د دویم یا درېیم ټولګي زده کوونکی وم. خپلوانو کره واده و. هغه مهال نه دا غضب مړی ډایک او مایک ول او نه چا پیژندل. د انګړ منځ کې به میرمنو له دایرا سره په ارامه سندرې ويلې او د ټولو غږونو حقوق به، د انګړ د دیوالونو په منځ کې خوندي ول.
دوه زړو میرمنو دايرا را واخیست او دا سندره يې شروع کړه:
زه به جارو کړم زیارتونه، شینکي بابا
که مې قبول کړې دا سوالونه په تورو څڼو …
دې سندرې داسې جذب کړم چې غیر ارادي مې ور سره زړه کې بدرګه کوله.
کلونه کلونه وروسته مې همدا سندره له راډیو واوریده، دا غږ له هغه پخواني هم ډیر پوست او خوږ و او دا د میرمن قمرګلې له حنجرې را څڅیده.
بیا چې مې د رحمان بابا کلام (چې مې مينه خدای په تا باندې پیدا کړه…) ترې واورید؛ نور یې هم جذب کړم.
او د حمزه بابا د دې کلام ترنم: (راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې …) خو به یې بیخي د خيالاتو په ځنګلونو کې ورک کړم.
یو وخت مې د دې په اړه لوستي و چې له خپل خاوند مرحوم زاخيل سره هندوستان ته لاړه. هلته چې د دې غږ د زاخيل هارمونې بدرګه کړ، نو د موسيقۍ د وطن (هندوستان) په کوربنو یې دومره اغیز وکړ چې همدلته د پاتې کیدو او هندي تابعیت اخیستلو وړاندیز یې ورته وکړ. خو دوی رد کړ او ویل یې چې له خپل وطن پرته يې ګوزاره نه کیږي.
دا نو هغه وخت و چې وطن کې ( سره بادونه ) نه ول الوتي. وطن د سکون زانګو و.
بیا چې راوالوتل او بیا د وطن ګلورینه فضا نوره هم توپاني شوه او هیڅ د آرامښت قرينې نه ښکاریدې؛ نو دا بلبله هم له خپلې ځالې په ډکو سترګو والوته.
د ګاونډ په ونه کې کیناسته، هلته د خپلې ونې پر (پرې کړې څانګې) ناستې هم خوند ورنکړ. بیا یې له هغه ځایه هم پرواز وکړ. له اوو غرونو واوښته. په کاناډا یې سر ولګیده او دا دی هملته په جلا وطنۍ کې ترې روح والوت.
رب دې مغفرت ور نصیب کړي.
۱۴۰۱، لیندۍ ۱۹
نعمان دوست
سپینی سپږمی وایه آشنا به چیرته وینه ګونګی شوی ولی؟
الله د مغفرت کړی. هغه نه داچا یوه هنرمنده وه بلکی یوه ښه مور هم وه. یو ځوی یی په جنګونو کی شهید شوی وه او بل یی تر نن ورځی ورک او لادرکه دی. ډیر غمونه یی په زړه درلودل خو بیا یی هم د خپلو خلکو ته د محبت مینه د هنر په وسیله ورکوله. ژوند ډیر لنډ دی او ډیر زر، زر تیریږی. یو بل سره محبت کوی. الله د مونږه او تاسو ته همت د دی راکړی چی دا بیوزله ولس، ورک قوم د پښتون د دنیا په سطح وسڅلوو او د ترهګری، ځانمرګی القاب ور څخه لری کړو.