چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeټولنیزد سټيف جابز له خولې څخه د برياليتوب ۴۲ درسونه 

د سټيف جابز له خولې څخه د برياليتوب ۴۲ درسونه 

ژباړه: محمدعزيز پردېس

سټيف جابز (steve jobs) د ټکنالوژۍ يوه غوره څېره وه چې نوم يې د نړۍ لسو غوره اغېز لرونکو څېرو په ليست کې هم راغلی و. هغه د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی دی او هغه سړی و چې نړۍ يې د iPad – iPhone – iPod  او iMac په نومونو پېژني. 

په دې ليکنه کې به تاسو د سټيو جابز هغه ۴۲ ويناوې تاسو ته وړاندې شي چې د برياليتوب په اړه يې تاسو ته په ميراث پريښي دي. 

پيل

۱) موږ په يو اوږدمهاله او غوره ليدلوري سره پيل واخېست او هغه دا چې کار بايد په غوره کيفيت سره ترسره شي، ځکه په پيل کې د هر کار سم ترسره کول د هغه کار د بدې پايلې او ناکامه انجام څخه غوره ده. 

۲) د موټرو تم ځای ته لاړم، په موټر کې کښېناستم، غوښتل مې چې موټر چالان کړم، يو شېبه مې ځان سره فکر وکړ چې که نن شپه مې د د ژوند وروستۍ شپه وي؛ نو آيا غوره به وګڼم چې په يوې سوداګريزې جلسې کې ګډون وکړم او يا هم دې آغلې سره آشنا شم؟ د پارکېنګ هغه اړه ته لاړم او له هغې مې وپوښتل چې آيا غواړې نن ماښام ماسره ډوډۍ وخورې؟ هغې زما غوښتنه ومنله. موږ دواړو يوځای په قدم اخېستو سره د ښار په لورې حرکت وکړ او له همغه وخته سره يوځای يوو. ( د خپلې مېرمنې لورانس سره ليدل، نيوزويک ټایمز / ۱۹۹۷ ). 

۳) زه خوش چانسه وم، ځکه ډېر متوجه شوم چې په د مينې په ژوند کې څه کاره يم. 

سوداګري، کسب او کار

۴) تاسو نشئ کولی چې تل خپلو پېرودونکو څخه دا وپوښتئ چې څه غواړي او بيا هڅه وکړئ چې هغه ورته ورکړئ. ځکه تر هغو چې تاسو غواړئ هغه محصول توليد کړئ، هغوی نوي نور څه درڅخه غواړي. 

۵) کيفيت له کميت څخه مهم دی. يو ودان کلی له سلو ويجاړو ښارونو څخه غوره دی. 

۶) اپل شرکت ډېره سرمايه لري. خو زما په اند د نه پاملرنې په صورت کې ښايي، ښايي، ښايي او ښايي له سقوط سره مخامخ شي او ومري. 

۷) زما په اند  له دې ستونزې څخه د وتلو لار واړه کول او سوزول نه دي، بلکې نوشت او ابتکار دی، اپل شرکت په همدې کړنلارې سره خپل طلايي پړاو ته ورسېد او بيا به هم په همدې کړنلارې سره طلايي پړاو ته رسېږي. 

۸) زما په نظر که تاسو يو کار ترسره کړئ او د کار پايله ډېره ښه وي، بايد د يو لوی د ترسره کولو لپاره لاس په کار شئ. نه دا چې ډېره موده په همغه لومړني کار تېره کړئ. يوازې دومره بايد پوه شئ راتلونکی کار کوم يو دی!

۹) زما په نظر د يو شرکت جوړول په رښتيا هم ستونزمن کار دی، همدرانګه د شرکت لپاره د غوره کارکوونکو استخدامول او کار ته د هغوی هڅول ترټولو غوره وړتيا ته ضرورت لري. هغه هم دا چې هيله مند واوسې او ذوق ولرې. 

۱۰) زما اند خو دا دی چې دا يو غوره شزکت لپاره خورا ستونزمنه ده چې وغواړي ټول کارونه ترسره کړي. ژوند پېچلی دی. 

۱۱) زه د بازار او سهام په اړه فکر نه کوم. زه د خپل ځان په اړه او د خپل شرکت په اړه فکر کوم چې وشو کولی د نړۍ ترټولو غوره کمپيوټرونه جوړ کړو او که ومو شو کولی چې دا کار وکړو، نو فکر کوم ستاسو د سهام ارزښت به هم لوړ شي. 

۱۲) ډېری شرکتونو پرېکړه کړې چې واړه شي او ښايي دا د هغوی لپاره يوه ښه پرېکړه وي. خو ما یو متفاوت مسير ټاکلی دی. زما باور دا دی که مونږ د غوره محصولاتو په ايښودو سره د پېرودونکو مخه ونيسو، نو هغوی به همداسې لاس په جېبونو وي. 

۱۳) پېرودونکي يوازې هغه وخت نرخونه يا قيمتونه مناسبه ګڼي چې، په رښتيا هم مناسبه وي. موږ هڅه کوو چې د غلا پر وړاندې مبارزه وکړو. موږ کوښښ کوو چې خل د غلا او غلطو لار څخه بهر کړو او هغوی ته ووايو چې کولی سندرې… په قانوني توګه توګه او په مناسبو بيو واخلي. خو که قيمتونه يا نرخونه له اندازې څخه پورته لوړ لاړ کړئ، نو خلک به په غلا لاس پورې کړي او هغه وخت به ټول ضرر وکړي. 

۱۴) که نن مې د خپلې رشتې يا حرفې په هکله لا ډېر څه زده وی، ښايي ځيني کارونه مې په مراتبو ښه ترسره کړي وی او پر ځای يې ښايي ځيني نور کارونه ډېر ناسم ترسره کړي وی. ښه نو څه؟ غوره ده چې په اوسني حال کې ژوند وکړو. 

۱۵) که شل خښتې تاسو ته درکړم، کولی شئ چې ټولې د زمکې پر مخ واچوئ او په دې توګه به د زمکې پر مخ ۲۰ دانې خښتې ولرئ او يا هم کولی شئ چې دا شل خښتې يو پر بل کېږدئ او د يوه دېوال په جوړولو پيل وکړئ. 

۱۶) مونږ هغه کسان استخداموو چې غواړي د نړۍ غوره څيزونه يا توکي توليد کړي. 

۱۷) په هر هغه کار کې چې بوخت ياست، خپله وروستۍ هڅه وکړئ چې ويده نشئ! برياليتوب ځان سره برياليتوب راوړي. نو د هغې لپاره وږي واوسئ. داسې کسان استخدام کړئ چې د ښه او غوره والي لېواله واوسي. 

۱۸) ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو غوره محصول مو توليد کړی وي، خو په عين حال کې مو اضافي توکي يا زبالې هم توليدې کړي دي، د دې اضافي توکو او زبالو څخه ځان وژغورئ. 

رهبري او مديريت 

۱۹) زمت دنده په اشخاصو اساني رامنځ ته کول نه بلکې زما دنده د هغوی ښه کولی او يا په هغوی کې ښه والی رامنځ ته کول دي. 

۲۰) زه برخلاف د برابرو پايلو، شديداً په برابرو فرصتونو باور لرم. زه په برابرو پايلو باور نلرم، ځکه په تاسف سره چې ژوند داسې نه دی. که داس وی، نو نړۍ په چورلټ ډول ستړې کوونکې او خسته کوونکې وه. 

۲۱) زه پوهېږم چې خلک سمبولونه يا الګو ګانې خوښوي او مينه ورسره لري. خو هرکله چې زما په اړه داستان ليکي، نو ګډوډېږم. ځکه په دې ليکنه کې ليواله دي چې ډېری اشخاص ناديده ونيسي. 

نوښت او ابتکار 

۲۲) د يوه رهبر او پيرو د پرتلې وجه، د ابتکار يا نوښت لرل او نه لرل دي. 

۲۳) هرڅومره چې زموږ درک له تجربو څخه لوی او پراخ وي، نو غوره طرحه او برنامه به ولرو. 

۲۴) د (څېړنيزې ډلې) لخوا د يو محصول طراحي کول خورا ستونزمن کار دی. ډېری وخت ترڅو چې محصول خلکو ته ونه ښاياست، نپوهېږئ چې هغه غواړي او کنه. 

۲۵) خلک فکر کوي هرڅه چې دي همدغه د کار ظاهر دی. د بېلګې په ډول: يو موبايل طراحانو ته ورکړي او ورته ووايي، ( دا ښکلی کړئ ). زموږ په اند دا طراحي نه ده او يوازې ظاهري بڼه مهمه نه ده، طراحي يعنې د دستګاه کاري کيفيت. 

۲۶) موږ هڅه کوو چې ترټولو غوره محصولات خلکو ته توليد کړو او کم تر کمه دا شهامت لرو چې خپل ځان محکوم کړو او د توليد په اړه ووايو: ( د کار دا برخه نشي کولی چې د وروستي يا نهايي محصول د د غوره توب سبب شي ). 

۲۷) هرڅه له حد او اندازې څخه ډېر جدي مه نيسئ. که غواړئ د يو هنرپېشه په څېر په ژوندانه کې خلاقيت ولرئ، بايد له حد او اندازې څخه ډېر تېرو پېښو ته پاملرنه ونکړئ. بايد هر هغه کار مو چې کړی وي او هرڅوک چې وئ، ويې ومنئ. 

نور

۲۸) جاپان په زړه پورې او جالب هېواد دی. ځيني فکر کوي چې جاپانيان يوازې کاپي کوي، زه نور داسې فکر نه کوم. زما په اند هغوی خپل محصولاتو ته بياځلې نوښت ورکوي. هغوی هغه څه چې اختراع شوي دي اخلي او د هغو په هکله مطالعه کوي ترڅو په بشپړ ډول يې درک کړي او کله ناکله له مخترعينو څخه يې هم هغه په ښه ډول درک کوي او پېژني يې. 

۲۹) خلک په ذاتي ډول خلاق او نوښت لرونکي دي. کله ناکله هغوی يو کار په يوې وسيلي يا آلې سره ترسره کوي چې وسيله جوړوونکی يې حتی په اړه فکر هم نه وي کړی. 

۳۰) د نړۍ برخې برخې سره ډېرې نږدې شوي دي او دغه لړۍ به دوام لري. 

البته د ټولو څيزونو لپاره د سکې بل مخ هم شتون لري. هر محصول ناغوښتونکي جانبي عوارض هم لري. ترټولو ويجاړوونکې ټکنالوژي مې چې تر دې دمه ليدلې ده، هغه تلويزون دی او تلويزون په ټکنالوژۍ کې يوه بشري معجزه ده. 

۳۱) د نن ورځې يو ترټولو جالبو موضوعاتو څخه انټرنېټ دی او په دوه دليلونو سره جالبه دی: لومړی دا چې هرچېرته شته او هر هغه څه چې هر چېرته وي جالب وي، دوم دا چې فکر نه کوم مايکروسافټ وشي کولی د ېب د تصرف او مالکيت لپاره لاره پيدا کړي. اختراعات او نوي څيزونه ورځ تربلې مه په ډېرېدو دي او دا موضوع به داسې فضا رامنځ ته کړي چې نور به هلته د تورو ورېځو لپاره د حکمرانۍ ځای نه وي. 

