یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههلمند کې د پوځي عملیاتو پای؛ چارواکي د خپلې بریا خبر ورکوي

هلمند کې د پوځي عملیاتو پای؛ چارواکي د خپلې بریا خبر ورکوي

تاند – افغان امنیتي چارواکي وايي د هلمند د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په هکله اندېښنې رفع شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات وايي چې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیاتو کې يې هغه سیمي بیرته تر دولتي حاکمیت لاندې راوستلي چې د څلورو اونیو په موده کې سقوط شوې وې.

د ده په خبره، په تېرو دوو اونیو کې په لښکرګاه، نهرسراج او خانشین ولسوالیو کې ۹ پوځي عملیات ترسره شوي چې شاوخوا ۷۰۰ طالبان په کې وژل شوي دي. هغه وايي په وژل شویو وسله والو کې د طالبانو ۳۱ مهم جګړه ییز قوماندانان هم شامل دي.

 هغه زیاته کړه، “د هلمند په جګړه کې موږ ګټونکي یو او ټوله هغه اراضي چې دوی نیولې وه بیرته ورڅخه نیولي”.

د امنیتي چارواکو په وینا چې د لښکرګاه ښار د دایمي امنیت لپاره امنیتي کمربند د ښاري سیمو پر ځای د ښار په نژدې ولسوالیو کې جوړ شوی دی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو له امله د ښار د سقوط په اړه اندېښنې زیاتې شوې چې هممهال ورسره پوځي عملیات پیل شول.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس وروستي پوځي عملیات د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره اغېزمن بولي خو وايي چې لاهم په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه شته او باید د هلمند امنیت ته اساسي پاملرنه وشي.

له دې سره، سره لاهم د کندهار – لښکرګاه لویه لاره له امنیتي پلوه ستونزي لري.

دغه لویه لاره د لښګرګاه ښار لپاره یوازنۍ مواصلاتي لاره ده چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسې پرې وسله وال طالبان پراخ حضور لري او کله نا کله د ترافیکو پرمخ په بشپړه توګه وتړل شي.

جنرال سمیع سادات وايي چې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو امنیتي پېښو په هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب