چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدوونکی او یو بل تبیلغاتي...

ننګرهار کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدوونکی او یو بل تبیلغاتي غړی ونیول شول

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۷ مه ) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، دې ولایت کې یې د وسلوالو طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدوونکی او یو تبلیغاتي غړی نیولي دي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او شينوارو ولسوالي کې د وسله والو طالبانو دوه غړي نیول شوې دي.

خبرپاڼه وایي، نیول شویو کسانو کې يو هغه يې ځانمرګی بريدګر انتقالوه او بل تبليغاتي مسئول و چې د ملي امنيت له لوري ونيول شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې یو ځل بیا په ختیځو ولایتونو کې نا امنۍ ډېرې شوي او هره ورځ ترې د هدفي وژنو، او ماین چاودنو په ترڅ کې د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

د ختیځو ولایتونو د نا امنیو په ترڅ کې نن سهار شاوخوا ۸ نیمې بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د کامې ولسوالي د ولسوال پر موټرمقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په دې چاودنه کې د ولسوال شریف الله فضلي په ګډون د ده یو ساتونکی او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، دا چاودنه د ولسوال پر موټر دندې ته د تګ پرمهال شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب