Homeخبرونهچین د امریکا په وړاندې نوی چپ جوړ کړ

چین د امریکا په وړاندې نوی چپ جوړ کړ

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د امریکا او چین ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا، یا AI، د ټکنالوژۍ په برخه کې سیالي په چټکه زیاتېږي. اوس د چین ړ ټکنالوژۍ سترې کمپنۍ هواوې د مصنوعي ځیرکتیا د یوه نوي چِپ د جوړولو اعلان کړی چې ښايي په دې سیالۍ کې مهم بدلون رامنځته کړي.

هواوې وايي، د دې شرکت نوې «اسند ۹۶۰ ډي ټي» چِپ په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۷ کال په درېیمه ربع کې بازار ته وړاندې شي، خو اوس یې د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ ربع، یعنې د جنورۍ او مارچ ترمنځ، د وړاندې کولو پلان لري.

دا چِپ ولې مهم دی؟

مصنوعي ځیرکتیا ډېرو پیاوړو کمپیوټري چِپونو ته اړتیا لري. اوس مهال د امریکا د «اېن‌وېډیا» پرمختللی چِپونه د مصنوعي ځیرکتیا لپاره په پراخه کچه کارول کېږي. چینایان هم له همدغو چپونو کارز اخلي.

امریکا په تېرو کلونو کې چین ته د پرمختللو امریکايي AI چِپونو لاسرسی محدود کړی دی. ویل شوي چې د دغو محدودیتونو یو هدف د چین د پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا او پوځي ټکنالوژۍ د پراختیا محدودول هم دي.

د دغو محدودیتونو له امله چین د پرمختللو AI سیسټمونو په جوړولو کې له ستونزو سره مخامخ شوی، خو اوس دا هېواد د خپلو چِپونو او مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ جوړولو ته لا ډېره پاملرنه کوي.

ډیپ‌سیک ټولو ته حیرانوونکی و

د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د چین د «ډیپ‌سیک» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو ماډل په ټوله نړۍ کې پراخه پاملرنه ترلاسه کړه.

د دې ماډل یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې ډیپ‌سیک د نسبتاً پخوانیو اېن‌وېډیا چِپونو په کارولو سره یو پیاوړی AI ماډل جوړ کړی و.

دې موضوع وښودله چې د پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا د جوړولو لپاره یوازې ګران او تر ټولو پرمختللې چِپونه مهم نه دي، بلکې ښه سافټویر او اغېزمن الګوریتمونه هم ډېر اهمیت لري.

د هواوې نوی پلان

د هواوې سرپرست مشر ډیویډ وانګ ویلي، شرکت غواړي د «اسند» چِپونو نوې نسل نژدې هر کال بازار ته وړاندې کړي.

د شرکت په وینا، په نویو نسلونو کې به د چِپونو د محاسبې ځواک ترڅنګ حافظه، د معلوماتو د لېږد سرعت او نورې مهمې ځانګړنې هم ښه شي.

چین د مصنوعي ځیرکتیا لپاره بله لاره جوړوي

په امریکا کې د «اوپن اې آی» او «اېنتروپیک» په څېر شرکتونه پر ډېرو پیاوړو کمپیوټري سیسټمونو تمرکز کوي، خو له بلې خوا چین ته د پرمختللو امریکايي چِپونو د محدود لاسرسي له امله دغه هېواد اړ دی چې مصنوعي ځیرکتیا په بل ډول پراخه کړي.

همدا لامل دی چې په چین کې د خلاصې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا او داسې سافټویرونو پر پراختیا هم ډېره پاملرنه شوې چې ګڼ انجنیران یې وکاروي او لا یې ښه کړي.

خو لا هم یوه ستونزه شته: تر ټولو ښه سافټویر هم له پیاوړي هارډویر پرته خپلې ټولې وړتیاوې نه شي کارولی.

ایا هواوې به له اېن‌وېډیا سره سیالي وکړای شي؟

دا لا روښانه نه ده.

که د هواوې نوې «اسند ۹۶۰ ډي ټي» چِپ د اېن‌وېډیا له پرمختللو «بلک‌وېل» چِپونو سره نژدې فعالیت ولري، نو د چین لپاره به دا یوه مهمه لاسته راوړنه وي.

خو د دې چِپ اصلي ارزونه هغه مهال ممکنه ده چې بازار ته وړاندې شي او په واقعي کارونو کې یې فعالیت معلوم شي.

د مصنوعي ځیرکتیا دا سیالي چېرته روانه ده؟

د هواوې ډیویډ وانګ وايي، مصنوعي ځیرکتیا ښايي د بشري تاریخ له سترو ټکنالوژیکي بدلونونو څخه یوه وي.

خو د هغه په وینا، نړۍ به له دې ټکنالوژۍ هغه وخت بشپړه ګټه واخلي چې هېوادونه او شرکتونه له یو بل سره همکاري وکړي. هغه وايي، هېڅ یو شرکت په یوازې ځان نه شي کولی چې ټولې نړۍ ته هوښیارې ټکنالوژۍ وړاندې کړي.

له بلې خوا، په چین کې د روبوټونو د جوړولو لپاره د یوې پرمختللې «سمارټ فابریکې» د فعالیت د پیل خبر هم خپور شوی دی.

دا ښيي چې چین یوازې د مصنوعي ځیرکتیا پر سافټویر تمرکز نه کوي، بلکې په روبوټیک او صنعتي ټکنالوژۍ کې هم د چټک پرمختګ هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...