۳۲) کوم کارونه مو چې په خپل ژوندانه کې ترسره کړي دي، که يوه کتنه ورته وکړئ؛ نو متوجه به شئ چې ټول هغه په خپل ځان کې د ډموکراسۍ عنصر لري. وېب د نه باوروونکې ډموکراسۍ يوه بشپړه بېلګه ده. په انټرنېټ کې يو وړوکی شرکت د يو لوی شرکت سره کوم توپير او تفاوت نلري او د لويو شرکتونو په څېر د لاسرسي وړ وي. لوی شرکتونه ميلونونه ډالر د محصولاتو د توزيع کانالونو د رامنځ ته کولو لپاره لګوي او وېب به دا مالي غوره توب په بشپړ ډول خنصی کړي. 

۳۳) زموږ په نظر اصولاً کله چې تاسې غواړئ خپل مغز غلی يا خاموشه کړئ، نو تلويزون ته کښېنئ او کله چې وغواړئ خپل مغز روښانه کړئ نو د کمپيوټر کار پيلوئ. 

۳۴) کمپيوټرونه او سافټويرونه به همداسې پرمختګ کوي او زموږ د ياګيرۍ په کړنلاره کې به انقلاب رامنځ ته کړي. 

۳۵) هره ورځ به د کمپيوټر نوي نوي پرمختګونو سره مخ کېږئ او نن ورځ کمپيوټر د انسانانو د خدمت کوونکي په څېر دی. د کمپيوټرونو راتلونکی پوړ به د لارښود او مشاور بڼه ولري. 

ژوند

۳۶) ژوند محدود دی، نو هغه د نقش په لوبولو مه ضايعو کوئ. اجازه مه ورکوئ چې د خلکو خبرې ستاسې د دننه غږ غلی کړي او ترټولو مهمه دا چې د خپل زړه د الهاماتو د ملاتړ شهامت ولرئ. 

۳۷) که غواړئ د يو چا په اړه څه پوه شئ، نو يوازې همدا بسنه کوي چې د هغه د ژوند د اتل څوک دی. 

۳۸) په ۳۳ کلنۍ کې مې له يو ميليون ډالرو څخه ډېره شتمني درلوده، په ۳۴ کلنۍ کې مې ۱۰ ميليونه ډالر، په ۳۵ کلنۍ کې مې له ۱۰۰ ميليونو ډالرو څخه ‌ډېره شتمني درلوده او ترټوله مهمه دا ده چې پيسې مې موخه او هدف نه و. 

۳۹) د لويو کارونو يوازينۍ لار دا ده چې د خپل مسلک سره مينه ولرئ او که تر اوسه مو هغه کار نه وي موندلی، نو پلټنې ته مو دوام ورکړئ. غلي مه کښېنئ. 

۴۰) زه ډېر د خپل عمر په اړه فکر نه کوم. يوازې هرکله چې له خوبه پاڅېږم، نوې ورځ وي راته. د پرون په اړه په اړه فکر وکړئ او د سبا لپاره خيال پردازي وکړئ، خو نن ژوند وکړئ. 

۴۱) زما شخصيت د سوداګرۍ او پيسو پورې تړاو نلري او زه مينه لرم چې داسې توکي توليد کړم چې د خلکو په درد وخوري. 

۴۲) ما تل ويلي، که داسې ورځې راورسي چې نور ونشم کولی دنده او مسووليت مې د Apple اجرايوي مدير په توګه ترسره کړم، نو لومړنی کس به واوسم چې دا موضوع تاسې ته درورسوم او له بده مرغه چې نن همدا ورځ رارسېدلې ده. ( د کارکوونکو لپاره يادښت Apple / 2011  )

سټيو جابز يو له هغو کسانو څخه و، چې په خپلو باورونو او وړتياوو يې باور درلود، هغه خپل باورونه تعقيب کړل او نه يوازې دا چې خپله نړۍ يې جوړه کړه، بلکې د نورو نړۍ ته يې بدلون ورکړ. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی