جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونه د لوړ ټکس په اعتراض کې د پي آی اې پېلوټان استعفاوې...

 د لوړ ټکس په اعتراض کې د پي آی اې پېلوټان استعفاوې کوي

خبریال: داوود جبارخیل

اسلام اباد: د پاکستان د ملي هوايي شرکت PIA پیلوټانو د معاشونو د ټکس پر ضد استعفاوې پیل کړي دي.
مخکې د هوايي چلند په اړه د پاکستان د ملي جرګې (قامی اسمبلۍ) د هوايي چلند کمېټې ویلي و چې د پی آی اې د پېلوټانو په تنخواګانو باندې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې پورې ټکس به سبب شي چې ډېر پېلوټان دندې پرېږدي.

سرچينې وايي چې د پي آی اې د پېلوټانو پر تنخواوو باندې له ۳۵ تر ۴۰ قیصده پورې مالیه لګول شوې چې پر دې اساس به هغه پېلوټ چې ۸ لکه روپۍ معاش ولري، باید درې نیم لکه اضافي ټکس ورکړي.

د کميټې یوې غړې سایره بانو ويلي چې تر دوولسو زياتو پېلوټانو خپلې استعفاوې وړاندې کړي خو تراوسه پورې منل شوې نه دي. ویل کېږي چې د پي آئي اے د پروازونو وروستی ځنډ هم د پېلوټانو د کموالي له کبله دی.

د هوايي چلند کمېټې تایید کړې چې ګڼ شمېر پېلوټانو استعفاوې وړاندې کړي او له همدې امله دوی د پي آئي اے چارواکو ته ویلي چې له حکومت څخه یې غوښتي چې ۲۵۰ پېلوټان په دندو وګوماري.

خو د پي آئي اے د مالي چارو ريیس ویلي چې حکومت تر اوسه د نویو پېلوټانو د ګومارلو په اړه دوی ته ځواب نه دی ورکړی. له بلې خوا د پاکستان سترې محکمې په پي آئي اے کې په نويو ګمارنو بنديز لګولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب