څنګه ولیکم چې د پښتو موسېقۍ سندریز څلی چې تر شپږو لسیزو زیات عمر یې دسندرو ژبه وپالـله، را نړېد؟ هغه غږ چې پاچاهان، امیران،شاه وګدا یې پر ځان راټولاوه، نن تت شو. هغه غږ چې خواږه یې له امو تر اباسین او قفقازه خپاره وو، هغه غږ چې زړونو ته یې نرۍ لاره ایستله او سیندریز شور یې غرونه روغونه په مستۍ راوستل، نن د ګور د چینجو خوراک شو.
غمخور صاحب خپل صدراعظم ملګري موسی شفیق ته له ګیلو ډک شاعرانه روماني لیک ولیکه، شفیق صاحب چې کله دغه شاعرانه ګیله ولوسته، نو سمدستي یې راډیو ته ولېږله، پر ټنډه یې ور ته لیکلي وو، مېرمن قمر ګل دې یې په خپل خواږه غږ کې ووايي. هماغه وو چې دغه ګیله مېرمن قمر ګل سندریزه کړه، دغه سندریز شور د موسی شفیق په نوم یادېده.
مېرمن قمرګل داسې وخت خپله سا حق ته سپاري چې ددې د شاوخوا هممهالي مینه وال د ګور میلمانه دي، نه شفیق شته او نه غني چې د دغې قدرمنې خوږغږې بلبلې جنازه یې تر کوره کړی وای. نه د زاخېل هنرمنې ګوټې شته چې په خپلو اوښکو یې د دغې بلبلې د زړه له زوره لوېدلي شور ته کفن ګنډلای وای. نه قلندر شته چې د زړه سلګۍ یې بیا راتلو ته ارماني غزل ولیکي.
بیا به څوک خپل غمځپلي او ویر ځپلې ولس ته ووايي:
چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه.
بیا به څوک د سپوږمۍ د راختو سندره ووايي او ور سره به د زړه خواله وکړي.
سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چېرته وینه ګونګۍ شوې ولې، نه وايې حالونه
د سندرو دغه جادوګر غږ لاړ، له تورو غرو پناه شو خو انګازې یې په زړونو کې ژوندۍ دي. د کمره د سپوږمۍ ګل پخپلو رنګونو سمه غر وړانګین کړي دي.
پروردګاره! د ویر ځپلي ولس لپاره د کمره او د سپوږمۍ د ګل رنګونه ونازوې او شور یې تت مه کړې. امین