جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د سور سرو ډله | لیکوال: ارتور کنون ډویل

د سور سرو ډله | لیکوال: ارتور کنون ډویل

دا کیسه د Red Headed League د کیسې ترجمه ده چې لیکوال یې د مشهور کرکټر، شیرلاک هوکس پنځونکی ارتور کنون ډویل دئ.

ژباړن: ارشاد علي

 د تیر کال په مني کې مې یوه ورځ د  خپل ملګري شیرلاک هومس احوال اخیسته، د یوه چاغ، سور مخي او د اور رنګه ویښته لرونکي کس سره په ژورو خبرو باندې بوخت و. زما د مزاحمت کولو له امله مې بخښنه وغوښته، زه د وتلو په حال کې وم چې هومس یو ناڅاپي کوټې ته ورکش کړم او دروازه يې بنده کړه. په صمیمانه انداز يې وویل:« زما ګرانه واټسنه، ممکن تر دې په ښه وخت کې نه وای راغلی.»

ما وویل:« له دې وویریدم چې ته بوخت وې.»

هومس وویل:« یم، بیخي ډير یم.»

ما وویل:« ښه نو پدې بله کوټه کې انتظار کولای شم.»

هومس وویل:«په هېڅ صورت نه. ښاغلی ویلسنه، دا ښاغلی په ډیرو کامیابو پیښو کې زما ملګری او مرستندویه پاتې شوی دی او زه هېڅ شک نه لرم چې ستاسې په قضیه کې به هم زما د پام وړ په کار راشي.»

چاغ ښاغلی له خپلې چوکۍ نیم پورته شو او د خپلو کوچنیو پنډو سترګو څخه يې په پوښتونکي او تیز نظر لنډه ستړي مشي راسره وکړه.

هومس خپلې ارامې چوکۍ ته په بیرته کېوتو سره خپل د ګوتو سرونه چې په قضايي حالت کې يې عادت و، سره ولګول او راته ويې ویل:« کینه. ګرانه واټسنه، پدې پوهیږم چې ته دا وايې چې له دې عجیبه شیانو سره زما مینه له مجلسه او د هرې ورځې د بابیزه کارونو څخه بهر ده. تا خپله لیوالتیا دې کارونو ته له دې امله ښودلي چې د تاریخ لیکلو ته يې هڅولی يې او که پدې ویلو سره مې وبخښې چې زه یو رقم خپلو ډیرو خو، کوچنیو قضیو ته ښکلا پرې ورکوم.»

ما وویل:«ستا قضيې ما ته په رښتیا هم ډيرې د علاقې وړ دي.»

هومس وویل:« ستا به په یاد وي چې ما ابله ورځ دقیقاً د میرمن ماري سوترلینډ د کوچنی ستونزې د حل لپاره له ورتګ وړاندې تا ته وویل چې، د عجیبه تأثیراتو او د فوقالعاده ترکیبونو له امله باید ژوند ته په خپله ورشو، چې دا کار تل د تصور د هڅې څخه زیات شجاعت ته ضروت لري.»

ما وویل:«داسې وړاندیز چې ما د شک کولو ازادي پکې ترلاسه کړه.»

هومس وویل:«ترلاسه دې کړه ډاکټره خو ته باید لګ تر لګه بیرته زما نظر ته راوګرځې، کنه نو زه به د حقیقیتونو راغونډولو ته تر هغې دوام ورکړم تر څو چې ستا دلیل ترې لاندې مات شوی نه وي او پدې يې پوهولی نه وې چې زه په سمه یم. اوس، ښاغلی جابز ویلسن ښه کړي چې نن سهار يې ما ته زنګ راوهلی او داسې کیسه يې را ته پيل کړي چې تر دې مهاله خو داسې ښکاري چې بیخي جوړه نلري او ما لږه اوریدلي هم ده. تا به زما دا ویل اوریدلي وي چې تر ټولو نااشنا او بې مثاله شیان زیات کله له لویو نه، بلکې له کوچنیو جرمونو سره تړلي وي. کله کله په رښتیا هم داسې د شک ځای وي چې یو مثبت جرم ترسره شوی دی. تر کومه چې ما اوریدلي دي؛ ناممکنه ده چې ووایم چې دا اوسنی قضیه جرم دی او که نه، خو د پیښو لړۍ يې په یقیني توګه بیا له هغو بې جوړو کیسو څخه ده چې تر اوسه مې نده اوریدلي. ښاغلی ویلسنه، دا به دې لویه مهرباني وي چې کیسه دې بیا راپیل کړې. دا د دې لپاره نه چې زما ملګري ډاکټر واټسن يې پیل ندی اوریدلی، بلکې ددې لپاره چې ددې کیسې عجیبه طبیعت مې هڅوي چې ستا له خولې د پیښې هره ممکنه زره جزیات واورم. د یوې قاعدې په ډول، د پیښو د لړۍ په جریان کې چې کومې کوچنۍ اشارې واورم، نو بیا کولای شم چې ځان د هغو نورو زرګونو ورته پیښو چې زما په ذهن کې ځای لري، څخه ځان رهنمايي کړم. زه مجبور یمه چې دا اعتراف وکړمه، دا حقیقتونه زما د عقیدې پر اساس بیخي بې مثاله دي..»

غټ څټي سړي له خپلې سینې څخه په یو رقم ښکاریدونکي غرور سره ساه وویسته او د خپل غټ جمپر دنني جیب څخه يې یو ګونځې او خیرن اخبار راوویست. اخبار يې په ورانه کیښود، سر يې پرې ورځوړند او د اعلان پر ستون يې نظر تیراوه. سړي او د هغه هڅو ته  ته مې د خپل ملګري په سبک ښه په ژور نظر وکتل تر څو په لباس او څیره کې يې ښکاریدونکي اشارې ولولم. زما په پلټنه کې مې ډیر څه ونه موندل، زموږ د میلمه ټولې نښې د یوه منځنۍ کچې عامه بریتانوي تجار وې؛ چاغ، د دبدبې خاوند او ارام. خړ رنګه شیپرډ پتلون، یو تور رنګه فراک کوټ چې مکمل نه وو صفاء او تڼی يې هم نه وې بند، یو نصواري رنګه سدرۍ چې یو دروند برنجي رنګه ساعت هم پرې راځوړند و او یو دایروي سوری شوی فلز چې د یوه سینګار توکي په څیر پرې راځوړند و، اغوستي وو.یوه په څنګ شوي خولۍ او یو تت رنګه بالاپوښ چې ګونجې شوی کالر يې هم درلود، دده ترڅنګ په چوکۍ ایښي و.که زما له لیده دا ټول سره یوځای کړو؛ د سړي د ساتل شوي سور سر او په مخ باندې د ډيریدونکي ناراحتی او نارامی پرته دده په هکله بل کوم داسې د پام وړ څه نه و. د شیرلاک هومس تیز نظر زما په کار ولګید، زما پوښتونکیو نظرونو ته يې په موسکا سره سر وخوځاوه او ويې ویل:« له دې ښکاره حقیقت ور اخوا چې ده د یوه عادي مزدور په څیر کار کړی؛ نصوار هم کوي، د یوې پټې اجتماعي ډلې غړی هم دی، چین ته هم تللی دی، په دې نږدې وخت کې يې د پام وړ لیکل هم کړي، له دې نور زیات څه نشم ویلای.»

ښاغلی جابز ویلسن چې بټه ګوته يې په پاڼه او سترګې يې زما په ملګري کې خښې وې، په چوکی کې سره سم شو او ويې پوښتل:« اوو زما خدایه! دا څنګه؟ پدې ټولو ته څنګه پوهیږې ښاغلی هومسه؟ د مثال په توګه پدې څنګه پوه شوې چې ما عادي مزدوري کړي؟ دا خو لکه انجیل داسې رښتیا ده، ځکه چې ما د کښتیو د نجار په توګه کار کړی.»

هومس وویل:« ګرانه ملګریه! لاسونه دې. ستا ښی لاس د چپ لاس په پرتله ډیر لوی دی، پدې دې کار کړی او عضلې يې بیخي غښتلي شوي.»

جابز ویلسن وویل:« ښه نو د نصوارو په هکله او د ډلې د پټ غړیتوب په هکله؟»

هومس وویل:« نه غواړم پدې ویلو سره ستا د لیاقت سپکاوی وکړم چې څنګه ما په ځانګړي توګه ستا د جدي اصولو خلاف ستا لیندی او په سینه پورې تړل شوي قطب نما ولوستل.»

ښاغلي جابز وویل:« اها، بلکل! له ما هیر و. خو د لیکلو په هکله څنګه پوه شوې؟»

هومس وویل:«ستا د ښي کپ څخه چې د پنځو انچو په اندازه بیخي صاف دی او چپ یو دې بیا تر څنګلې پورې په یوه نرمه ټوټه پوښلی تر څو په میز يې کیږدې، له دې نور څه په نښه کیدلای شي؟»

جابز وویل:« ښه نو د چین په هکله؟»

هومس وویل:« ستا د ښي مړوند له پاسه ټاټو شوی ماهي یوازې په چین کې ترسره کیدلای شي. د ټاټو نښانونو یو څه لنډه مطالعه مې کړي او د دې موضوع له ادبیاتو سره مې هم لګ څه مرسته کړي. دا د ماهیانو د رنګه کولو چل او بیا يې حساس ګلابي رنګ کول په خاصه توګه په چین پورې تړلي دي او که لا نور يې پسې ورزیاته کړم؛ وینم چې د ساعت له ځنځیره مو یوه چینايي سکه راځوړیږي، په دې سره موضوع لا نوره پسې ساده کیږي.»

ښاغلي جابز ډير سخت وخندل او ويې ویل:« ښه نو ما په عمر داسې څه نه و لیدلي. اول مې فکر کاوه چې تاسې کوم چالاک څه ترسره کړي، خو اوس چې وینم، هېڅ داسې څه نشته.»

هومس وویل:« واټسنه! زه دا فکر کوم چې په تشریحاتو کې مې لکه چې کومه غلطي کړي. ( هر څه مې د شواهدو پر اساس ویلي) پوهیږې، که زه دومره سپین او ساده وغږیږم نو د شهرت وړه بیړۍ په مې غرقه شي. ښاغلی ویلسنه، اعلان نشې پیدا کولای؟»

جابز په خپلې غټې سرې ګوتې سره چې د ورځپاڼې په نیمايي يې ايښیوه، ځواب ورکړ:« هو، اوس مې پیدا کړ.دا دی. دا دی چې دا هر څه يې راپیل کړل. ته یې پخپله ولوله ښاغلیه.»

 ما پاڼه ترې را واخیسته، په لاندې ډول وه:

د سور سرو ډلې ته:

د متحده ایالاتو، پنسلوانیا ایالت د لبنان د سیمې  مرحوم ایزیکیا هاپکینز د وصیت پر اساس، دلته یوه بله خالیګاه هم پیدا شوي تر څو د ډلې غړیتوب ترلاسه کړی، په اونۍ کې د عادي کار په ترسره کولو سره  څلور پاونډه ترلاسه کړی. ټول سور سري سړي چې په دماغو او بدن سالم وي، عمر یې له یوویشتو کالو پورته وي، د منلو وړ دي. د دوشنبې په ورځ په یوولسو بجو په یوازې ځان د ډلې په دفتر کې له ډنکن راس سره نوملیکنه وکړی. د فلیټ کوڅه، اووم نمبر تالار

د دغه عالي اعلان د دوه ځله لوستلو وروسته مې وویل:« ددې معنا نو چیشی شوه؟»

هومس په څوکۍ کې سره ورغړید، داسې خندا يې وکړه چې د عالي حالت درلودلو په وخت کې به يې کوله، ويې ویل:« دا خو له لارې یو څه جلا شوي ده، نه ده شوي؟ اوس نو ښاغلی ویلسنه، د ځان په هکله شروع شه، د کور په هکله او ستا پر قسمت ددغې اعلان د تأثیز په هکله هر څه را ته ووايه. ډاکټره، ته لومړی د دغې پاڼې تاریخ نوټ کړه.»

ما ورته کړل:« دا د ‍‍‍۱۸۹۰ کال د اپریل د میاشتې مارنینګ کرانیکل[1] ورځپاڼه ده. فقط دوه میاشتې وړاندې.ِ»

هومس وویل:« ډير ښه، اوس نو ښاغلی ویلسنه؟»

جابز ویلسن د تندي په پاکولو سره وویل:« ښه، دا همداسې ده لکه زه يې چې تا ته وایم ښاغلی شیرلاک هومسه. ښار ته نږدې د کابرګ په څلور لاري کې د ګرو کولو[2] یو کوچنی کاروبار لرم. غټ کار نه دی او په دې تیرو کلونو کې يې ما ته د ژوند کولو پرته بل څه نه دي راکړي. ددې وړ وم چې دوه منشیان ولرم، خو اوس یو لرم او د هغه د تنخوا ورکولو لپاره هم باید خپله یوه دنده ولرم، خو دی وايي نیمه تنخوا غواړم، ځکه چې تجارت زده کوم.»

هومس وپوښتل:« د دغه باخدمته ځوان نوم څه دی؟»

جابز وویل:« نوم يې وینسینټ سپالډینګ[3] دی او داسې ځوان هم نه دی. سخته ده چې د عمر په هکله دې يې څه وویل شي. له دې د ښه منشي لرلو هیله نه لرم ښاغلی هومسه؛ پدې هم ښه پوهیږم چې دی ځان له دې هم ښه کولای شي او زما د ورکړل شویو پیسو دوه برابره لاس ته راوړلای شي، خو له دې هر څه وروسته چې بیا هم دی راضي دی، ولې يې باید سر له نورو خبرو ور ډک کړم؟»

هومس وویل:« رښتیا هم ولې؟ داسې کارکوونکي لرې چې د مکمل مارکیټ څخه ارزانه درته تمامیږي. دا د دغه عمر درلودونکو کارکوونکیو تر منځ کومه عامه خبره نه ده. پدې نه پوهیږم چې ستا کارګر دې د اعلان په څير د پام وړ نه وي.»

جابز ویلسن وویل:« اوه، دی هم غلطی لري. په عکاسی پسې شین مړ دی، پداسې حال کې چې دی باید خپل ماغزه پر مخ یوسي، له کمرې سره ایخوا دیخوا کیږي. ترپ بیا تکاوی ته لکه سویه چې خپل سوري ته ټوپ کړي، ښکته شي تر څو عکسونه لا غوره کړي. همدا يې اساسي غلطي ده، خو په ټوله کې بیا ښه کارکوونکی دی او فساد نشته پکې.»

هومس وویل:« فکر کوم اوس هم له تا سره دی؟»

جابز وویل:« هو ښآغلیه. دی او یوه د څوارلسو کالو انجلۍ چې پخلۍ هم سره کوي او ځای هم پاک ساتي ـ په کور کې یوازې همدا لرم، ځکه چې زه کونډ یم او هېڅکله مې کومه کورنۍ نه ده لرلي. ښاغلیه موږ درې ډیر په ارامی سره اوسیږو؛ که نور څه نه کوو، خو په سر مو بام ساتو او پورونه پرې کوو. لومړی شی چې موږ يې د باندې نړۍ ته کش کړلو، دا اعلان و. سپالډینګ اته اونۍ وړاندې په همدې ورځ دفتر ته راغللو، دا پاڼه هم ورسره وه، را ته ويې ویل:( ښاغلی ویلسنه، زه له خدایه دا هیله لرم چې سور سری يې پیدا وای.) ما وپوښتل:( ولې دا؟) ده را ته وویل:( ولې؟ د سور سریو په ډله کې یو بل تش ځای هم پیدا شوی. هر سړی یې که ترلاسه کوي نو بیخي به خوش قسمته وي، پدې هم پوهیږم چې څومره چې ډير خالي ځایونه دي، همدومره سړي هم دي او امانت ساتونکي هم د لیونتوب په وروستي حد کې دي تر څو له پیسو سره څه وکړي. که مې یوازې د ویښتانو رنګ بدلیدلای نو زما لپاره تیاره ګوله وه.)  ما وپوښتل:(ولې؟ دا بیا نو څه دي؟) ښاغلی هومسه، ته خو وینې چې زه ډیر په کور ناستی سړی یم او تجارت مې هم ما ته راځي، زه نه ورځم. حتی اونۍ اونۍ مې هم د دروازې پر درشل قدم ندی ورایښی. له همدې امله نه پوهیدم چې د باندې څه روان دي او په لږ زره خبرونو به هم خوشحالیدم. بیا يې په وازو سترګو وپوښتل:(تاسې د سور سرو د ډلې په هکله هېڅکله څه نه و اوریدلي؟) ځواب مې ورکړ:( هېڅکله نه!) بیا يې وویل:(ولې؟ زه پدې حیرانیږم چې تاسې ددغې خالیګاه لپاره بلکل د پام وړ کس یئ.) بیا ما وپوښتل:( ګټه يې څه ده؟) ده راته وویل:( اوه، مازي په کال کې یو څو سوه پاونډه، بل دا چې کار يې سپک دی او یو د بل په کار کې به کار هم نه لرې.)

ښه نو تاسې په اسانه فکر کولای شی چې دې کار زما غوږونه را و تخنول، ځکه چې کاروبار مې هم د څو کلونو راهیسې خوندور نه و او یو څو سوه پاونډه بیخي مرستندویه تمامیدل.

ما ورته وویل:( ته نور پر راوغږیږه.)

د اعلان په راښودلو سره سپالډينګ راته وویل:( ته خو يې خپله وینې چې ډله خالي ځای لري، ځای هم پکې شته تر څو د مشخصاتو لپاره پکې نوم لیکنه وکړې. څومره چې زه اټکل کوم، دا ډله د یوه امریکايي میلیونر؛ ایزیکیا هاپکینز لخوا جوړه شوي وه او دی په خپله لار بیخي عجیبه او غریب و. دی پخپله هم سور سری و، د ټولو سور سرو سره يې خواخوږي هم لرله، کله چې دی مړ شو نو وموندل شوه چې خپله ټوله شتمني يې امانتکارو ته پدې لارښوونې سره پریښي چې د ګټې په پیسو سره دې يې سور سرو ته د ارام ژوند کولو لپاره ځایونه جوړ کړل شي. هر څه مې چې اوریدلي، دا ددې کم کار لپاره بیخي ډیرې پیسې دي.

ما وپوښتل:( خو دلته بیا میلیونونه سور سري خلک هم وي تر څو دې خالیګاه ته نوم لیکنه وکړي.)

ده ځواب راکړ:( دومره به نه وي لکه ته چې فکر کوې. ته خو وینې چې دا لندنیانو او د پاخه عمر خلکو ته په زیاته کچه ځانګړي شوي. دغه امریکايي په ځوانۍ کې له لندن څخه پدې موخه راپیل کړي وه تر څو له دغه زاړه ښار سره یو څه مرسته وکړي. بیا مې بیا واوریدل چې که ویښتان دې سپین سره، تور سره، روښانه سره، ځلانده سره  او یا اور ته ورته سره وي نو نوملیکنه به دې هسې وشمارل شي. نو اوس که دې د نوم لیکنې غم درسره وي ښاغلی ویلسنه، نو ورځه پرې. خو شاید دا به ستا لپاره د وخت بربادول وي چې د یو څو سوو پاونډو لپاره ځان له لارې خطا کوې.) اوس نو ښاغلو دا یو حقیقت دی چې تاسې يې په خپله هم وینی، زما ویښتان بیخي ډک او غلیظ رنګ لري نو ما ته داسې ښکاریده چې که هلته کومه سیالۍ وي نو زه به د بل هر سړي په نسبت ډیر د چانس ګټونکی وم. سپالډینګ داسې ښکاریدو چې ددې په هکله ډیر پوهیږي او ما فکر وکړ چې شاید ګټور ثابت شي، له ده مې وغوښتل چې کاروبار د نن لپاره وتړي او له ما سره سملاسي ولاړ شي. دی هم رخصتی ته ډير خوشحال و، دوکان مو رابند کړ او په اعلان کې د راکړل شوي پتې خواته ور روان شولو. ښاغلی هومسه، زه هیله لرم چې ها ډول سحنه دې خدای بیا هېڅکله راباندې نه وویني. ښار ته له شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځه ټول هغه سړي راغلي و چې په سر کې یې به يې لګ سوروالی هم درلود. فلیټ کوڅه د سور سرو سړیو ډکه وه. ما شاید داسې فکر نه وای کړی چې په ټول هیواد کې به هم دومره ډیر سور سري نه وي، لکه دې یوه اعلان چې سره راټول کړي و. هر رنګه سړي پکې و ـ لیمويي رنګه، نارنجي رنګه، خښتې رنګه، غنم رنګه، ځیګر رنګه، خټې رنګه، خو لکه څرنګه چې سپالډینګه ویلي و، د روښانه لمبې رنګه ویښتانو ولا بیا دومره ډير نه و. کله مې چې ولیدل چې ډير خلک په انتظار دي، شاید په ناامیدی سره مې پریښی وای، خو سپالډینګ دا نه اوریدل. دا چې څنګه دا کار ترسره کړ، تصورولای یې نشم خو په کش و پش کې يې زه ترې تیر کړم او سیده يې هغه زینو ته ورورسولم چې دفتر ته ورغځیدلې وې. په زینو کې دوه قطاره خلک و، ځینې به په هیلې سره ننوتل او ځينې به بیا په ناامیدی سره بیرته راتلل؛ موږ ځانونه ټینګ کړي و او ډیر ژر مو ځان دفتر ته ورورسول.»

دا چې زموږ میلمه لګ غلی شو او د نصوارو د یوې غټې چونډۍ په کولو سره يې غوښتل خپل یاداښت راتازه کړي، هومس ورته وویل:« ستا تجربه بیخي د ساعت تیری څخه ډکه ده، خپلو خوږو خبرو ته مو دوام ورکړه.»

جابز داسې دوام ورکړ:« په دفتر کې د یو څو لرګینو چوکیو او د یوه معاملې له میز پرته چې شا ته يې یو کوچنۍ سړی چې سر يې زما له سر څخه زیات سور و، پرته نور هېڅ هم نه و. د هر یوه کاندید په راتلو سره به يې یو څو خبرې ورته کولې، بیا به وتوانیدو چې یو څه غلطي پکې پیدا کړي او دوی به بیا نامطلوب کړل شول. له دې هر څه ورسته د دندې ترلاسه کول اسانه نه ښکاریدل. کله چې زموږ وار راغی نو دا کوچنی سړی د نورو په پرتله زما سره مناسب و، کله چې ورننوتو نو دروازه يې بنده کړه تر څو زموږ سره یو څو شخصي خبرې وکړي. زما منشي ورته وویل:( دا ښاغلی جابز ویلسن دی او غواړي چې په ډله کې رامنځته شوي تشه ډکه کړي.) کوچني سړي وویل:( دی د قدر وړ ددې ځای لپاره مناسب دی. هره یوه ځانګړنه په ځان کې لري، نه مې یادیږي چې داسې مناسب څه مې دی لیدلي وي.) شا ته يې یو قدم واخیست، سر يې په یوې خوا کوږ کړ او زما ویښتانو ته يې تر هغې وکتل چې زه له شرمه سور وا وښتم. بیا یو ناڅاپه راوړاندې شو او زما لاس ته يې زور ورکړ او زما د بریالیتوب مبارکي يې راکړه. بیا يې راته وویل:( زړه نازړه توب به بې عدالتي وي. باوري یم چې ته به مې ددې لپاره وبخښې چې د احتیاط لپاره یو ښکاره اټکل ترسره کړم.) پدې سره يې زما لاسونه په دواړو لاسو کې ونیول او تر هغې يې کش کړل چې له درده مې چیغې کړې. زما په پریښودو سره يې وویل:( په سترګو کې دې اوبه دي. زه دا درک کوم چې هر څه هماغه رقم دي چې باید وای. خو موږ باید محتاطه واوسو ځکه چې دوه وارې د مصنوعي ویښتانو او یو وار د رنګ په واسطه دوکه شوي یو.  د موچي د سریښو کیسې درته کولای شوم چې پدې سره به دې انساني طبیعت خټه شي.) بیا د کړکۍ خواته ولاړ او د په خپل ټول توان سره يې چیغه کړه چې خالیګاه ډکه شوه. له لاندې څخه د خفګان یو ویر راپورته شو، ټول خلک په مختلفو لارو لاړل، بیا زما او منیجر پرته یو سور سری هم نه ښکاریدو. ده وویل:( زما نوم ښاغلی ډنکن راس دی، زه خپله یو له هغو کورناستو څخه یم چې ددغه خیررسونکي سړي په پیسو پایم. ایا تا واده کړی ښاغلی ویلسنه؟ کورنۍ لرې؟) ما ځواب ورکړ چې نه. دده مخ سملاسي ځوړند شو، په جدي ډول يې وویل:( زما ګرانه، دا خو په حقیقت کې ډيره جدي ده! ددې په اوریدلو سره ډیره بخښنه غواړم. دا پیسې د سور سرو د ډيریدو، خپریدو او د دوی د ساتلو لپاره ځانګړي شوي دي. دا بیخي ډيره بدقسمتي ده چې تاسې لوڼډ يی.) پدې خبرې سره مې مخ یو څه اوږد شو ښاغلی هومسه، ځکه چې فکر مې وکړ چې له دې هر څه وروسته به بیا هم دا دنده رانه کړل شي، خو د یو څو شیبو فکر کولو وروسته يې وویل چې خیر دا به ښه شي. بیا يې وویل:( که د بل چا خبره وای نو نه منل حتمي و خو ستاسې په څير د ویښتانو درلودونکي سړي لپاره باید په یوه نقطه سترګې پټې کړو.  ښه نو کله به وتوانیږې چې خپلې نوي دندې ته حاضر شې؟) ما ورته وویل:( ښه نو دا لږ څه بې رقمه را ته ښکاري ځکه چې زه له وړاندې یو کاروبار لرم.) سپالډینګ وویل:( اوه ښاغلی ویلسنه! د هغې په هکله هېڅ فکر مه کوه، زه کولای شم چې ستا کاروبار سمبال کړم.) ما بیا وپوښتل:( څه مهال به کار کوم؟) سړي ځواب راکړ:( له لسو تر دوو بجو) ښاغلی هومسه! د یوه ګروي کوونکي کاروبار خو ډير مهال د ماښام شاوخوا وي، په تیره بیا د پنجشنبې او جمعې ماښامونه چې د پیسو له ورکولو یوه ورځ وړاندې دي؛ نو دا به زما لپاره ډيره ښه وي چې د سهار لخوا یو څه وګټم او ددې تر څنګ پوهیدم چې منشي مې ښه سړی دی او کاروبار به راسمبالوي. بیا ما ورته وویل:( دا به ما سره بیخي جوړه شي، څومره پیسې دي؟)

سړي وویل:( په اونۍ کې څلور پاونډه.) ما وپوښتل کار به څه وي، ويې ویل بیخي عادي. ورته کړل مې بیخي عادي یعنې څه؟ ويې ویل:( ښه نو باید ټول وخت په دفتر کې وې، یا لږ تر لږ پدې ودانۍ کې. که له وخت وړاندې لاړې نو د تل لپاره به خپله دنده له لاسه ورکړې. تر دې ځایه خو خبره درته صافه شوه، که له دغې وخت وړاندې له دفتر څخه ووتې نو له شرایطو سره سمون نه خورې.) ما وویل:( د ورځې څلور ساعته دي نو د وتلو په هکله باید فکر ونه کړم. ډنکن راس راته وویل:( هېڅ عذر نه منل کیږي، نه ناروغي، نه کاروبار او نه بل څه. یا باید پاتې شې او یا باید پیسې له لاسه ورکړې.) ما وویل:( کار به مې څه وي؟) ويې ویل:( د بريټآنیکا دایرت المعارف کاپي کول، په هغه خانه کې يې لومړی ټوک ایښی دی. خپل رنګ، قلم او پاڼې باید درته پیدا کړې، میز او چوکۍ زموږ دي. سبا ته به تیار وې؟) ما ورته وویل:( بلکل) ده را ته وویل:( بیا نو خدای پامان ښاغلی ویلسنه او اجازه راکړی چې یو ځل بیا ددغه مهم مقام د ترلاسه کول لپاره ستاسې د ښه قسمت لرلو له امله مبارکي درکړم.)  له کوټې يې بهر ته بدرګه کړم، کور ته له خپل منشي سره ولاړم، خو پدې نه پوهیدم چې څه وکړم او یا څه ووایم، په خپل ښه قسمت بیخي خوشحاله وم. ښه نو په موضوع مې ټوله ورځ فکر وکړ خو ماښام مهال مې بیا هوا بنده شوه؛ ځکه چې ځان سره به مې داسې ویل چې که خامخا دا ټوله کیسه دوکه او چل وي او دا داسې کار و چې ما نشوو تصورولای. له باور وراخوا دا داسې ښکاري چې هر څوک کولای شي داسې هیله ولري او یا د دایرت المعارف د  کاپي کولو په څير د یوه ساده کار لپاره ورته دومره پيسې ورکړي. سپالډینګ چې څه کولای شول، زما د رضا کولو لپاره يې وکړل، خو د خوب پر مهال مې ځان د ټولې مسلې څخه لیرې کړ. په سهار کې مې دا ښه وګڼله چې یو وار سر ورښکاره کړم. یو بوتل مشواڼي، یو د خطاطۍ قلم، اووه دانې لويې پاڼې واخیستې او د پوپ تالار په لور ورهي شوم. زما د حیرانتیا خلاف، هر څه تر ممکنه حده بیخي سم و، میز راته تیار شوی و او ښاغلی ډنکن راس هم هلته و تر څو وویني چې زه کار ته په ښه ډول حاضر شوی یم. د (A) له توري څخه د شروع  کولو يې را ته وویل او بیا يې یوازې پريښودم، خو وخت په وخت به يې کتلم تر څو ډاډه شي چې هر څه سم دي. په دوو بجو يې خدای په اماني راته وویله، زما د لیکل شوي کار له امله يې وستایلم او د دفتر دروازه يې را پسې بنده کړله. ښاغلی هومسه، دا کار په ورځيني ډول تکراریده، د شنبې په ورځ به منیجر راغلو او زما د اونیز کار لپاره به يې را ته څلور پاونډه راکړل. دا کار  دوې اونۍ نور هم ترسره شو. هر سهار به په لسو بجو هلته وم او د ماسپښین په دوو بجو به بیرته تلم. په تدریج سره به ښاغلی ډنکن راس کله د سهار یو وار راتلو او بیا له یو څه وخت وروسته به بیخي راتلو نه. خو بیا هم ما دا جرأت نه کولو چې دفتر دې یو ناڅاپي پریږدم ځکه باوري نه وم چې دی به کله راځي او بله دا چې دا ځای زما سره بیخي جوړ و او نه مې شول کولای له لاسه يې ورکړم. اته اونۍ همداسې تیرې شوې، ما لیکل لوی راهب، غشي ویشتنې، ډال، مهندسۍ او تلخونې ته رسولي و[4] او په خوښۍ سره په تمه وم چې ډير ژر به د (B) توري ته ورسیږم. یوازې يې ما ته د پاڼو تاوان راکاوه ځکه چې نږدې یوه خانه مې له لیکنو ډکه شوي وه. بیا یو ناڅاپه هر څه پای ته ورسیدل.

هومس وپوښتل:« پای ته ورسیدل؟»

جابز وویل:« هو ښاغلیه. ډير ځنډ نه بلکې همدا نن سهار مې کار ته په عادي ډول په لسو بجو لاړم، خو دروازه کلپ وه او په میخ سره یوه وړه دایروي تخته پر دروازه ټک وهل شوي وه، دا ده تاسې يې په خپله ولولئ.»

جابز یوه سپینه کاغذي تخته چې د یوې کتابچې د پاڼې په څير به وي په لاس کې نیولي وه، داسې پرې لیکل شوي و:

د سور سرو ډله

له منځه لاړه

د اکتوبر نهمه، ۱۸۹۰

ما او شیرلاک هومس دا لنډه اعلامیه او ددې شاته غمونکی مخ وڅیړلو، کله چې ددغې قضيې خندونکي اړخ پر نورو ټول کتنو بلکل برلاسی شو نو دواړه له خندا شنه شوو. زموږ میلمه چې د خپل سر د ویښتانو تر ریښو پورې سور شوی و، وویل:« زه خو منې که د خندا کوم څه پکې وینم، که په ما له خندلو وراخوا کوم کار نشی کولای نو بل چیرې تللی شم.»

هومس له چوکۍ د نیم راپورته شوي سړي په بیرته کینولو سره وویل:« نه نه! زه به ستا قضیه په ټوله نړۍ هم ورنه کړم. دا خو خورا غیر عادي ده. دلته لګ د خندا وړ څه شته، هیله ده د داسې ویلو له کبله مې وبخښې. ښه نو ووایه چې د تختې د لیدلو وروسته دې څه وکړل؟»

جابز وویل:« بیخي مات شوی وم، نه پوهیدم څه وکړم. بیا مې د دفتر شاوخوا وپوښتل، خو داسې ښکاریده چې په دې تړاو هېڅوک نه پوهیږي. اخیر د ځمکې خاوند ته چې محاسب دی او په لاندیني پوړ کې اوسیږي، ورغلم او ورته ومې چې د سور سریو د ډلې په هکله که را ته ووایی، ده وویل چې د داسې چا په هکله مې بیخي ندي اوریدلي. بیا مې ورڅخه وپوښتل چې ډنکن راس څوک دی، ده وویل چې دا نوم خو بیخي نوی دی. ما ورته وویل چې د څلورمې شمیرې والا ښاغلی، ده وویل چې هغه سور سری؟ ما وویل هو. ده وویل:( اوه، ده هغه نوم ویلیم موریس و، وکیل و او زما ځای يې د یوه موقتي وخت لپاره تر څو چې نوی ځای يې تیاریږي، کاروه او پرون ولاړو.»

ومې ویل:( چیرته يې پیدا کولای شم؟)

ويې ویل:( په خپلو نویو دفترونو کې، پته يې راکړي ده. کینګ ايدوارډ کوڅه، سینټ پاول ته نیږدې.)

ښاغلی هومسه، زه د پتې په لور وروان شوم، خو چې وروسیدم نو دا ځای د مصنوعي زنګنو د جوړولو یوه کارخونه وه او هېچا کله هم نه د ډنکن راس او نه د ویلیم موریس نوم اوریدلی و.»

هومس وپوښتل:« بیا دې څه وکړل؟»

جابز وویل:« په ساکس کابرګ جاده کې خپل کور ته ولاړم، د خپل منشي مشوره مې واخیسته. خو ده هم په هېڅ لاره کومک نشوو راسره کولای، یوازې به يې راته ویل چې صبر ولره، شاید د پوسټ له لارې خبر شې. پدې مې تسلي نه کیدله ښاغلی هومسه، دا هیله مې بیخي لرله نه چې داسې ځای دې په اسانۍ له لاسه ورکړم. ما اوریدلي و چې تاسې له بې وسه خلکو سره د ورکو په موندلو کې مرسته کوی، نو سیده دلته راغلم.»

هومس وویل:« بیخي په سد کار دې کړی. ستا قضیه بیخي ډيره د پام وړ ده او زه به خوښ شم چې کوم کار وکړم. څه دې چې راته وویل فکر کوم دا امکان لري چې ژورې مسلې په لومړي نظر کې هغه ډول نه ښکاري چې باید وښکاري.»

جابز ویلسن وویل:« بیخي جدي مسله. ځکه چې ما په هره اونۍ کې څلور پاونډه له لاسه ورکړل.»

هومس وویل:« ستاسې د شخصي پوهې پر اساس، زه نه وینم چې تاسې دې د دغه فوق العاده ډلې پر خلاف کومه ستونزه ولری. برعکس؛ تر کومه چې زه پوهیږم تاسې تر دیرشو پاونډو نور هم شتمن شوي یاست او پدې هم پوهیږم چې تاسې د (آې) تر حروف لاندې په ډيرو موضوعاتو پوهیدلي یاست. نو ددوی له کبله دې هېڅ کوم زیان ندی لیدلی.»

جابز وویل:« نه ښاغلیه، خو زه پدې پوهیدل غواړم چې دا خلک څوک دي او د داسې ټوکې له کولو سره چې په ما يې وکړه( البته که ټوکه وي) موخه يې څه وه. دا خو ددوی لپاره بیخي ګرانه تمامه شوه، ځکه چې دوه دیرش پاونډه تاوان يې ورکړ.»

هومس وویل:« موږ به دا نقطې تا ته روښانه کړو، خو لومړی باید یو یا دوه پوښتنې وکړو ښاغلی ویلسنه. دا ستا منشي چې ستا پام يې دې اعلان ته وراړولی و، له څومره وخت راهیسې درسره دی؟»

جابز ـ له دې پيښې تقریباً یوه میاشت وړاندې راغلی.
هومس ـ څنګه راغی؟

جابز ـ یوه اعلان ته په ځواب کې.

هومس ـ یوازې همدی و چې د کار کونې غوښتنه يې کړې وه؟

جابزـ نه، یو درجن نور هم و.

هومس ـ ولې دې دی انتخاب کړ؟

جابز ـ ځکه چې مرستندویه او ارزانه تمامیدو.

هومس ـ یعنې په نیمه تنخوا.

جابز ـ هو.

هومس ـ دا وینسینټ سپالډینګ څه ډول ښکاري؟

جابز وویل:« کوچنۍ، پنډ څټۍ، په خپلو کارونو کې تیز، په مخ ویښتنان نلري او دیرشو کالو ته نږدې دی. په تندي باندې د تیزابو یو داغ هم لري.»

هومس په خپله چوکۍ کې د پام وړ لیوالتیا سره راکښیناست او ويې ویل:« ما هم همداسې فکر کولو. ایا تا کله هم دا کتلي دي چې غوږونه يې د غوږوالیو لپاره سوری شوي دي؟»

جابز وویل:« هو ښاغلیه. ده ما ته ویلي چې دا یوه جټ د هلکوالي پر مهال راباندې سوري کړي.»

هومس پدې ویلو سره شاته په ژور فکر کې لاړو:« همم! اوس هم درسره دی؟»

جابز وویل:« هو ښاغلیه! اوس مې هم دی یوازې پریښی.»

هومس وپوښتل:« ښه نو ستا په نه شتون کې يې ستا کاروبار پر مخ وړي؟»

جابز وویل:« د شکایت څه نشته ښاغلیه. په سهار کې هسې هم دومره د کار څه نه وي.»

هومس وویل:« دا به یو څه کار وکړي ښاغلی ویلسنه، زه به خوښ شم چې تاسې ته د دوو یا درو ورځو په موده کې ددې موضوع په هکله یو څه نظر درکړم. نن شنبه ده او زه هیله لرم چې تر دوشنبې به کومې پایلې ته ورسیږو.»

کله چې زموږ میلمه لاړ نو هومس وپوښتل:« ښه نو واټسنه، له دې ټولو دې څه واخیستل؟»

صادقانه مې ځواب ورکړ:« هېڅ مې ترې بود نه کړل. بیخي مرموز تجارت دی په خدای.»

هومس وویل:« د یوې قاعدې په حیث؛ یو شی چې څومره عجیبه وي، همدومره لګ بیا مرموز ثابیتیږي. دا ستا ساده ګي ده، بې بڼې جرمونه چې ډیر ګنګس کونکي وي، د یو عادي مخ په څير بیا ډیر سخت وي چې وپیژندل شي. زه باید په دې موضوع باندې تیزي وکړم.»

ما وپوښتل:« ښه نو څه کول غواړې؟»

ځواب يې راکړ:« څکول. یوازې د دریو پایپونو د څکولو مشکل دي، له تا غواړم چې د پنځوسو دقیقو لپاره راسره ونه غږیږې.»

ده په خپله چوکی کې ځان راټول او خپلې نرۍ پښې يې د کارغه د څوکې په شان پزې ته ورټولې کړې، د پټو سترګو او د تورو خټو څخه له جوړ پایپ سره چې د یوې نا اشنا مرغۍ د ګینګړي(زنګ) په څير په حرکت و، کښیناست. زه دې پایلې ته ورسیدم چې دی ویده شوی دی او ما ځان ښوراوه چې یو ناڅاپه له خپلې چوکۍ څخه د یوه داسې سړي په دود راپورته شو چې خپل ماغزه يې برابر کړي او  پایپ يې په پتنوس کې واچولو، ويې ویل:« نن ماسپښین د سینټ جیمز په تالار کې ساراساتي غږول کیږي، څه فکر کوې واټسنه؟ ناروغان به دې د یو څو ساعتو لپاره پرېنږدي؟»

ما وویل:« نن څه د کولو لپاره نه لرم. زما کار هسې هم دومره جذاب نه دی.»

هومس وویل:« بیا خو دې خولۍ په سر کړه او راځه. لومړی د ښار په لور ځو، په لار کې به غرمنۍ هم وکړو، وینم چې په پروګرام کې ښه پریمانه جرمني موسیقي هم شته چې د ایټالیوۍ او فرانسوۍ په نسبت زما په طبعه برابره ده. د درون(ځان) کتنه هم ده او زه غواړم چې خپل دننه ځان وګورم. راځه!»

تر الډرز ګیټه[5] پورې د ځمکتلي په وسیله لاړو. یو څو قدمه نوره تګ د ساکس کابرګ څلورلاري ته ورسولو؛ د هغې یوازینی کیسې دپیښیدو ځای چې موږ سهاراوریدلي وه. دا ځای له خښتو څخه د جوړو دوه پوړیزو ودانیو یو کوچنی، ستړی کوونکی، غریب او ارامه ځای و، چې مخ يې د ریل پټلی خواته و چیرته چې د بېکارو وښو یوه چمن او څو دانو ورکیدونکيو لورل[6] ونو د دغه غبار وهلي او بد ذوقه چاپیریال سره سخته مقابله کړې وه. د ګروي وال درې طلايي رنګه نښې او په سپینو حرفونو کې د (جابز ویلسن) نوم په یوه نسواري رنګه بورډ باندې د کونج په یوه کور باندې راځوړند ول، چې زموږ د سور سري مشتري د کاروبار ځای يې ښکاره کاوه. هومس چې سر يې په یوه څنګ نیولی و، مخته ورته ودرید، ټول يې په بشپړه توګه وکتو او د بڼو د ګونځو غالیو تر منځ يې سترګې وځلیدې. بیا ورو ورو په کوڅه کې پورته ولاړ، بیرته د کوڅې کونج ته راغی او کورونو ته يې همداسې په ځير سره کتل. د ګروي وال کور ته په بیا رارسیدو سره يې پلي لار(پیادرو)  دوه یا درې وارې په زور سره ووهله، بیا دروازې ته ورغلو او ويې ټکوله. یوه ځیرک معلومیدونکي، صاف او کل ګیري سړي سملاسي دروازه خلاصه کړه او له ده يې وغوښتل چې دننه ورشي.

هومس ورته وویل:« مننه، زه یوازې دا پوښتل غواړم چې څنګه له دې ځایه سړی سټرانډ[7] ته تللی شي.»

منشي د دروازې په بندولو سره په چټکۍ سره ځواب ورکړ:« دریمه کوڅه ښي لاس ته، څلورمه کوڅه چپ لاس ته.»

په تلو کې هومس وویل:« دا ملګری خو بیخي هوښیار و. زما په نظر په ټول لندن کې څلورم تر ټولوهوښیاره سړی دی او پدې هم باوري نه یم چې ده دې د دریم کیدو ادعا نه وي کړي. دده په هکله له وړاندې هم په څه پوهیدم.»

ما وویل:« واضحه ده چې د ښاغلي ویلسن دا منشي د سور سرو د ډلې په معما کې کافي ونډه لري. باوري یم چې تا دا کار ددې لپاره وکړ چې دی ووینې.»

هومس وویل:« دی نه!»

ما وپوښتل:« بیا نو څه؟»

هومس وویل:« د پتلون زنګنونه يې.»

ومې پوښتل:« څه دې ولیدل؟»

هومس وویل:« د څه تمه مې چې لرله.»

ومې پوښتل:«ولې دې پلي لاره ووهله؟»

هومس وویل:« ګرانه ډاکټره، دا د څیړنو وخت دی، د خبرو نه. موږ د دوښمن په هیواد کې جاسوسان یو. د ساکس کابرګ له څلور لاري په هکله په یو څه پوهیږو، راځه چې شا ته پرتې برخې يې وڅیړو.»

هغه سرک چې د ساکس کابرګ له څلور لارې موږ ورته راوختي و، له هغې سره يې داسې توپیر درلود لکه د عکس شا يې چې له مخ سره لري. دا یوه  له هغو اساسي ارتباطي لارو څخه وه چې د ښار لارې يې له شمال او لویدیځ سره نښلولې. لاره د سوداګری او تجارت د هغه بهیدونکي جریان له خوا بنده شوي وه چې په دوو جهتونو روان وو؛ تلونکي او راتلونکي، پداسې حال کې چې پلي لارې بیا د بیړنیو پلي تلونکیو خلکو له خوا ډکې وې. له هغه ځای څخه چې همدا اوس راغلي و، سخته وه چې هغه ښکلي دوکانونه او ایالتي کاروبارونه چې د رش له ډکې څلورلاري هغې غاړې ته پراته و، ولیدل او یا وپیژندل شي.

هومس په کونج کې دریدلو او یوه اوږده قطار ته په کتلو سره وویل:« ته ودره ويې ګورم، یوازې دا غواړم چې ددې ځای د کورونو ترتیب په یاد راولم، دا زما ذوق دی چې د لندن په هکله دقیق معلومات ولرم. دا دې مورټایمر[8] تمباکو پلورونکی، د ورځپاڼو کوچنی پلورونځی، د ښار د مارماهیانو څانګه، محلي بانک، سبزي پلورونکی رستورانت او د مک فارلین د ګاډیو د جوړولو ورکشاپ او له دې ورسته بیا بل بلاک پیل کیږي. ښه نو داکټره خپل کار مو وکړ، اوس نو د لګې ساعتیری وخت دی. ساندویچ او یوه پیاله قهوه، بیا ځو د وایلن نړۍ ته چې هلته ټوله خوشحالي،عیاشي او توازن دی. هلته کوم سور سری مشتري نه شته چې په خپلو کیسیو مو وځوروي.»

