شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهازبکستان: افغانستان نه باید منزوي شي

ازبکستان: افغانستان نه باید منزوي شي

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمدوف د مرکزي او جنوبي اسیا په امنیت کې د افغانستان له رول مهم بللو سره، ټینګار وکړ چې افغانستان نه باید منزوي شي.

 نوموړي د هندوستان او منځنۍ اسيا د ملي امنیت سلاکارانو په ګډه غونډه کې، چې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړه شوې وه، يادې څرګندونې وکړې.

ازبکستاني مقام په افغانستان کې د ټولنيز، اقتصادي او انساني ناورين واکمنيدو ته په اشارې وویل، چې د دغو ناورينونو د مقابلې لپاره افغانستان باید یوازې پرې نه ښودل شي.

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار په دې غونډه کې دا هم وويل، چې د ازبکستان په ګډون د سیمې نورو هېوادونو په سیمه کې د افغانستان د ناورينونو اغېزې محسوسې کړي دي.

د ازبکستان دغه لوړپوړي مقام په ورته وخت کې د افغانستان د امکاناتو، ستراتیژیکو فرصتونو او په خاص ډول په ترانزيتي برخه کې د همکاریو له اسانتیاوو یادونه وکړه او ويې ويل، چې ورسره په تعامل او ګډ کار ټولې سیمې ته ګټه رسیږي.

د ازبکستان چارواکو مخکې هم د طالبانو حاکمې ادارې سره په تعامل او ښو اړیکو ټینګار کړی، خو د طالبانو منتقدین دوی د سخت دریځو چارو له شدت سره دوی د داسې تعاملاتو د ممکن کیدو اصلي خنډ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب