ډله کې به مې منډې وهلې. خو هر څه پای ته رسېدلي ډېر داسې ماشومان منډې وهي چې زما دماشومتوب په وخت کې نه و خو اوس هغوی روان دي او زه ویده یم ، دروازه ټکېږي ، وړوکې ورېرونه مې نارې وهي ، کاکا … کاکا پاڅه لمر راختلې  ! زه هم پاڅه سترګې وموښم خپل لیدلی خوب بیا سترګو ته راولم ، ته پرېشانه ناسته وې ، زما په اړه سوچونه کوې او دوه ماشومان دې مزاحمت کوي خو ته نه پوهېږې چې ماته غوسه شې او که هغوی ته ؟ زه هم پاڅم ته له خوبونو راووځې او ټوله کوټه ستا انځورونه ونیسي . ستا دمړاوې څېرې او خپه زړه دردونه ټوله کوټه دفریاد او خواږه درد په رنګونو وپوښي .

څلورمه ورځ – څلورم فریاد – یکشنبه

    مازدیګر دی، د سیند په غاړه له خپلو ملګرو سره ناست یم ، هغوی ټول راته خبرې کوي ، شعرونه وايي او د فطرت دښکلاوو په ستاینو سر دي ، خو زه  په چمن کې مړاوی ناست یم ، پښې مې غځولې او سیند ته یوه یوه شګه غورځوم ، په روانو اوبو کې کړۍ جوړوي ، وړاندې ځی او ورکېږي  ، کله کله کبان هم په دغه دایرو کې را ایسار شي او په ور غورځېدلي کاڼي پسې لامبو وهي . زر مې پام شي چې زه هم یو کب یم او دیوه سپېڅلي زړه نه په را اوچتو شوو زرینو څپو کې نغښتی یم ، داسې څپې چې له ما سره روانې دي او ما له ټګرونو او ګردابونو ساتي ، همدا څپې په اوبو کې هم ستا دښکلا او زړه  وږمې خوروي او ما ددې لپاره هڅوي چې یوازې ستا لپاره په مینه او ویاړ سره ژوند وکړم .

پنځمه ورځ – پنځم فریاد – دوشنبه

   ماښام دی، په یوه اوچته برنډه یوازې په لمانځه ولاړ یم ، هرځل ناکامه هڅه کوم چې ټول  حواس ، زړه او  روح  مې دهغو له حقیقي مالک سره ملګري کړم خو بیا ګڼې اندیښنې او یادونه رامخکې شي ، زړه او روح مې له دغه سترې او لا یزاله  هستۍ بل خوا وړي خو یو څه تل راسره وي او بل خوا ته مې نه شي وړلای ، فکر کوم چې  ډېر لرې دیوه سپېڅلي ، دردېدلي مات خو روښانه او خواږه زړه ساتنه را دغاړې ده ، پروردګار ته خپل ټول عجز او زاري وړاندې کړم ، ددې توان او حوصله ورنه وغواړم چې په خپل دغه مسولیت کې مې کامیاب لره خو ورسره  په هره سجده کې دا شکرونه هم ادا کوم چې په یوه داسې پاک کور کې دې ځای راکړ ، په کې اباد دې کړم او دې حد ته دې را ورسولم چې اوس مې پردی نه ګڼي ، په درد کې راسره دردېږي او خندا کې راسره خوښ او په خندا وي . بس په همدې توګه دماښام لمونځ  رانه دنورو معمولي وختونو څخه اوږدېږي  .

شپږمه ورځ – شپږم فریاد – سه شنبه

   له خپلې مورجانې سره ناست یم ، دواړه د تېرو وختونو کیسې کوو خو مور مې راته د ماشومتوب خبرې کوي ، کله کله راته خاندي ، شېبه وروسته زموږ خنداګانې زما وریندار ګانې اوري، په خوښۍ زموږ خواته راځي، تر څنګ مو کېښني او ټول دهغې په خوا کېږي ، په همدې وخت کې زه ورنه دځان خلاصولو هڅه کوم، له جیب نه مبایل را وباسم، روښانه یې کړم ،خو بیا شبکې کار نه کوي، څپه نه لري، وړوکې وراره مې راته وايي:

  کاکاجانه! طالبانو زموږ شبکې بندې کړې، زما پلار جان هم زنګ نه شي را وهلی، زه لاس اوچت کړم ، له ټیو ټیو سره دصفحې په مخ لیک راځي زر یې پرانېزم، ستا لیک وي، په مینه او تلوسه یې وګورم خو زړه مې ودردېږي تا راته دخپل درد خبرې کړي، زړه دې یوه نوي ازمون ته پرېشانه وي خو زه پوهېږم چې بریا به بیاهم ستا په برخه وي ، زه پرېشانه شم، هغوی یو بل ته وګوري او بیا یې زما حالت په تعجب کې واچوي .زه پوهېږم چې یو چاته څومره اړیم او هغې هم په ټوله نړۍ کې له هر چا وړاندې خپل فریاد ماته کړی زر له سترګو را را روانه اوښکه پاکه کړم خو دا کار مې ددرد پټولو یوه ناکامه هڅه وي.

اوومه ورځ – اوم فریاد – چهار شنبه

    بیا هم د مخه ښې شېبې دي، زړه مې درد نیولی ، بیا دخپلې مور مخکې ولاړ یم ، لاس یې ښکلوم او په یوه سفر روانېږم، داشېبه له مانه تاسې ښه انځورولی شی، په تاسې ټولو به کله کله په خپل ژوند کې داسې شېبه راغلې وي ، چې دخپلې مورجانې مخکې ولاړ وی او مخه ښه ترې غواړی، زه خپلې اوښکې پاکې کړم ، دمور لاسونه ښکل کړم خو په سترګو او زړه کې مې یوه نوې خوښي څرکونه وهي ، پوهېږم چې دغه ټول دردونه ستا یادونه راڅخه اخلي ، زه په درد کې روان یم خو دخوښۍ په لور ځم ، پوهېږم چې ته مې ډېر په بې صبرۍ انتظار کوې ؛ نو ځکه خو مې قدمونه ګړندي شي ، هوا ته وګورم او ستا پاک زړه ښکل کړم ، زر راته څرګنده شي چې ددوو سپېڅلو زړونو تر مینځ یم او دوو انسانانو ددعاګانو په وزرونوکې نغښتی یم .

    واه دادي را ورسېدم ، اوس نو تر ټولو سخته او دردونکې شېبه ده ، ځکه چې له تاسره مخامخ کېږم ، رانه خپه یې او زه  دې د په خلا کولو الفاظ ګورم ، څومره رنګینه ده دا شېبه، کله کله وایم چې هسې نه دا هم زما د ژوند د ځینو نورو شېبو غوندې ستا یاد او یو زرین نه هېرېدونکی خوب وي .

٢٠١٢  سپټمبر ٢٠ مه

3 COMMENTS

  1. هره ورځ او هر فرياد يی بلا خبرې لري، لوستلو يې خوند وکړ، تصويرونه دې سترګو ته راودرول.- قرار

  2. ریښتیا هم چې په زړه پورې له خاطرو او تصویرونو ډکه لیکنه ده، چې په لوستو سره یې هر چاته ډېرې خاطرې ور په یادېږي.

  3. هیله ده هغه چاته دې هم فریاد ورسیدلی وي چې ستا خیال یې داسې خپل کړی، ښکلې لیکنه ده بریالی اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب