اغلې صفیه حلیم د (بېهار پښتانه) کتاب کې د پښتون احمدخان د ژوند له حاله خبر کړي یو. دا پښتون جنګیالی د تیرا نه هندوستان ته ځي چې د نوابانو او راجاګانو د ګټو لپاره توره وچلوي. د مختلفو نوابانو، راجاګانو او راجپوټانو لپاره په جنګونو کې شاوخوا درې اویا ځایه ټپي شي او زیاتره جنګونه د نورو لپاره وګټي.
زه چې کله هم سوچ کوم نو دې پایلې ته ورسېږم چې د افغان د ژوند کیسه لا هم هماغسې ده. کلونه وروسته هم دې قوم له تورې چلولو پرته د روزۍ ګټلو لپاره بل بدیل پيدا نه کړو. تېراه وال احمدخان هم د یو څو ټکو لپاره جنګونه کول او اوسنی افغان هم دیو څو روپو لپاره وینه تویوي. توپیر همدومره دی چې احمدخان په هندوستان کې جنګونه کول او مخې ته یې خپل قوم، ولس او د کلیمې ورور نه و ولاړ خو اوسني افغان جنګیالي د خپل وطن کلي او کوڅې د خپلو مسلمانو ورونو په وینو ولړلې. هغه به د یوه نواب او راجا لپاره په هر جنګ کې دوه یا درې تورسرې کونډې کړې، ماشومان به یې ورته یتیمان کړل خو اوسني افغان د نورو هېوادونو د ګټو جنګ خپل وطن ته راوړی دی. داسې ورځ به نه وي چې د چنارونو په شان لسګونه ځوانان په وینو کې لت پت مېرمنو او اولادونو ته ونه لېږي.
ماته ددې ټولو ناخوالو شاته د فقر او غربت ترڅنګ د پښتون ادیب او شاعر هم لوی لاس ښکاري. هغه ادیب او شاعر چې ددنیا په دومره پراخو موضوعاتو کې یې راته د امیر کروړ د وچو ویاړونو شعر تولید کړ. ما سره کله کله دا پوښتنه پیدا شي چې زموږ د ادب تاریخ لیکونکي ته ولې دا خبره ډېره په زړه پورې وه چې: زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نه سته. په هند و سند و په زابل نسته بل په کابل نسته. دغه مترقي افغان په دې شعر کې د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره کوم پیغام لیدلی و. کاش په دې خو لږ فکر شوی وی چې هند و سند و زابل ټوله نړۍ نه ده، نو څه ضرورت دی چې دغسې باټې پښتو ادب ته راننویستل شي.
په هرصورت؛ زما په نظر همدغسې ادبیاتو له جنګ سره دلچسپي زیاته کړې، له یوه اړخه یې افغانان مست کړي چې دوی رښتیا هم د نړۍ پهلوانان دي او له بله خوا یې د نړۍ رقابت کوونکيو هېوادونو ته ور په ګوته کړي چې دا ولس په جنګ کې ډېر تکړه ولس دی. اوس نو زما د عصر افغان د احمدخان غوندې د پوله او پټي د ګټلو لپاره نه جنګېږي، اوس د نړۍ په کچه د هېوادونو ګټې ساتي.
که زموږ د پنځه زره کلن تاریخ ادبي تاریخ لیکونکو د ترقۍ، ابادۍ او علم حاصلولو په برخه کې موږ ته د نیکونو شعرونه او نثرونه رانقل کړي وای نو اوس به مو نورو ته د جنګونو ګټلو حرص دومره زیات نه و، بلکې دخپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ مینې به مو زړونو کې موجونه وهل.