د انسان پیدایښت په توپیر ژوند تیروي، دا پدې مانا چې عقل دی انسان یې د انسانې ژوند د خپلولو وړ ګرځولي دت او عقل یو له بله سره تړلي ګڼل کیږي. انسان د عقل په استعمال د الله د نورو مخلوقاتو څخهی، د انساني اخلاقو چوکاټ د عقل په پایه ولاړ ګڼل کیږي. اوس پوښتنه دا ده چې اخر عقل وایې څه ته ؟
عقل عربې کلمه ده چې د تړلو، مهارولو او ساتلو په مانا استعمالیږي. عقل له عقال څخه اخیستل شوي، عقال هغه پړي ته وایې چې د اوښ د مهارولو یا له پښو څخه د تړلو د پاره استعمالیږي. عقل په پښتو ژبه کې د پوهې او هوښ په مانا استعمالیږي. عقل په اصطلاحې مانا د انسان هغه اروایې قوه ده چې د انسان کړه وړه تر کنترول او ارادې لاندې راولي. عقل په قران کې هم د پوهې او هوښ په مانا استعمال شوي دی. په فلسفه کې عقل د حقیقتونو د پیدا کولو قوي ته ویل کیږي. عقل د خبرې کونکي نفس ( ناطق نفس ) د ساتونکي او هغه ته د شرف او ښایست ورکونکي قوې په توګه پیژندل کیږي. د عقل د ویش په اړه مختلفو علماو او فیلسوفانو ویشني کړي خو د دیکارت له نظره عقل په دوه ډوله دی : نظریاتي او عملي عقل. نظري عقل د مسایلو، شیانو او کړو وړو د ادراک او پوهیدا دنده په غاړه لري، او د هغوي په اړه د قضاوت دنده ترسره کوي. عملي عقل هغه قوه ده چې د انسان کړه وړه کنترولوي او هغه د انسان تر ارادې لاندې راولي، پدې مانا چې عملي عقل انسان د یو عمل په کولو یا نه کولو تنبه کوي. په اسلام کې تر هر بل دین زیات د عقل او تفکر د قوي د استعمال او له هغه څخه د کار په اخیستنې ډیر تاکید او امر شوي دی. د عقل کلمه په قران کې ۴۹ ځلې راغلي ده. په قران کې د مومن او مسلمان دپاره عقل د ژوند اساس او د ارزښتناکې ځانګړنې په توګه یاد شوي دی، حال دا چې کفار او مشرکین له دې نعمت څخه هیڅ برخه نلري. عقل د قران، سنت او اجماع تر څنګ د اجتهاد څلور ګونو مراجعو څخه یوه مرجع ګڼل کیږي، د عقل پر بنسټ قیاس ترسره کیږي. په قران کې عقل د حق او باطل ترمنځ د توپیر د قوه په توګه یادیږي، کفار او مشرکین دا قوه نلري نو ځکه هغوي ته د عقل د نه لرونکو (جاهلو ) په توګه اشاره شوي ده. ښه په قران کې عقل ته لیدلوري هغه د راتلونکي ژوند په وړاندې د هدف ټاکلو او حق ته د رسیدلو په مانا ده. بلاخره داسې ویلي شو چې عقل د پوهې په ذريعه په حقيقت باندې د پوهویدلوکوښښ کوي او د حواسو په ذريعه چې کومه پوهه ترلاسه کوي د هغې په رڼاکې د حقيقت ته د رسېدوکوښښ ترسره کوي.د عطالله حیران لیکنه (مینه او عقل) کې د عقل په اړه داسې یادونه شوي ـ حضرت امام غزالي (رح) د عقل په اړه داسې وايي: عقل هغه نوم دى چې داشتراک په غرض پرڅلورو معناګانو اطلاق کېږي.
اول: عقل هغه صفت دى چې انسان يې په لرلو سره د نورو حيواناتو څخه بېليږي .
دويم: عقل عبارت د هغو معلوماتو څخه دى چې په مميز(رسېدلى) وړوکي کې په وجود راځي .
درېېم: عقل عبارت د هغو علومو څخه دى ، چې د تجربې څخه حاصليږي.
څلورم: عقل عبارت د هغې قوې څخه دى چې دکار په عواقبو پوه سي او هغه شهوتونه چې د لذتو د ژرتېرېدو موجب ګرځي له منځه وباسي. عقل په لاندې ډولونو هم ویشل شوی دی:
الف: طبیعي عقل
ب: بدیعي عقل
ج: تجربي عقل
د: پوخ عقل
حضرت امام غزالي (رح) وايي چې :طبيعي عقل د ژوند د پايښت لپاره مهم دى لکه چې عادي انسان د طبيعي عقل واسطه داکارنه کوي چې ځان د لوړې څخه بېله واسطې يوې کندې ته وغورزوي .
