Homeخبرونهد ننګرهار د کامې ولسوال او د هغه دوه ساتونکي ماین چاودنې...

د ننګرهار د کامې ولسوال او د هغه دوه ساتونکي ماین چاودنې ټپيان کړل

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۶مه) د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ۸ نیمې بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د کامې ولسوالۍ د ولسوال پر موټرمقناطیسي ماین چاودنه کړې.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په دې چاودنه کې د ولسوال شریف الله فضلي په ګډون د ده یو ساتونکی او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، دا چاودنه د ولسوال پر موټر دندې ته د تګ پرمهال شوې ده.

خو بل لورته عیني شاهدان بیا وایي، چې په چاودنه کې ولسوال او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان زیاتوي، په سیمه کې ګڼ عام خلک هم وو خو بل چاته زیان نه دی رسېدلی.

د ټپيانو د روغتیاي وضعیت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د دې چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه  دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...