زما ملګری یو شوقي سندرغاړی و. پخپله نه یوازې دا چې یو ښه سندرغاړی و، بلکې د یوه غیر عادي لیاقت درلودونکی کمپوزر هم و. ټول ماسپښین په خوښۍ سره پر چوکۍ کې راغونډ ناست و او خپلې نرۍ، اوږدې ګوتې يې وخت پر وخت سندرو ته په ناز سره اړولې راړولې؛ خو دده موسکۍ مخ او ستړې خوبولې سترګې يې هغه هومس ته ورته والی نه درلود، کشفي سپۍ، بې رحمه او هوښیاره هومس، تیز مجرم نیونکی مامور، دا ټول د پوهیدو وړ و. دده په یوازیني کرکټر کې دوه ګوني طبیعت خپل ځان ثابت کړی و. ما زیات کله فکر کولو چې  دده بیخي زیات کره توب او ذکاوت دده د شاعرانه او متفکرانه حالت پر خلاف  د عکس العمل استازیتوب کاوه او کله وار به پرې برلاسي کیدل. د ده د طبیعت زانګو به دی له سختې ستړیا څخه با قوته انرژۍ ته بیولو او تر څومره چې زه پوهیدم؛ دی به هېڅکله دومره نه  ستړی کیدو لکه په هغو  ورځو  چې پر خپله چوکۍ به ناست و، پر خپلو ابتکاراتو او د تورو لیکونو په ګڼو کې به بوخت و. بیا به یو ناڅاپه د یو څه د نیولو تلوسه پکې راپیدا شوه او د دلیل وینې عالي ځواک به يې د بصیرت تر کچې ورسید. هغه څوک چې دده له میتودونو سره به بلد نه و نو په پوښتونکي نظر به يې ورکتل چې دا څنګه سړی دی چې د نورو انسانانو نه يې پوهه بیله ده. کله چې مې هغه ماسپښین دی د سینټ جېمز په کلیسا کې په موسیقۍ کې ډوب ولید، نو دا مې  احساس کړه چې په هغه چا چې دی يې د ځان ښکارولو لپاره ټاکلی دی، بدې ورځې راروانې دي.

کله چې موږ د باندې ووتو، راته ويې ویل:« دې کې شک نه شته چې ته کور ته تګ غواړې ډاکټره.»

ما وویل:« بلکل! دا به ښه وي.»

ده وویل:« زه لګ کار لرم او لږ وخت هم نیسي. د کابرګ په جاده کې دا کار بیخي جدي دی.»

ما وویل:« ولې جدي؟»

ده وویل:« په یوه بیخي لوی جرم کار روان دی. زه ډیر دلیلونه لرم چې ددې کار مخنیوي باید پر وخت وشي، خو دا چې د نن شنبې ورځ ده نو خبره لګ سره سختیږي. شپې ته دې لګ مرسته غواړم.»

ما وویل:« په څو بجې؟»

ده کړل:« لس به بیخي سيي وي.»

ما وویل:« زه به لس بجې بېکر کوڅه کې وم.»

ده وویل:« ډیر ښه! او دا درته وایم ډاکتره چې کیدای شي لګ خطر هم وي، هغه د پوځ تومانچه دې هم جیب ته واچؤه.»

لاس يې وښوراوه، په پوندو تاو شو او سملاسي د خلکو تر منځ ورک شو.

زه باوري یم چې له خپلو ګاونډیانو ډیر احمق نه یم، خو زه د خپل حماقت د احساس  له کبله چې له شیرلاک هومس سره ګرځیدم، ځوریدم. دلته ما هغه څه اوریدلي چې ده اوریدلي، هغه څه مې لیدلي چې ده لیدلي او لا هم دده له خبرو دا ښکاریده چې ده نه یوازې هغه څه چې تیر شوي لیدلي؛ بلکې راتلونکي پیښیدونکي يې هم لیدلي او ما ته بیا دا ځای بیخي ګنګس کونکی او بې تناسبه ښکاریدو. په کینسینګټن کې کور ته پر لار مې پدې ټولو له سره فکر وکړ، د دایرت المعارف د سور سري کاپي کوونکي نیولي تر ساکس کابرګ د جادې تر لیدنې او دده بدمرغه خبرې چې له ما څخه د بیلیدو په وخت کې یې را ته وکړې. شپنۍ سفر چیرې دی او ولې باید زه وسلوال ولاړ شم؟ چیرې ځو او څه کوو؟ له هومسه دا را ته ښکاره شوه چې د ګرو کوونکي پوست مخی منشي ویرونکی سړی دی؛ هغه سړی چې شاید کومه ژوره لوبه پر مخ بیايي. هڅه مې وکړه فکر پرې وکړم، خو په نهیلۍ سره مې پریښوه او یوې خواته مې کړه تر څو شپه شي او واضحه شي چې څه خبره ده.

له نهو بجو پنځلس تیرې وې چې له کوره ووتم او د پارک لار مې ونیوله، بیا له اکسفورډ کوڅې څخه بېکر کوڅې ته ووتم. دوه آس ګاډۍ په دروازه کې ولاړې وې. څنګه چې کور ته دننه شوم، له پورته پوړه مې اوازونه واوریدل. د هومس کوټې ته په ننوتلو سره مې دی ولید چې دی له دوو کسانو سره په خبرو کې غرق دی. یو له هغو چې ومې پیژاند، پیټر جونس، د پولیسو مامور و او بل یو اوږد، ډنګر، غمجن مخۍ سړی چې ډیر پاکه خولۍ او قدرمنه دریشي يې په تن وه.

هومس د خپل جاکټ تڼیو په تړلو او له چنګک څخه د خپل درانده ښکاري کوټ په راخیستلو سره وویل:« اها! زموږ ډله پوره شوه. واټسنه، فکر کوم د سکاټلنډ یارډ وال ښاغلی جونس خو پیژنې؟ دا بل ښاغلی میري ویدر دی چې  زموږ د نن شپې په ماجرا کې  به راسره ملګری وي.»

جونس په خپل د اهمیت نه ډکه لار وویل:« ډاکټره ته ګوره، دا وار هم جوړه ښکار کوو. زموږ دا ملګری د ښکار لپاره بیخي جالب سړی دی، یوازینی شی چې ضرورت ورته لري، یو زوړ سپی دی چې په منډه کې ورسره مرسته وکړي.»

میري ویدر په غمجن انداز وویل:« هیله لرم چې دا وحشي هیلۍ به زموږ د ښکار پای نه وي.»

د پولیسو مامور په افتخار سره وویل:« په ښاغلي هومس باندې د پام وړ باور لرلی شې. دی خپل میتودونه او لارې لري. دا لارې؛ زما په ویلو دې نه خفه کیږي، یو څه تیوریکي او جالبې دي خو دی په ځان کې د یوه کشفي پولیس ځانګړنې لري. دا به زیاتی نه وي که ووایم چې یو یا دوه ځله د شولټو د وژنې او د اګرا د خزانې په پیښو کې دی د رسمي ځواکونو څخه ډیر کره او سم و. »

میري ویدر په لږ تغیر سره وویل:« ښاغلي جونسه که ته داسې وايې نو بیخي سمه ده. خو لا هم زه دا اعتراف کوم چې خپل غل مې ندی نیولی. ددې شنبې له شپې او اووه ویشت کلونو راهیسې  مې دا غل ندی نیولی.»

شیرلاک هومس ورته وویل:« فکر کوم وبه يې مومې. ته به نن شپه د د خپل ژوند تر ټولو لوی شرط ووهې، دا شرط به بیخي په زړه پورې وي. ښاغلی ویدره؛ ستا لپاره به دا شرط ۳۰ زره پاونډه وي او  جونسه ستا لپاره به هغه کس وي چې ته يې د نیولو هیله لرې.»

جونس وویل:« جان کلې[9]؛ قاتل، لوټمار، جعلکار او ماتوونکی. ښاغلی ویدره، دا سړی ځوان دی خو په خپل کار کې بیا له موره یو دی. زه ددې پر ځای چې په لندن کې بل مجرم ولچک کړم، پده پسې شوی یم. بیخي نامي سړی دی. نیکه یې شاهي دوک[10]، دی پخپله هم ایتون او اکسفورډ کالجونو ته تللی. دماغ یې د ګوتو په څير بیخي زیرک دي، دا ځکه ده چې موږ يې په هره لار کې نښې وینو او دی نشو پیدا کولای. یوه اونۍ په سکاټلینډ کې  غلا وکړي، دا بله اونۍ بیا د کارنوال په کوڅه کې د ماشومانو د یتیم خونې جوړولو لپاره پیسې راټولوي. له کلونو راهیسې مې دی تعقیب کړی خو لا مې سترګې نه دي پرې لږیدلي. »

هومس وویل:« زه دا هیله لرم چې نن شپه به مو ورسره مخامخ کړم. ما هم له ښاغلي جونس سره په یو دوو منډو کې  ملتیا کړي، رښتیا هم دا سړی په خپل مسلک له موره یو دی. بجې له لسو تیرې دي او د پیل لپاره ښه وخت دی. تاسې دوه لومړۍ بګۍ واخلی، زه او واټسن پدې بله کې درپسې یو.»

هومس د دغې اوږد مزل پر مهال ډير ونه غږید، په سیټ کې پروت و او هغه اوازونه يې زمزمه کول چې ماسپښین يې اوریدلي و. په ګازو د روښانه شویو څراغونو څخه په ډکو، ناپایه مارپیچو کوڅو کې مو تر هغې مزل وکړ چې فارینګټن کوڅې ته راورسیدو.

هومس وویل:« نږدې شوي یو. ملګری میري ویدر د یوه  بانک ډایریکټر دی او د شخصي ذوق له امله دغې موضوع خوند ورکړی. په دې مې ښه فکر وکړ چې باید جونس هم له ځانه سره بوځو. بد سړی ندی خو په خپل مسلک کې بیا بیخي احمق دی. یوه ښه ښیګڼه يې دا ده چې د سپي په څیر زړور دی او که پر چا يې یو وار منګولې خښې کړې نو بیا د یوه چنګاښ غوندې سخت زړی دی. دا دی راورسیدو، دوی هم منتظر دي.»

هماغه له رشه ډکې دوه لاري ته چې سهار هم ورته راغلي و، ورسیدلي و. زموږ بګۍ ولاړې. د میري ویدر تر لارښوونې لاندې په یوه نرۍ لار او بیا د څنګ به یوه دروازه، چې ده راته خلاصه کړه ورننوتو. دننه یو کوچنۍ دهلیز و چې په پای کې يې د اوسپنې یوه لویه دروازه وه، دا هم خلاصه وه او لاندې ترې د تیږو زینې تیرې شوي وې چې  یوې بلې ویرونکي دروازې ته يې لاره کړي وه. میري ویدر د لالټین د روښانولو لپاره ودرید، بیا يې موږ په یوې تورتم لارې چې خاورین  بوی ترې تله ورهي کړو او بیا د دریمې دروازې په خلاصولو سره چې یوې کوتې یا غار ته ورخلاصه وه او له کارتنونو او لویو بکسونو ډکه وه، ور ووتو.

هومس چې لالټین لاس ته کړو، ده ته يې وروکتل او ويې ویل:« له شکله خو ډير عاجز مرغه بریښې.»

میري ویدر په ځمکه د پرتو بیرغونو په لښته وهلو سره وویل:« دننه بیا داسې نه یم.» بیا يې په حیرانۍ سره په کتلو وویل: دا ولې؟ دا ځای خو بیخي خالي اواز باسي!

هومس په جدیت وویل:« له تا غواړم چې  بیخي ډير غلی شې! زموږ د ښکار د کامیابۍ ټوله خواري دې له وړاندې په ډګه وهلي ده. اوس نو که سوال درته وکم چې په کوم یوه بکس کینې او زموږ پکار کې کار ونلرې؟»

د یوه سپک شوي مخ په نیولو سره غوسه شوی میري ویدر په یوه بکس کښیناستو؛ هومس د زره بین او لالټین سره په ګونډو شو  او د تیږو تر منځ د چاودونو په څیړلو يې پیل وکړ. یو څو ثانيې دده د قانع کیدو لپاره کافي وې، بیا ودرید او زره بین يې جیب ته واچاوه. زیاته يې کړه:« لږ تر لږه یو ساعت وخت لرو. تر هغې دوی کوم کار نشي کولای چې ګرو کوونکی ارامه ویده شوی نه وي. دوی بیا ثانیه هم ځنډ نه کوي تر څو د تیښتې لپاره پوره وخت ولري. موږ اوس؛ ډاکټره لکه تا چې وویل، د لندن مرکزي بانک د یوې ښاري څانګې په یوه خونه کې یو. میري ویدر چې ددې بانک د ډایریکټرانو مشر دی، تاسې ته به ووايي چې هغه کوم لاملونه دي چې د لندن تر ټولو زړور مجرم دې ځای کې علاقه ښودلي.»

ویدر په پسپسي کې وویل:« زموږ د فرانسوي سرو زرو لپاره. موږ ته څو اخطارونه راکړل شوي و چې د غلا کیدو هڅه يې کیدونکي ده.»

ډاکټر وویل:« ستاسې فرانسوي سره زر؟»

میري ویدر وویل:« هو. موږ څو میاشتې وړاندې دا موقع ترلاسه کړه چې خپلې سرچینې غښتلي کړو، د همدې موخې لپاره مو  فرانسې له بانک څخه د ۳۰ زره ناپلیونه[11] را قرض کړل. دا خبره جوته شوي چې موږ ددې پیسو د خلاصول لپاره چې اوس پدې خونه کې دي، کافي وخت ندی پیدا کړی. دا کوم بکس باندې چې  زه ناست یم، ۲۰۰۰ ناپلیونه پکې دي چې د سربو فلزي پاڼو پواسطه قات شوي دي. زموږ  د سرو زرو د خښتو زخیره د مرکزي بانک په یوه څانګه کې  د بل وخت په پرتله ډیره پاتې شوي او پدې اړونده ډایرکټرانو شک پیدا کړی.»

هومس وویل:« او بیخي پر ځای يې شک کړی. اوس وخت دی چې موږ خپل کوچني پلانونه ترتیب کړو. تمه لرم چې په راتلونکي یوه ساعت کې به کارونه یوې خواته لاړ شي، په ورته وخت کې به ښاغلی میري ویدره، دا لالټین نوره دربند کړې.»

میري ویدر وویل:« نو تیاره کې به کینو؟»

هومس وویل:« ویریږم همداسې ده. یو پاکت قطعې مې راوړي چې ويې کړو، ما دا فکرکاوه چې موږ تاسې خو د څلورو یوه ډله یو او بله دا چې ته به هم خپل غل ونیسې. خو وینم چې د دښمن تیاری دومره وړاندې لاړې دي چې د روښنایی شتون خطر پیښولای شي. تر ټولو لومړۍ دا چې باید خپل ځایونه وټاکو، دا خلک زړور دي، باید په ناپامۍ کې يې راونیسو او که چیرې احتیاط ونه کړو نو ضرر رارسولی شي. زه به ددې کارتن تر شا ودریږم. تاسې هم د هغو کارتنو شاته ځانونه پټ کړئ. کله چې مې دوی ته څراغ ور روښانه کړ، نو په چټکۍ سره رانږدې شئ. که ډزې يې وکړې نو واټسنه، په ویشتلو کې  يې ځنډ مه کوه.»

ما خپله توپانچه د هغه لرګین کارتن له پاسه کیښوده چې شاته يې زه په ګونډو ناست وم. هومس د خپل لالټین مخته دړه راښکته کړه او موږ يې په مکمل تورتم کې پریښودو؛ داسې تورتم چې وړاندې مې هېڅ نه و لیدلی. د لالتین ګرمې اوسپنې دا ډاډ راکاوه چې شی خو اوس هم روښانه دی او د لږ زره اشارې په کولو سره روښانېیدو ته تیار دی. دا چې زما ماغزه انتظار او امیدواری په یوه ګرداب کې بوخت و، خو بیا هم پدې مکمل تورتم او د خونې په سړه او تونده هوا کې د خفګان او ارامۍ څه شته و.

هومس په پسپسي کې وویل:« یوازې له یوې لارې شاته تللی شي، هغه هم د ساکس کابرګ په جاده کې د هغه کور پواسطه. جونسه، هیله لرم چې زما درسپارل شوی کار دې ترسره کړی وي؟»

جونس وویل:« په وړاندینی دروازه کې مې يې یو څارن او دوه افسران درولي.»

هومس وویل:« بیا مو نو ټول سوري بند کړي، اوس نو یوازې باید ارام او منتظر پاتې شو.»

وخت بیخي بل ډول ښکاریدو! وروسته له نوټو  سره په پرتلې وخت پاو باندې یو ساعت و، خو ما ته داسې ښکاریدو چې شپه به وختي ختمه وي او لمر به ژر راوخیژي. د خپل ځای د نه بدلولو له ویرې مې ورنونه بیخي شل او ستړي شوي و؛ خو لا مې هم ماغزه د تشویش له امله فعال و او د اوریدو حس مې دومره کره شوی و چې نه یوازې د خپلو ملګرو ارامې ساوې مې اوریدلی شوې، بلکې د غټ جونس درندې ساوې مې د بانک د ډایریکټر د نریو ساوو څخه توپیرولای شوې. زما له ځای څخه مې د ځمکې مخ لیدلی شو، ناڅاپه مې سترګې په لګ شان رڼا ولګیدې. په ډبرو پوښل شوي ځای باندې په لومړیو  کې له یوې تتې رڼا پرته څه نه و، خو بیا پراخه شوه او تر دې چې یوه ژیړه ليکه ترې جوړه شوه. بیا له کوم خبراوي او اواز پرته دا ځای وښوید او یو نسبتاً ښځينه سپین لاس ترې ښکاره شو چې د رڼا شوي ځای په منځ باندې کیښودل شو. د دقیقو دوو لپاره لاس خپلې غوسه ناکې ګوتې پر ځمکه خوځولې، بیا همداسې ناڅاپي وویستل شو لکه راننوتی چې و. د ډبرو تر منځ د رڼا د کوچنۍ کرښې پرته بیا هماغسې تورتم شو. دا چې د لاس ورکیدل لنډمهالي و نو یوه چغیدونکي او څیري کوونکي اواز په پورته کیدو سره، هماغه پلنه ډبره له ځایه پورته، په څنګ کیښودل شوه او د دایرې هومره سورۍ پکې جوړ شو چې د لالټین رڼا ترې راوته. له څنډو یې یوه خریلی او ماشوم مخۍ سړی راښکاره شو چې بیخي ډاډه ښکاریدو. بیا يې لاسونه د سوري شوي ځای په دواړو څنډو تکیه کړ تر دې چې تر سینې او مټو رالوړ شو او یوه ګونډه يې په یوه څنډه تکیه کړه. سملاسي د سوري تر څنګ ودرید او ها بل ملګري يې چې پنډ او دده په څير لنډۍ و، ژیړ مخۍ او سره ويښتان يې لرل، په ده پسې راڅکیده.

ده په پسپسي کې وویل:« هېڅ بلا نشته. تیشه او بکسونه درسره شته؟ ستر سکاټه! ټوپ کړه! زه همدلته یم.»

شیرلاک هومس له ځایه پورته شو او کس يې تر کالره ونیو. هغه بل یوه لاندې سوري ته ټوپ کړ، جونس لاس پسې واچاوه، د څیرو شویو جامو اواز مې تر غوږ شو.

روښنايي د یوې توپانچې په میل ولګیده، خو د هومس ښکاري کوټ د سړي پر مړوند ولګید او وسله په ډبرینه ځمکه ولویده.

هومس  په پسته ژبه ورته وویل:« ګټه نه کوي جان کلې! هېڅ چانس نلرې.»

دې بل سړي په بیخي ارامۍ سره وویل:« ښه نو وینم او خوښ یم چې زما ملګری روغ وتلی او تاسې يې یوازې د کوټ ټوټې درپاتې دي.»

هومس وویل:« دروازه کې  درې کسان ورته په تمه دي.»

سړي وویل:« اوو، رښتیا! ښکاري چې کار دې بیخي سم پر مخ بیولی، باید ستاینه دې وکړم.»
هومس وویل:« زه هم باید تا وستایم، د سور سرو نظریه دې  بیخي نوي او مؤثره وه.»

جونس وویل:« ملګری به دې ژر ووینې، په سوریو ښکته کیدو کې له ما تیز دی. لږ ودریږه چې زه دا ولچک در سم کړم.»

زموږ بندي چې په لاسو کې يې ولچکو اوازونه شروع کړل، وویل:« له تا غواړم چې ما پدې چټلو لاسونو سره مه لمس کوه. ته شاید نه وې خبر چې  زما په رګونو کې شاهي وینه چلیږي. دا عادت هم زده کړه چې ما ته د غږ کولو پر مهال د (ښاغلي) او (مهربانی) کلیمې استعمالؤه.»

جونس ده ته په کتو سره په پیغور ډوله خندا کې وویل:« سمه ده. ښه نو ښاغلیه کولای شو چې پورته پوړ ته ولاړ شو او هلته یوه ټکسي ونیسو تر څو تاسې عالي جناب د پولیسو مرکز ته پکې تشریف یوسی؟»

جان کلې ارام وویل:« اوس نو ښه شوه.» موږ درو ته د تعظیم په خاطر تر ډيره په ملا کې خم شو او د کشفي پولیسو تر څار لاندې روان شو.

د خونې څخه د وتو پر مهال میري ویدر وویل« رښتیا هم ښاغلی هومسه، نه پوهیږم چې بانک به له تا څخه څنګه مننه وکړي او یا څنګه دې پور پرې کړي. دې کې هېڅ شک نشته چې زما د تجربې پر اساس دې د بانک د غلا کولو تر ټولو نامي پلان کشف او ناکام کړ.»

هومس وویل:« زه له جان کلې سره خپل یو دوه کوچني حسابه لرم. پدې قضیه کې لیږ مصرف هم را نه شوی چې هیله لرم بانک به يې راکړي. خو لدې وراخوا؛ ما ته په زیاته کچه د یوې داسې تجربې حاصلول چې په ډیرو لارو بې مثاله ده او د سور سرو د ډلې نه هیریدونکي کیسه مې واوریده، ډير څه راکړي.»

سهار وختي چې د بېکر په کوڅه کې ویسکي او سوډا ته ناست و، ده راته وویل:« وینې واټسنه، له لومړیو بیخي  ښکاره وه چې د ډلې اعلان او د دغې نامي کاروبار ، د دایرت المعارف کاپي کول، یوازیني ممکنه موخه دا وه چې دا کم عقل ګرو کوونکی هره ورځ د یو څو ساعتونو له پاره له لارې ایسته کړي. د اداره کولو دا لاره نادره وه او که رښتیا شي له دې غوره نه پیدا کیده. دا لاره بې له شکه د کلې نابغه دماغو او د هغه د ملګري سرو ویښتانو وړاندیز کړې وه. څلور پاونډه لومه وه چې ګروي وال يې تیر ایسته، او دوی ته يې چې د زرګونو لپاره يې لار جوړوله، څه تاوان رساوه؟ په اعلان کې يې همداسې چل کړی و؛ یوه حرامي به موقتي اداره پر مخ وړله او دا بل یوه به سړی د دندې اخیستلو ته هڅاوه. دوی دواړو په ګډه د سړي غیرحاضري د اونۍ هر سهار اداره کولای شوه. له هغې راهیسې چې وامې وریدل چې منشي نیمې تنخواې اخلي، ما ته معلومه شوه چې د خپل ځای د ساتلو لپاره هرومرو کومه ځانګړي انګیزه لري.»

ما وپوښتل:« نو تا څنګه فکر وکړ چې انګیزه يې څه ده؟»

هومس وویل:« دا چې په کور کې ښځه وه، نو ما باید شک کړی وای چې کومه سپی دسیسه روانه ده. دا له پوښتنه وتلي وه. د سړي کاروبار کوچنۍ و او په کور کې هم داسې څه نه و چې د ګډ تیاري لپاره دې مناسب وي او نه داسې مصارف چې دوی به کول. دا نو شاید بیا له کور څخه د باندې څه وو. څه کیدای شوای؟ د منشي د عکاسۍ د شوق او لاندې تلخونې ته د ورکیدو د چل په هکله مې فکر وکړ. تلخونه! ددغې پیچلې مسلې پای همدا و. بیا مې د همدې مرموزه منشي په هکله څیړنې وکړې او وپوهیدم چې د لندن د ترټولو ارام زړي او  زړه ور مجرم سره مې سروکار دی. ده په تلخونه کې يې څه کول؛ داسې څه چې د ورځې ډير ساعتونه وخت نیسي او میاشتې وروسته به پای مومي. یو ځل بیا څه کیدای شي؟ ما لدې سیوا بل فکر نشو کولای چې دی کومې بلې ودانۍ ته تونل باسي. تر هغې وړاندې لاړم چې زه او ته د پیښې ځای ته ولاړو. په لښتې سره د پلي لارې په وهلو سره مې ته حیران کړې، ما ځان ډاډه کولو چې تلخونه وړاندېنۍ برخه کې جوړه شوي او که وروستنۍ. په وړاندینۍ برخه کې نه وه. بیا مې دروازه وټکوله او لکه څنګه چې مې  تمه وه؛ منشي خلاصه کړه. موږ ځينې وړې جګړې سره کړې وې خو هېڅکله یو بل نه و سره سترګو په سترګو شوي. په کلکه مې  يې مخ ته وروکتل. زنګنونه یې لکه زما چې تمه وه، هماغسې و. تا به په خپله لیدلي وي چې څومره زاړه، غونځې او داغجن شوي و. دوی هغه وخت د مږو د سوریو په هکله خبرې کولې. یوازینۍ مهمه نقطه دا پاتې وه چې دوی د کومو مږو سوري کني. بیا پدې کونج راتاو شوم، ښاري او مرکزي بانکونه مې ولیدل چې زموږ د ملګري له فرضیې سره سم سره وصل شوي دي او دا فکر مې وکړ چې خبره حل شوه. کله چې ته له کانسرټ وروسته کور ته لاړې، ما سکاټلیند یارډ او د بانک د ډایریکټرانو مشر ته زنګ  وکړ. نتیجه یې دا شوه چې تا ولیده.»

ما وپوښتل:« نو تا څنګه ویلای شول چې دوی به نن شپه خپله هڅه کوي؟»

هومس وویل:« ښه نو، کله چې دوی د سور سرو ډلې دفتر بند کړ، دا نښه وه چې نور دوی د جابز ویلسن د شتون په کیسه کې نه و. که لا يې ساده کړم، دوی تونل پوره کړی و. خو دا ضروري وه چې ژر يې باید وکاروي ځکه د رسوا کیدو امکان يې هم و او یا کیدای شوای چې  سر زر له هغې ځایه لیرې شوي وای. د نورو ورځو په پرتله د شنبې ورځ بیخي برابره وه، ځکه چې  د تښتیدو لپاره به يې دوه ورځې وخت پیدا کړی وای. ددې ټولو لاملونو له کبله ددوی نن شپه راتګ ته په تمه وم.

ما په جعلي ستاینې سره ورته وویل:« بیخي ښایسته دې استدلال کړي وه. بیخي اوږد ځنځیر دی خو بیا يې هم هره کړۍ درسته ده.»

هومس په ارږمي کې وویل:« له زړه تنګون يې وژغورلم. اهای! له وړاندې داسې احساسوم چې راباندې تنګیږي. ژوند مې د موجودیت د عامه ځایونو څخه په تیښته کې  تیر شو. دا واړه مشکل ماسره دې  کې  پوره مرسته کوي.»

ما وویل:« او ته د دې سیالۍ څخه ګټه اخیستونکۍ يې.»

ده اوږې وڅنډلې او ويې ویل:« ښه نو شاید له دې هر څه وروسته، باید لږ د ګټې څه خو وي. لکه ګوستاو فلوبرت چې  جورج سانډ ته لیکلي و: انسان هېڅ دی، کار هرڅه.»

 ۲۴اګست/۲۰۲۲

[1] Morning Chronicle

[2]ګرو کول، یو څه په ګټه ورکول لکه ځمکه

[3] Vincent Spalding

[4]Abbot, Archery, Armor, Architecture and Attica. هغه توري چې په آې پیل شوي دي

5 Aldersgate

[6] Laurel

[7] Strand

[8] Mortimer

[9] John Clay

[10] Duke:د انګلستان د شاهي کورنۍ تر ټولو لوړ میراثي لقب

[11] Napoleon:د سرو زرو هغه ټوټه چې د ناپلیون بناپارت په وخت کې په فرانسه کې مروجه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب