جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+غړی (لنډه کیسه) اسدالله بلهارجلالزی

غړی (لنډه کیسه) اسدالله بلهارجلالزی

کرۍ ورځ يي له پشلمي پرته روژه ونیوله،تبۍيي په لاس وټپوله، توده شوې وه بیا یو کالی پرې را تیرکړ. د کوچلانې کټوې برغولی پورته کړ، شونډې يي وښوریدې او بسم الله الرحمن الرحیم يي په ژبه جاري شوه. یوه څمڅۍ غوړې يې په تبۍ توی کړه،کوټه د غوړو بوۍ په سر واخیسته، په رپیده هوار پاستي يي په تبۍ وغوړاوه بیا يې ژر له کشري څخه لامده کړي نري اوړه ورباندې وغوړول، هغه چې لږ په پخیدو شول نور اوړه يي پرې واچول دا کار يي کابو اوه ځله وکړ مانا اوه پوټه غړی يي پوخ کړ. د ماښام اذان ته لا وخت پاته و. چې دوه نور غړي يي هم پاخه کړل. دوه يي د جومات له پاره په یوه مجمه کې کیښودل. دروازه يي چوله کړه په کلي هلکانو د جنت او دوزخ په لوبه بوخت وو. څو ځلې يي یوه ته ورغږ کړ. عبدالله خانه زویه! وا عبدالله خانه زویه!
ـ اناڅه وايي لږ ساعتکی بعد درځم…
ـ راشه زویه دا غړي جومات ته یوسه، د غړي د نوم په اوریدو عبدالله خان د دروازې په لوري منډه کړه.
ـ انا دا د څه شي دي.
ـ ښه شپه ده. ته نه پوهیږي شوبرات دی.
ـ نو زه به شوبرات څخه وخت بلوم.
ـ ته یووار دا یوسه، د ماښام له لمانځه وروسته به هغه لکړه هم درته بله کړم
ـ راکه…
ـ زویه! کلیوالو ته ووایه چې انا مې ویل: زوی ته مې ښه دوعا وکړئ چې لوی الله يي نور په خیر کورته راولي. په عبدالله خان پسې یوه ډله هلکان سنۍ شول. له نورو کورونو هم حلواوې او غړي را ورسیدل. او د محراب په خوا کې مجمې او کاسې کتار شوې.
سدوز کاکا چې د هلکانو ګڼه ګوڼه ولیده. غاړې يي تازه کړي بیا يي وویل: الله نظرجانه په ځواني دي برکت شه. دا یوغړی او یو څه حلوا دلته ملاصاحب دغو ته پریږده دا نور ور وباسه او دباندې يي په هلکانو وویشه. سپوږمۍ هسکه ولاړه وه او هلکانو د بامونو په سر له بل شویو زړو کلوشو، او خرڅوړو سره ویل: شوبه شوبرات
په برکلي کې نه ونډۍ سته نه خیرات
له پاسه یو مږ راغی د رسول زوی يې کو پې خلاص.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب