سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم له محصلينو په ټولنیزو رسنیو کې د تبليغاتو غوښتنه وکړه

شېخ نديم له محصلينو په ټولنیزو رسنیو کې د تبليغاتو غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په ننګرهار کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره غونډه کې له دوی غوښتي،چې د ټولنیزو رسنیو له لارې فعال او د حاکمې ادارې په ګټه تبلیغات وکړي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولايتي ادارې په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي:«لوړو زده کړو وزیر محصلین د غرب فکري جګړې او دسیسو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپل نظام د ټینګښت لپاره کار وکړي او د پردیو د دسیسو ښکار نه شي. دغه راز له محصلینو یې وغوښتل چې د غرب د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې په مبارزه کې له خپلو ټولنیزو رسنیو کار واخلي او هغوی پرېنږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.»

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شېخ نديم او نورو طالب چارواکو پرزول شوی جمهوري نظام بیا -بیا له محصلينو او تحصيلي بنسټونو څخه په سياسي استفادې تورن کړي.

5 COMMENTS

  1. په دوی نوره ټوله دنيا راوټنګېده او اوس له محصلينو د تبليغ او يا ترې د جاسوسۍ تمه کوي. خپلې کړنې دې سمې کړي چې ولس، سيمه او نړۍ ورسره تعامل ته غاړه کښيږدي.

  2. همدی غرب طالبان جوړ او قدرت ته ورسول او اوس هره هفته میلیونونه ډالر ورته رالیږی، ټوله وسله یی دغرب ده، هغه لکس دروند او زرهی موټر چی وزیر او انډیوالان یی پوهنتون ته پکی را غلل هغه د غرب ساخت و، په لاس باندی تړلی ساعت یی چی له لری ځلید، دغرب و ، نورموټر او تیلفونونه یی دغرب دی نو له غرب سره زموږ بیچاره محصل د نیمه سواد په درجه څه کولای شی، فقط هیله یی داده چی غرب دی افغانانو ته تکنالوژی علم او هوښیاری راو ښيي دنیا پر مخ روانه ده نور موږ نه غولیږو. نور انسانوژنه نه غواړو د عزت او ترقی انسانی ژوند غواړو.

  3. اعو‌ذ باالله من الشیطن الرجیم
    د یوه هېواد د لوړو زده کړو وزیر چې بېسواده او جاهل وي ، له محصل ، شاګرد ، چړۍ او عام ولس نه به مونږ څه ګیله وکړو.

  4. ملاګيه که چيرته د خلکو عکسلعمل د ځان دپالسي په هکله غواړي چي خبر شي نودا بريښنا پاڼه لوله چي سر د خلاس سي، دا چي تاسي داسي غوښتي له زدکونکو نه کوي له ورايه سړی پوهييږي چي د پښتو ليکل اوستل موهم نه دي زده.

  5. شیخ المنافقین مولوی ندا محمد ندیم او دده نور بی سواده قاتل ملګری د افغان ملت تباهی او د افغان ملت اولادونو بی سوادی ساتلو لپاره دوهم ځل لپاره کابل ته داخل کړۍ شوی دی او په مختلفو نامو ئی ډالر ورته جاری کړیدی او کله کله ددی خائینو اجنبیانو له خوا ویل کیږی چی که طالبان غواړی په رسمیت وپیژندل شی نو د جونو مکتبونه دی ازاد کړی او غلام بی سواده ساختګی طالبان مقابل کښی ورته وائی چی مونږ پدی برخه کښی فکر کوو او ددوی چټل او مکروبی فکرکولو باندی یو کال تیر شو او اوس هم دوی دا مردوده جمله د غولولو لپاره تکراروی ، افغانانو راپورته شۍ خپل غم ځپلۍ ملت ددی قاتلینو څخه خلاص کړۍ حتی خائین اجنبیان ددی په هڅه کښی دی چی د ا نوره په هدایت تښتیدلی غلام قاتلان ، چورکوونکی ددوی سره د همه شمول شعار لاندی سره راټول کړی اما شکر دا ساختګی چړیان د نورو قاتلانو په شان حریص دی نو ددوی یو ځای کول به مشکل تمام شی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب