پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهفراه کې يو تن د ملا هبت الله په امر د ملا...

فراه کې يو تن د ملا هبت الله په امر د ملا برادر او سراج الدين حقاني مخکې قصاص شو

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په فراه کې د خپل امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده په امر د یوه تورن قاتل او غل د قصاص خبر ورکړ.

نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل، چې قصاص شوی کس تاج مير نوميده او په هرات کې د یوه تن په وژلو او لوټلو پړ ثابت شوی و.

مجاهد زياتوي، چې ياد شوی تورن د درېیو محکمو لخوا په قصاص محکوم شوی او قضيه ېې د طالبانو اميرالمؤمنين ته د وروستۍ پريکړې لپاره لېږل شوې وه.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د نوموړي د قضېې په اړه د طالبانو اميرالمؤمنين په يوه لوي غونډه کې علماوو سره مشوره کړې او بالاخره ېې پر هغه د قصاص پریکړه تایید کړه.

ویل شوي، چې ياده پریکړه نن په فراه کې د طالبانو د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني، د پوهنې، امر بالمعروف او عدليې وزيرانو په موجوديت کې تطبيق شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې په افغانستان کې د شرعي حدودو د تطبيق په نوم د طالبانو د ورته سزاوو د تطبيق په اړه جدي اندیښنه څرګنده او د داسې پریکړو د تطبيق د مخنيوي غوښتنه وکړه.

2 COMMENTS

  1. ملا لوطی باید خپل ځان هم محکمه کړې چی له شرم نه له خلکو مخ پټوی او کونه خلکوته اړوېې او دا نور پرولر شویې نباید نور ځان وشرموی او دی ای اس ای ډول ته وناسی قصاص هغه وخت کیدایې شی چی یو شرعی حکومت وی او حد اقل پنځوس فیصده خلک تری راضی ویې ملا لوطې چی خپله بی سواده ده څنګه کولی شی چی دی قصاص امر وکړې

  2. داد طالبانو بل جنايت, مخکي به د قدرمنو ميلمنو او يا زومانو په مخکي چرګان حلالول اوس دو د تمدن نه ليري وحشيانو انسان ددوو جنايت کارانو په پښو کښي حلال کړ. لعنت د په تاسي وحشي او بي فرهنګه وي,تاسي هم ځانو ته انسان واياست.رب مو له اولادو سره تباه کړه وخت به راشي چه تاسي او ستاسي اولادونه به په دغه ډول قصاص کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب