شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د مانا پر بنسټ د فاعل او مفعول ډولونه

د مانا پر بنسټ د فاعل او مفعول ډولونه

دوکتور اجمل ښکلى

زموږ په ګرامرونو کې فاعل چې استاد زيار(پښويه، ۱۳۸۴) ورته کړند وايي، د يوه عمل يا کړ په کوونکي مانا شوى دى. دا يې لومړنۍ او مخبېلګه يي مانا ده؛ خو د “ورور مې ډاکټر شو” غوندې جملو کې چې فاعل کوم کار نه ترسروي، ژبپوهان دې ته اړ کړي، چې د فاعل پر تعريف دا هم ورزيات کړي: هغه هم فاعل دى، چې يو حالت ورته منسوب وي.

د فاعل وييزه مانا د کار کوونکى دى؛ خو اوس چې ژبپوهنه د فاعل بېلابېلو نقشونو ته متوجه شوې ده، دا اړتيا پيدا شوې، چې پخپله د فاعل مانا پراختيا ومومي.

د ژبپوهنو په اوسنيو نظريو کې د بېلابېلو دندو له مخې فاعل په درو ډولونو ويشل کېږي. د فاعل په دې دندو کې دوه داسې دي، چې له فعل سره د تړاو له مخې ټاکل کېږي او دې ته کتل کيږي، چې فعل په عمل دلالت کوي که حالت ښيي:

۱- چارګر(عامل): دا د فاعل مخبېلګه يې ډول دى، چې فاعل پکې د يوي پېښې ترسروونکى وي، لکه: زرغونه کتاب ليکي، بريالى لرګي چوي او داسې نور. چارګر فاعل ته په ادراکي ژبپوهنه کې agent او په چارواله کې actor وايي. په چارواله کې چې مانا نقش ګڼل کېږي، د فاعل بېلابېلې بڼې پکې مانيز ارزښت لري او چارګر پکې د تجربي پورې چار زېږنده ګڼل کېږي(راحله، دستور نقش ګراى نظام مند هاليدى: ۱۷۰).

د دې ډول فاعل مفعول ته بيا اغېزمن(patient) وايي، ځکه چې فاعل مفعول ته انرژي ورلېږدوي او د هغه په حالت کې بدلون راولي(Langacker, Foundations of Cognitive Grammar) ، مثلا په “بريالى لرګي ماتوي” جمله کې “لرګي” اغېزمن دي، ځکه چې چارګر يې په حالت کې بدلون راولي. څرنګه چې دا عمل په فيزيکي نړۍ کې رامنځته کېږي، نو په چارواله کې د تجربي پورې چار زېږنده بلل کېږي. له بله پلوه نامستقيم مفعول د ترلاسوونکي(recipient) او برخمن(beneficiary) په بڼه راځي. لومړى هغه د محمول د پېښې په پايله کې رامنځته کېږي، لکه په “کڅوړه بايد خور ته ولېږم” کې “خور” ترلاسوونکې ګڼل کېږي او برخمن هغه دى، چې د محمول له پيښې برخمن وي، لکه په “فرهاد د هېواد لپاره ليکل کوي” کې “هېواد” برخمن ګڼل کېږي(راحله، پاسنى اثر: ۲۳۴). ښاغلې راحله د دبير مقدم(۱۳۸۳: ۳۱۱) په حواله وايي، چې د لازمي جملو فاعل او د متعدي جملو مفعول زياتره اغېزمن وي، ځکه چې د فعل تر اغېز لاندې وي او بالعموم حالت بدلوي. د دې پرخلاف د متعدي جملو فاعل زياتره چارګر، سبب يا تجربه ګر وي.

۲- تجربه ګر: هغه فاعل چې د عيني پېښې عامل نه وي، بلکې له يوې ذهني تجربې راتېږېږي، لکه:

الف: هغه د زرغونې د ښکلو سترګو په اړه فکر کاوه.

ب: پلوشې له هغه سره مينه کوله.

په دې بېلګو کې فاعل د چارګر نه، د تجربه ګر مانيز يا سيمانتيکي نقش لري، ځکه چې په فيزيکي ډول کوم عمل نه ترسروي او نه انرژي لېږدوي، بلکې ذهني او عاطفي ګډونوال دى، چې يوه ذهني تجربه کوي او فعل هم ورته ادراکي کارېږي. په دې ډول غونډونو کې مفعول د لمسوونکي/محرک(Stimulus) دنده پر مخ بيايي، چې  موږ يې د “زرغونې د ښکلو سترګو” او “هغه” په بڼه په پاسنيو جملو کې وينو، چې تجربه ګر يې تجربې ته لمسولى.

۳- پيلګر يا منونکى: دې ډول فاعل ته په انګليسي کې (theme) وايي، چې جمله پرې پيلېږي، خو چارګر نه وي. په پښتو کې داسې فعلونه ډېر دي، مثلا: “کوټه رنګ شوه”، “ښوونځي خلاص شول”، “ملګرى مې مړ شو”. د دا ډول لازمي جملو فاعل ته ځکه پيلګر يا منونکى وايي، چې پخپله کوم کار نه ترسروي، بلکې يو فعل مني يا د عمل په پايله کې رامنځته کېږي، چې له همدې امله يې له مانيز پلوه له اغېزمن مفعول سره توپير ختم شي او آن ځينې ژبپوهان يې په يو شمېر ژبو کې دا ډول جملې مجهولې جملې بولي، ځکه چې د منونکي په حالت کې راغلى بدلون له جملې بهر د يوه سبب زېږنده وي او که هغه سبب يې ياد شي، د جملې فاعل راښکاره شي: “کوټه د احمد په لاس رنګ شوه”، “ښوونځي حکومت خلاص کړل” او “ملګرى مې له وبا نه مړ شو”.

دې ډول فعلونو ته چې په ښکاره کوم لامل نه لري، د ښاغلې خورشيد(دستور شناختي، ۱۳۹۸: ۱۲۶127-) په وينا، هسپلمث(۱۹۹۳: ۹۰) پيلامي جملې وايي، چې له سببي سره جوړه راځي او د دواړو ترمنځ توپير يوازې دا دى، چې د سببي فعل مانا يو چارګر ګډونوال لري، چې د لامل(causer) په توګه په مسبب(cause) کې بدلون راولي؛ خو د پيلامي فعل مانا چارګر نه لري او پېښه داسې انځوروي، لکه پخپله چې رامنځته شوې وي:

الف: ښيښه ماته شوه. (پيلامي)

ب: سينا ښيښه ماته کړه. (سببي)

په متني ژبپوهنه کې د پيلامي فعل فاعل ځکه پيلګر بولي، چې د پورې متني چار زيږنده وي؛ نو څرنګه چې د متن په سر کې راځي، متن ته انسجام وربښي.

په انګليسي کې “subject” چې د جوړښت له مخې په ساده او پېچلي وېشل کېږي، د فاعل او ايښي(مبتدا) دواړه لپاره کاريږي؛ خو زموږ په ژباړو کې يې دې توپير ته پام نه کېږي.

موږ چې ګرامر يوازې رغښت بولو، د فاعل ګرامري مانا مو هېره کړې او د فعل او مفعول د سمون او جوړښت له مخې يې مطالعه کوو؛ خو په معاصرو ژبپوهنيزو نظريو کې چې په ګرامر کې مانا هم ښکېله ګڼي، فاعل د خپلو مانيزو دندو له مخې په بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي، چې پاس څو ډوله يې د همدې مانيزو بڼو ښکارندويي کوي او موږ که د فاعل له دې ډولونو سره اشنا نه اوسو، په معاصره ژبپوهنه کې مو د فاعل پر بحث چندان سر نه خلاصېږي.

ماخذونه:

۱- حميدزۍ، راحله. (۱۳۹۸). ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګراى نظام مند هاليدى. کابل: کابلستان

۲- خورشيد، بهرامى سحر. ۱۳۹۸. دستور شناختى(مبانى نظرى و کاربست آن در زبان فارسى). تهران: سمت

۳- زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۴. پښتو پښويه(ګرامر): دانش خپرندويه ټولنه

4- Haspelmath, Martin (1993), “More on the Typology of Inchoative/Causative Verb Alternations”, In Bernard Comrie and Maria Polinsky (Eds.), Causatives and Transitivity, Amsterdam: John Education.

5- Langacker, Ronald W. (1991). Foundations of Cognitive Grammar. Vol. II. Stanford: Stanford University Press

4 COMMENTS

  1. په زړه پورې مطلب دی ، په ډېر ښه او روښانه ډول سره تشریح شویدی . ستاسو لیکنې تل په زړه پورې دي .

  2. سلامونه
    ورور دکتور صیب د ژبپوهنې استاد ښکلی اجمل خان!
    ټولې لیکنې او څېړنې دې لکه د نوم دې ښکلې دي .
    دلته زما فکر ته په فلمش=بلجيمي هالڼډي یا نیدرلڼډي ژبه کې د (سبژکټ Subject) تر څنګ د (سوبستانتییف Substantief ) ویی هم راځي د فاعل پرځای!
    چې دا به په پښتو پښویه کښې په کوم ډول کړاند کې راځي؟.
    وبښئ زه ژبپوه نه یم او دطب ډاکټر وم خو خپلې پلارنۍ او مورنۍ ژبې سره زیاته مينه لرم.
    د لا زیاتو لیکنو او د زیار بابا خبره د یوې کره پختو=پشتو=پښتو د رسمي کیدلو په ارمان.
    درنښت.

  3. Substantief معنی نوم یا اسم دی . که فرضا ووایو احمد راغی . احمد په دې جمله کې اسم یا فاعل دی .

  4. ورور حسن خانه سلام
    په دې خو زه پوهېدم چې نوم یا اسم څه ته وايي ۔خو د ګرامر په لحاظ سبجکټ یا فاعل د جملې سر کې راځي او د ښکلي سایب بحث د همدې فاعل د مانا ګانو په باب دی۔زما پوښتنه دا وه چې سبجکټ او سوبصټانټيف څه توپير لري??
    له توجه مو یوه دنيا مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب