جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهځلاندد نیسلن منډیلا ژوند او پیغام | ډاکتر ځلاند

د نیسلن منډیلا ژوند او پیغام | ډاکتر ځلاند

نیسلن منډیلا د لومړۍ نړیوالي جګړې له پای سره سم نړۍ ته سترګې پرانیزلي، هغه د جولای په اتلسمه ۱۹۱۸ زکال په سویلې افریقا کې زوکړه وکړه. منډیلا د سویلي افریقا د میزو په کلي د اومتاتو په ولایت کې پیدا شو. په ماشومتوب کې د رولیهلهلا (Rolihlahla)  نوم یې پرې  کیښود چې د ستونزو پارونکي یا جوړونکي په مانا دی. وروسته هغه دخپل قوم په نوم ماډیبا په  نوم وپیژندل شو، د منډیلا غور نیکه Ngubengcuka)) د خپلې قبیلي پاچا یا مشرو، د هغه یو ځوی منډیلا نومیده کوم چې د نیلسن منډیلا نیکه وه. د منډیلا مور او پلار بې تعلیمه وو، هغه یې له خپلو دوه خویندو سره را لوی کړ.

د منډیلا مور او پلار هغه د سیمې په یو ډیر ښه ښوونځې کې شامل کړ، او هلته هغه ته د استاذ لخوا اینګلیسي نوم (نیلسن) ورکړل شو، منډیلا نهه کلن وه چې پلار یې وفات شو. د منډیلا مور هغه د خپلې قبیلي مشر ته د ښوونې او روزنې دپاره واستاوه، منډیلا هلته د قبیلې له مشرانو د اینګلسي استعمار ضد زده کړې تر لاسه کړي، او دارنګه یې اینګلیسې ژبه، د خپلې قبیلي ژبه او دارنګه د سویلي افریقا تاریخ او جغرافیه زده کړل. منډیلا په جهانسبرګ کې خپلې زده کړې د قانون په برخه کې تکمیلي کړي. هغه لا ځوان وه چې د اوږد واټن په منډه او دارنګه یې په سوک وهنه کې د ورزش لیوالتیا لرله ، او وخت نا وخته به یې په مسابقو کې برخه اخیسته. د زده کړو په اوږدو کې یې د کمونیستې حلقو لخوا جذب شو، په کال ۱۹۴۲ ز کال کې یې د افریقا په ملي کانګریس African National Congress کې غړیتوب تر لاسه کړ. دهغه د مبارزي ډول د عدم تشدد په اساساتو ولاړ و، خو کله چې په ۱۹۶۰ کې د حکومت لخوا د تور پوستو په لاریون برید وشو او په لسګونه بې ګناه کسان په کې ووژل شول، منډیلا له عدم تشدد مبارزې څخه په مسلحانه مقاومت او مبارزي لاس پورې کړ. هغه د کانګریس د مسلحو ځوانانو د ټولې مشر وټاکل شو، او په دې توګه یې د حکومت په خلاف په مسلحانه مبارزه لاس پورې کړ. ۱۹۶۲ کې هغه ونیول شو او په پنځه کاله بند محکوم شو، په ۱۹۶۴ کې هغه د دویم ځل دپاره محکمه شو او په عمرې بند محکوم شو.

منډیلا (۴۶۶/۶۴) د افریقا په بدترینه بندیخانه کې Robben Island Prison د ۲۷ کالو بند تیر کړ. منډیلا په کال ۱۹۹۰ د فبروري په یولسم له بنده خلاص شو، له دې سره د افریقا د ملي کانګریس ګوند په وړاندې حکومتي بندیز پورته شو او په رسمې توګه دیو سیاسي ګوند په توګه وپیژندل شو. منډیلا د افریقا د ملي کانګریس ګوند لخوا په کال ۱۹۹۴ کې په ټاکنو کې ګډون وکړ او په لومړي ځل د افریقا په تاریخ کې د یو تورپوستې ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه تر ۱۹۹۹ ز کاله پورې د افریقا ولسمشر پاتې شو. هغه په ټاکنو کې له بریالیتوب سره سم د ملي یووالي په وړاندې عملي ګامونه پورته کړل، هغه د تور پوستي او سپین پوستي افریقایي ترمنځ د یووالي دپاره هلې ځلې پیل کړي، هغه de Klerk پخوانی سپین پوستی ولسمشر او په ټاکنیزو مبارزو کې خپل سیال د لومړي مرستیال په توګه په دنده وګماره، هغه پخپله کابینه کې هم سپین پوستو افریقایانو ته ځای ورکړ. هغه په کال ۱۹۹۵ کې د رګبې په نړیواله لوبه کې ( د افریقا د رګبې لوبډلې چې یواځې له سپین پوستو جوړه وه ) د ملي یووالي دپاره کار واخیست او په دې توګه د افریقا ملي لوبډلې په لومړي ځل وکولای شوای نړیوال جام وګټي، په دې توګه هغه  په بریالیتوب سره له  ورزش څخه د ملي یووالي دپاره کار واخیست.

 هغه په کال ۲۰۰۰ ز کال کې د ګڼو مرستندویه ادارو مشري په لاس واخیسته او د نړۍ د سولې دپاره یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي. هغه په کال ۲۰۰۲ کې امریکا د نړۍ د جګړه مار هیواد په توګه ونوماوه او جورج بوش ته یې توصیه وکړه چې په عراق دې برید نه کوي. هغه د افریقا کامله خپلواکې د فلسطین له خپلواکۍ سره تړلي وبلله او تل یې د اسریلو د ظلمونو غندنه وکړه. نیلسن منډیلا له خپلې لومړي او دویمې میرمنې څخه د خپلي مبارزې د بریالیتوب په لټه جدا شو او له خپلې دریمې میرمنې سره Graca Machel یې تر مرګه ژوند وکړ. هغه د ۹۵ کلنې په عمر د ډسمبر په دولسم ۱۲ له نړۍ سترګې پټې کړي.

نیلسن منډیلا د Event Leadership ( هغه لیډرشپ چې د یوې واقعې په ترڅ کې رامنځته کیږي) بهترین مثال دی. منډیلا د اپارتاید ( د توکم پالنې، چې له مخې یې تورپوستې افریقایان له ټولو حکومتي امتیازاتو څخه بې برخه کړای شول)  په وړاندې دیو نشنلیست افریقايې په توګه بریالي مبارزه وکړه، د هغه د مبارزي تر ټولو مهم توکی هغه د افریقايې نشنلیزم ایډیالوژي و.منډیلا د کپیټالیزم او ازاد بازار سخت مخالف وه، هغه غوښتل چې د ټولنې ښیګڼې او بدګڼې دې شریکوي، هغه تر ډیره بریده له سوشلیزم سره مینه لرله او کوښښ یې کاوه چې د سرمایې سرچینې د خلکو ترمنځ شریکې کړي تر څو د افریقایانو د ژوند تفاوتونه له منځه لاړ شي.

منډیلا په انساني برابرۍ باور درلود، د علم او پوهې په عامولو یې غوښتل خلک د خپلو بشر حقونو په ترلاسه کولو پوه شي او په دې توګه یې د انساني خپلواکې او کرامت پیغام خپراوه. د منډیلا مړینه د یو انسان د وجود مړینه بلل کیږي، د هغه ایډیالوژي، پیغام او مبارزه به تل په نړۍ کې ژوندې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب