Homeخبرونهخواجه اصف په پاکستان کې له مېشتو افغان محصلانو سره د پاکستاني...

خواجه اصف په پاکستان کې له مېشتو افغان محصلانو سره د پاکستاني محصلانو پر پیوستون انتقاد وکړ

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر هغو پاکستاني محصلانو نیوکه کړې چې له افغان زده‌کوونکو سره یې پیوستون څرګند کړی دی. هغه ویلي، داسې ښکاري چې د دغو محصلانو ملاتړ د رښتینې خواخوږۍ پر ځای تر ډېره د سیاسي تمایلاتو له امله دی.

خواجه اصف په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، پاکستان شاوخوا پنځه لسیزې د افغانانو کوربه‌توب وکړ او لا هم خپلې محدودې سرچینې له هغوی سره شریکوي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم د ښه نیت څرګندونه کړې وه او تمه یې لرله چې د پاکستان امنیت او پولې به خوندي شي او دواړه ګاونډي هېوادونه به په سوله‌ییز ډول ګډ ژوند وکړای شي.

د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې چې ګڼ شمېر افغان وګړي په پاکستان کې د جوماتونو، ښوونځیو، بازارونو او امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې ښکېل وو. هغه همداراز ادعا کړې چې ځینو افغان عناصرو له هند سره پیوستون څرګند کړی دی.

خواجه اصف ویلي، د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو، د ده په ګډون، له افغان استازو سره مستقیمې او غیرمستقیمې اړیکې ساتلې دي. خو د هغه په وینا، دغو هڅو ونه شو کولی هغه څه راکم کړي چې ده له پاکستان سره د افغانانو دښمني بللې ده.

د پاکستاني محصلانو له لوري له افغان محصلانو څخه د ملاتړ په اړه خواجه اصف ویلي، دا ډول څرګندونې تر ډېره د سیاسي تمایلاتو ښکارندويي کوي، نه د خواخوږۍ. هغه ټینګار کړی چې پاکستان له لوري د څو لسیزو په مخه افغان کډوالو ته پناه ورکولو د افغانانو پر دریځونو اغېز نه دی کړی.

خواجه اصف همداراز ویلي، هغه پاکستاني محصلان چې غواړي د خپلو افغان محصلانو ملاتړ وکړي، کولی شي د ښه نیت د څرګندونې په توګه په افغانستان کې په تعلیمي بنسټونو کې د زده‌کړو په اړه فکر وکړي.

نوموړي له پاکستاني محصلانو غوښتي چې له کوم سیاسي ګوند سره دومره سیاسي تړاو پیدا نه کړي چې د پاکستاني وګړو ژوند ورته کم ارزښته ښکاره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د زده‌کړو پر مهال د افغان محصلانو د وضعیت په اړه شخړه روانه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وضاحت ورکړی چې د ټولو افغان محصلانو د ایستلو په اړه هېڅ عمومي پرېکړه نه ده شوې. د دغه وزارت په وینا، هغه محصلان چې په معتبره تحصیلي پروګرامونو کې شامل دي او معتبرې ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

دا موضوع د لاهور عالي محکمې ته هم وړل شوې ده، چې د افغان طبي محصلانو په تړاو قضايي بهیر روان دی.

محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو د شورا د هغې لارښونې د ځنډولو موده غځولې چې له مخې یې له افغان طبي محصلانو غوښتل شوي وو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...