بديهې عقل هغه دى چې ذهنا اسانه وي، مثلا ددې عقل څښتن په دې پوهېږي، چې د (دوو) عدد تر(يوه ) عدده لوي دی. تجربي یا اکتسابي عقل هغه دى چې د تجربې څخه وانسان ته حاصليږي مثلا : وړوکى دوهم ځلې اورته لاس نه اچوي ځکه چې اورته د لاس اچولو له کبله په لومړي ځلې سوځیدلی دی، نو د همدې تجربې په اساس اوس ځان ترې لرې ساتي . پوخ عقل هغه دى چې موقتي ظاهري شيان د پوخ عقل څښتن نه سي خطا ايستلاى او پرنفس اوخوهشاتو غالب وي. په دې کې شک نه شته او له دې نه سترګې هم نه پټيږي چې عقل د انساني ژوند لپاره ډېرې رڼاګانې اواسانتياوې برابرې کړي دي لکه ساينسي کشفيات ،دتمدن پرمختګ، سياست، په ټولنه کې نظم، ا د انسان د سوکاله ژوندلپاره نوې نوې هرډول لارې چارې اوهمداسې نور… د اهرڅه موږ د عقل پرمټ کړي ترڅو مو ژوند په منظمه توګه پرمخ لاړشي او د ژوند هره اړتيا مو پوره شي. په پایله کې همدومره وایم که وغواړو د یو پیاوړي او ګټور انسان په توګه ژوند ترسره کړو باید د عقل له پیاوړي قوې څخه د ژوند په هره برخه کې کار واخلو تر څو نه یواځې اخلاقي معراجونو ته ورسیږو بلکي د دارینو ګټې مو هم په نصیب شي.
له انسان مجلې څخه په مننې !
سلام
داکتر ځلاند په ډېر ابتدایی برخه او بحث کې زموږ هېواد له بده مرغه ډاکټرانو«ټر» خراب،تباه او برباد کړ یوډاکټر ولې دومره کمزوری شی چې دخپلې ټولنې په ژبه ،فرهنګ، او مدنی ژوند یې سر خلاص نه شی استاد داخبره تاته ،ماته او هرچاته معلومه ده زما داخبره یو شمیر هغو دانشمندو،بې ازارو ،مخلصو قربانی شوې ډاکټرانو ته او همدارنګه نزاکتا او اخلاقا تاته متوجه نه ده او نه لازمه ده. خو له بده مرغه حقیقت دادی د دغه مظلووم ملت نفس په وتو ده او څه نه دی په کې پاتې ! تا ښه موضوع مطرح کړې ده هرڅه په عقل کیږی او منطق ولاړ دی چې زموږ ،چاپېریال،کور ، کلی ، ښار ټولنه او کتله ورته ضرورت لری هسې خالی لافې او باټې نه دی بلکې دعالی تحصیلاتو کسان ورته هم ډېر ډېر دېر ضرورت دی . الله عزوجل په بشپړه جهان بینی کې فرمایی چې ومثل الذین کفروا کمثل الذی ینعق بما لا یسمع الا دعآء وندآء صم بکم عمی فهم *لایعقلون.۱۷۰ سورة البقرة
صم بکم عمی درې دانسان د بدن درې مهم ابزار دی چې له عقل سره مستقیما اړیکی لری دغه درې اساسی ابعاد یا عنا صر یا ټکې ستا لیکنه کې یولړ مهم او بنسټیزه معنوی باطنی اهداف ټاکی :
دعقل مطالبه دالله څخه .عقل انسانی ګوهر او ستره تحفه ده،روان پېژندنه هم داوا یی خو لږ په فنی تر مینالوژی او اصطلا حاتو کې.
وفا او ایمانداری دانسان عقل او دشخصیت ښکلا ده
له الله ج څخه وېره داخبره ټوکه نه ده، معنوی وېره پوهه او عقل ده !
تواضع: تواضع بود هوشمند ګزین نهد شاخ پر میوه سر بر زمین
محتاط: دانسان پوهه لا محدوده ده انسان کامل نه دی دا باید ومنی .
سوله غوښتونکی: باید په هرحالت کې دسولې سلم ،خیر او فلاح لاره غوره کړی داپوهه ده او عقل
دقرآن کریم تلاوت په طریقه سره بهترین رهنما ، لارښود، او بشپړ امانت دی.
دالله ج پېژندنه. چوشمع از پې علم باید ګداخت که بېعلم نتوان خدارا شناخت
پوهېدل معرفت دی شهرت مال او منال،اوږده شمله ،برګې چبنې او وچ سیاست ته اړه نه لری
دانسان دپوهې او عقل معنوی کمیت او کیفیت په دې کې دی چې څومره خپل رسالت او مسلک ته تابع دی اوخپل مسولیت تر سره کولی شی.