جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا درېیمه څپه؛ کابل کې یوه اوونۍ وروسته د ودونو هوټلونه...

د کورونا درېیمه څپه؛ کابل کې یوه اوونۍ وروسته د ودونو هوټلونه تړل کیږي

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۷ مه ) د کابل ښاروالي وایي، د کورونا ویروس د دریېمې څپې د پراخوالي له کبله یوه اوونۍ وروسته په کابل ښار کې د ودونو هوټلونه تړل کیږي.

د کابل ښاروالي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ناروغۍ د لا زیات پرمختګ په موخه یې دا پرېکړه کړې ده.

خبرپاڼه وایي، د ودونو هوټلونه تر راتلوونکې اوونۍ وروسته د ودونو او یا نورو محفلونو د نېولو حق نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کورونا وبا له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه یې د ودونو د هوټلونو مسوولینو ته دا سپارښتنه کړې ده.

د کابل ښاروالي دغه راز خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کورونا وبا د درېمې څپې د مخنیوي په موخه دې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې د کابیني د پرېکړې تر دوهم امر پورې به د ودونو د هوټلونو فعالیت بند وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوو ورځو کې د کورونا وبا د مثبتو پېښو د ثبت ګراف تر نورو ورځو خورا ډېر و.

روغتیا وزارت تېره ورځ اعلان کړی و چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د کورونا ناروغي ۶۲۳ مثبتې پېښې ثبت او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۸ زره او ۳۶۶ کسانو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۱۴ تنه د کوېډ ۱۹ ناروغي له کبله مړه شوي او ۱۹۳ ترې بیا بېرته رغیدلی دي.

روغتیایي مسوولان وایي، دا ناروغي لا هم ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیايي لارښوونو ته جدي پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب