تاند(پنجشنبه، د جوزا۵) ډ امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د امریکايي دیپلوماتانو د ساتنې لپاره په دې هیواد کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه لا هم بحث روان دی.
په همدې حال کې پرون د بریتانیا سن (The Sun) ورځپاڼې راپور ورکړ چې یو شمېر امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي.
دې ورځپاڼې همدا راز لیکلي چې شاوخوا ۶۰۰ تُرک ځواکونه به د کابل د هوايي ډګر امنیت ته وګومارل شي. ترکیې مخکې لا ویلي چې د ناټو له نورو ځواکونو سره خپل پوځیان له افغانستانه نه باسي.
سن د نامعلومو پوځي او ملکي چارواکو په قول زیاتوي، بریتانیا به هم یو شمېر پوځیان په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتنې لپاره واستوي.
سن ورځپاڼه لیکي، سرچینو ورته ویلي چې د کابل هوايي ډګر کلیدي اهمیت لري او که د دغه هوايي ډګر امنیت خوندي نه وي کابل ته تګ راتګ ناشونی کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي ونه ویل چې څومره امریکايي پوځیان به په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتنې لپاره پاتې شي خو تر دې مخکې ځینو امریکايي سرچینو ویلي و چې امریکا به زر تنه سرتېري په کابل کې د خپل سفارت او په څو ولایتونو کې د خپلو کونسلګریو د ساتنې لپاره پرېږدي.