ژباړن: بارکوال مياخېل
بدلمني د نړۍ ډېره لرغونې دنده ګڼل کېږي، خو په دې خبره کې طنز زيات او واقعيت کم دى. د ښځې بده ورځ او خواري تر زرعي انقلاب وروسته پيل شوه، چي هغه د مېږې- وزې او غوا- غوايي غوندې شخصي ملکيت او د خرڅلاو شى وګڼل شوه. بشري ټولنه په پيل کې مورنۍ وه، يانې ښځې تر نارينه لوړ او غوره حيثيت درلود، اولادونه د مور په نامه پېژندل کېدل او په جايداد کې د ميراث برخه هم د مور له خوا اولادونو ته ورکول کېده. دا حالت تر زرعي انقلاب وروسته بدل شو، چي د ټولنې اساسي اصول پلارني شول او ښځې خپل د مشرۍ حيثيت له لاسه ورکړ.
بدلمني يا فحاشي لومړى د مځکې د خدايګۍ (ديوي) په معبدونو کې پيل شوه، چي سلګونه عبادت کوونکې به د بدلمنۍ لپاره پکې ساتل کېدې او د هغوى ګټه به د دغو معبدونو د پېشواګانو جېبونو ته تله. دې «مقدس کاروبار» تر پېړيو پورې دوام وکړ، حتى چي کاروباري خلکو دا کار له معبدونو دباندې پيل کړ او ځاى پر ځاى يې فاحشه خانې او چکلې پرانيستې. په دغو فاحشه خانو کې تر ډېره په پيسو اخيستل شوې مينځې ساتل کېدې، په پيل کې دغه فاحشه خانې په سمندري بندرونو کې جوړې شوې، چي هلته به ماڼوګانو خپلې ګټلې پيسې پر دغو بدلمنو ښځو بايللې. مملکتونو چي د فاحشه خانو دغه شهرت وليد، نو تر خپل واک لاندې يې راوستلې او د نورو توليداتو او حاصلاتو غوندې يې د خپلې ګټې وسيلې وګرځولې. په فنيقيه (کنعان)، يونان او روم کې به بدلمنو ښځو له حکومته اجازتنامې اخيستلې، په دغو هېوادونو کې د تنکيو هلکانو فاحشه خانې هم وې.
مسلمان مؤرخين راته وايي چي د هندوستان پاچاهانو او شهنشاهانو به له بدلمنو ښځو ماليه اخيستله او هغه پيسې به يې پر خپل پوځ او پوليسو باندې خرڅولې. په اسلامي هېوادونو کې پر بدلمنۍ بنديز لګېدلى وو، خو هغه څوک چي د غلامانو تجارت يې کاوه، پخپلو کورونو کې به يې د مينځو د بدلمنۍ دنده کوله، چي د (الف ليله و ليله: زر او يوه شپه) له کيسو هم څرګندېږي. د ټولو هېوادونو درباري ښارونه د بدلمنيو په مرکزونو بدل شوي وو، ځکه چي پاچاهانو، بډايانو او لويانو به يې په ښکاره ملاتړ کاوه. د ويښتيا (رينيسانس) په پېړيو کې چي لوېديځوالو پر ختيځو هېوادونو يرغل وکړ او هغه يې تر خپل واک لاندې راوستل، نو له توليداتو سره- سره يې ښځې هم د بدلمنۍ لپاره همدغو مستعمره هېوادونو ته ورسره بوتلې، چي له دې سره د «سپينې غلامۍ» کاروبار پيل شو. په اوس وخت کې د اروپا او امريکا په لويو ښارونو کې په ډېره پراخه او منظمه توګه د بدلمنۍ دنده کېږي. بدلمنو ښځو ته د بلونکې نجلۍ (Call Girl)، ماډل نجلۍ (Model Girl) او مېلمپالې نومونه ورکړل شوي دي. د منځني عمر ښځو ته فحاش نارينه يا نڅاګر ملګري ور پيدا کېږي، په هوټلونو کې «منګوليان» او «حبشيان» د خادمانو په توګه ګومارل کېږي، چي د بډايانو د عياشو مېرمنو د زړونو د خوشالولو کار تر سره کوي. د پېرس په مارسي اې ښارونو کې بدلمنې ښځې د نارينوو د هر ډول جنسي بېلاريتوب تنده ور ماتوي، چي له امله يې د انسانيت جامه ټوټې- ټوټې شوې ده.
په نيويارک، شکاګو، لندن، هامبورګ، ټوکيو، هانک کانګ او سينګاپور ښارونو کې په ميلينونو ښځې د بدلمنۍ دنده کوي. د بدلمنۍ پر علتونو باندې په بحث کې سيزر لومبروزو ويلي چي ځينې ښځې له پيدايښته بدلمنې او مجرمې وي، خو اشتراکي پوهانو ثابته کړه چي د بدلمنۍ اصلي علت اقتصادي دى، ځکه نو بدلمنې ښځې په کار- روزګار وګومارل شوې او په اشتراکي هېوادونو کې د بدلمنۍ د دندې مخنيوى وشو. په چين کې د اشتراکي انقلاب په وخت يواځې په شنګهاى ايالت کې شاوخوا پينځوس زره ښځې په بدلمنۍ اخته وې. اشتراکي مشرانو بې واده ځوانانو ته وويل چي له دغو بدلمنو ښځو سره نکاح کول او دوى له دې ګندګۍ را ايستل يې اخلاقي فرض دى. يو کال نه وو تېر شوى چي له ټولو بدلمنو ښځو، پتمنې مېرمنې جوړې شوې او له نارينوو سره يې اوږه په اوږه کارونو ته ملا وتړله.
په «ازاده نړۍ» کې که يوې خواته قبضه ګرو او تجارانو ته د لوټ او تالان ازادي ور په برخه ده، بلې خواته د ښځې بدلمني هم د هغې حق ګڼل کېږي او ويل کېږي چي که بنديز پر ولګول شي، نو د هغې عملي ازادي به زخمي شي. په تېره نړيواله جګړه کې چي امريکايان چېرې هم ولاړل، هلته فاحشه خانې او چکلې پرانيستل شوې او د بدلمنۍ بازار تود شو. دغو وږيو عياشانو او شهوتيانو د جنوبي کوريا، جاپان، جنوبي ويتنام، تايلېنډ، ماليزيا او ميانمار (برما) په ملتونو خپل ناترسه هوسونه ساړه کړل. په «ازاده نړۍ» کې د بدلمنۍ پراخ کاروبار د دې خبرې شاهدي ورکوي، چي هلته عملاً د ښځې حيثيت د نارينه برابر نه دى منل شوى او د نورو خرڅلاوي شيانو غوندې د ښځې پت هم يو تجارتي جنس ګڼل کېږي او ګټه ځنې اخيستل کېږي.