چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+مجیب د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې شاتګ کړی

مجیب د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې شاتګ کړی

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۶مه) د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) تېره ورځ د یو ورځینو نړیوالو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړه.

په تازه درجه بندۍ کې مجیب الرحمن خپل پخوانی مقام له لاسه ورکړی دی.

د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بیا هم ټرینټ بولټ بیاهم ۷۳۷  نمبرو په لرلو سره لومړی مقام لري.

مهدي حسن میراز  په ۷۲۵  نمبرو دوهم مقام ته راغلی دی.

مجیب الرحمن چې ۷۰۸ نمبرې لري له دوهم مقام نه وروسته شوی او درېیم مقام لري.

دغه راز بومرا او مټ هنري هم شاتګ کړی او په څلورم او پنځم مقام کې ځای لري.

کاګیسو رباډا، کریس ووکس او جاش هازلووډ په ۶، ۷ او ۸ مقامونو د تېر په څېر ولاړ دي خو د بنګله دېش مستفیظ الرحمن ۸ مقامه پرمختګ کړی او اوس نهم مقام کې قرار لري.

وروستی او لسم مقام بیا پاټ کومنز ۱ له ځانه سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی